د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

په بلوچستان کې په درېوو پېښو کې شپږ تنه وژل شوي


پرون د بلوچستان په چمن سيمه کې دوو چاودنو يو تن وژلى او څو يې ټپيان کړي دي، په يوه بله پېښه کې په کوټه کې دوه نور هزاره توکمه شيعه ګان وژل شوي او له ډېره بګټي سيمې څخه د درېوو لادرکه بلوڅانو مړي موندل شوي دي.

د افغانستان پولې ته نيژدې د چمن په خاوره کې د دوشنبې په ماسپښين يو په بل پسې دوې چاودنې وشوې چې څو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله. لېويز پوليس وايي لومړۍ چاودنه د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه د پاکستان د ګمرک او ايف اى اې دفتر ته نيژدې وشوه. د لېويزو مشر اسماعيل وايي چاودنه په يوه موټرسايکل کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکيو موادو په وسيله شوې او له شواهدو ورته ښکاري چې دا ځانوژونکى بريد دى او ځانوژونکي د يوه جومات مخې ته ځان چوولى دى،وايي په چاودنه کې يو تن وژل شوى او د ګمرک د دفتر د دوو مامورينو په شمول څلور تنه پکې ټپيان شوي دي. دويمه چاودنه د لېويز پوليسو يوې قومندانۍ ته مخامخ شوې، چې د قومندانۍ ودانۍ ته يې زيان اړولى خو چاته پکې ځاني زيان نه دى اوښتى.

هلته د کوټې ښار جنوب ختيځ لور ته له ډېره بګټي سيمې څخه بيا د درېوو تنو مړي موندل شوي دي. د لېويز پوليسو چارواکي وايي دغه کسان څو ورځې وړاندې له ډېره مراد جمالي سيمې تښتول شوي وو او تر وژلو وروسته يې مړي د ډېره بګټي په سنګ سيله نومي ځاى کې غورځول شوي وو.

په يوه بله پېښه کې د کوټې ښار په منځ کې په کندهاري بازار کې نامالومو موټرسايکل سپرو وسلوالو پر يوه ښاري ټيکسي موټر ډزې وکړې، دوه تنه يې پکې و وژل، دوه نور لارويان يې ټپيان کړل او د پېښې له ځايه و تښتېدل. پوليس وايي وژل شوي کسان هزاره توکمه شيعه مسلمانان دي چې په ښار کې په ځانګړيو ژيړ رنګ ټيکسي موټرو کې ګرځي ځکه وسلوالو د ښار په منځ کې په اسانۍ سره بريد ورباندې کړى دى.

د دغو کسانو تر وژنې وروسته د هزاره قوم لسګونه کسان د قهر او غوسې په حالت کې سړکونو ته را ووتل، دوکانونه يې په خلکو و تړل، سړک يې له ډبرو ډک کړ او د احتجاج په توګه يې موټرو ته د تګ اجازه نه ورکوله.

د دغو کسانو د وژنې مسووليت کومې ډلې نه دى منلى، خو لښکرجنګوي په تېرو دوو کلونو کې په کوټه او د بلوچستان په نورو سيمو کې پر هزاره توکمه شيعه مسلمانانو د لسګونو بريدونه مسووليت منلى دى.

د يادونې وړ ده چې د روژې د مياشتې له پيله راهيسې په کوټه کې د هدفي وژنو دا درېيمه پېښه ده چې په درېواړو پېښو کې د وژل شويو کسانو شمېر لسو تنو ته و رسېد. دغو بريدونو ته په پام سره پوليسو او ملېشه ځواکونو په تېرو ورځو کې په کوټه کې د پلټنو په عملياتو کې شاوخوا دېرش تنه مشکوک کسان نيولي دي.

راپور:- بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG