چمن کې چاودنې د پوليسو یو مشر وژلى او ۱۵ تنه‌يې ټپيان کړي

د دوشنبې په ورځ تر غرمې مخکې سپين‎بولدک ته څېرمه د چمن ښار په بازار کې چاودنه وشوه چې ګڼ شمېر کسان‌يې ټپيان کړل.

د چمن د پوليسو په وينا چاودنه د ښار پر بوغره سړک د پوليسو يوه موټر ته نېږدې وشوه چې د يوه پوليس مشر او څلورو پوليس عسکرو په شمول‌يې ۱۵ تنه ټپيان کړل.

پوليس وايي، په ټپيانو کې د کلا عبدالله ضلعې د پوليسو ځايي مشر ساجد خان مومند هم شامل و چې د چاودنې هدف و او سمدستي له نورو ټپيانو سره د چمن ښار روغتون ته يووړل شو، خو د سختو ټپونو له امله‌يې ساه ورکړه.

چارواکي وايي، په چاودنه کې د ټپي شويو نورو دوو پوليسو په شمول د نورو څو تنو حالت هم مرګونى دى چې د درملنې لپاره کوټې ته راوړل کېږي او احتمال شته چې د مړو شمېر زيات شي.

د چمن د پوليسو چارواکو سمدستي له رسنيو سره په خبرو کې دا د ريموټ کنټرول چاودنه وبلله، خو وروسته‌يې وويل چې دا يو ځانوژونکى بريد و او د پېښې پر ځاى يې د ځانوژونکي د بدن ټوټې موندلې دي.

دوی وايي، ځانوژونکى بريدګر په موټرسايکل سپور و، کله چې د پوليسو مشر موټر ورته راورسېد، نو ده ځان ته انفجار ورکړ.

د دې چاودنې مسؤليت تر اوسه کومې وسله‎والې ډلې نه‎دى منلى، خو په دې وروستيو کې چې پر پاکستاني امنيتي ځواکونو او پوليسو باندې کوم بريدونه شوي دي، مسؤليت‌يې اکثر جماعت‌الاحرار ډلې يا لښکرِ جنګوي‌العالمي ډلې پر غاړه اخيستى دى.

د پاکستان صدراعظم نوازشريف، د داخله چارو مرکزي وزير چوهدري نثارعلي خان او د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي دا چاودنه په کلکه غندلې او د وژل شوي پوليس مشر له کورنۍ سره‌يې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د يادونې وړ ده چې د چمن تر چاودنې وروسته په کوټه او پښين سيمو کې هم امنيت ټينګ شوى او امنيتي ادارو ته امر شوى چې پر لويو لارو کلکه څارنه پيل کړي.

راپور: بارکوال مياخېل