د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

د کوټې او چمن پر لاره چاودنې شپږ تنه وژلي


د بلوچستان په سرانانو سيمه کې د پوليسو پر موټر بمي بريد شوى، چې د درېوو پوليسو په شمول شپږ تنه پکې وژل شوي او تنه تنه پکې ټپيان شوي دي. چاودنه د پوليسو د تالاشۍ پوستې ته نيژدې شوې ده.

د دوشنبې په سهار د لسو بجو په شاوخوا کې د کوټې او چمن پر لوى سړک پښين بازارګي ته نژدې په سرانانو سيمه کې چاودنه وشوه چې؛ پوليسو او عامو خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

چاودنه د پوليسو د تالاشۍ پوستې ته نيژدې د پوليسو تر ګزمه کوونکي موټر لاندې په مځکه کې د ښخ شوي بم له امله شوې ده.

د سرانانو سيمې د پوليسو يوه مشر جميل احمد د چاودنې په اړه ازادي راډيو ته وويل چې بم د ريموټ کنټرول په وسيله چاودلى او شاوخوا اته کيلو ګرامه چاودېدونکي مواد په کې کارول شوي دي:

«چاودنه شوې ده چې؛ درې پوليس په کې ځاى پر ځاى و وژل شول، دوه عام کسان پکې وژل شوي، درې کسان ټپيان دي چې کوټې ته پر لاره دي، نه پوهېږم چې هغوى به مړه وي که به ژوندي وي، خو حالت يې خراب وو. موټر ټوټې- ټوټې شوى دى، دا موټر هره ورځ دلته درېږي او پوليس دلته د خلکو تالاشي کوي.»

ځينې عيني شاهدين وايي چاودنه«سنګر» کلي ته نيژدې په داسې وخت کې وشوه، چې پوليس د خلکو په تالاشۍ بوخت وو.

په چاودنه کې اته کسان ټپيان شوي دي، په چې په هغوى کې پينځه د پښين ښار دولتي روغتون او درې تنه د کوټې دولتي روغتون ته راوړل شوي، چې په هغوى کې هم يو مړ شوى او د دوو نورو حالت هم نازک بلل شوى دى.

د وروستيو مالوماتو له مخې په چاودنه کې درې پوليس او درې عام کسان وژل شوي، چې شمېر يې شپږو ته ورسېد، په وژل شويو کې د پوليسو يو لوړرتبه مشر اصغرخان هم شامل دى.

دا نه ده څرګنده چې د پوليسو موټر ته بم چا ايښى دى او نه يې کومې وسلوالې ډلې تر اوسه مسووليت منلى دى، خو پوليس وايي دا کار ترهګرو کړى دى او تر چاودنې وروسته يې شاوخوا سيمه محاصره کړې او په ورانکارو پسې يې پلټنه پيل کړې، چې تر اوسه يې څو تنه د شک په توګه نيولي دي.

د يادونې وړ ده چې په کوټه او نورو بلوڅي سيمو کې تر دې پخوا هم پر ملېشه سرتېرو او پوليس عسکرو باندې په وار- وار بمي بريدونه شوي دي، خو د بلوچستان په پښتني سيمو کې دا ډول پېښه پخوا نه وه شوې، پښين ته نژدې په سرانانو سيمه کې دا لومړۍ پېښه ده، چې د پوليسو موټر د بمي بريد هدف وګرځېد.

راپور: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG