ارګ: د ترورېزم نه د پاکستان د ملاتړ په تړاو تېرو هڅو نتیجه ورکړې

جمهوري ریاست وايي، د ترورېزم نه د پاکستان د ملاتړ په تړاو د ملي وحدت حکومت تېرو هڅو او شکایتونو نتیجه ورکړې او اوس نړۍ پر دې قانع شوې ده.

د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب‎الله ازاد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له همدې امله امریکا چمتوالی ښودلای چې له پاکستان سره پر اړیکو بیا غور وکړي.

ښاغلي ازاد اوسني وضعیت ته په کتو وویل چې پر پاکستان د نړیوالو فشارونو زیاتول کولای شي مثبته او اغېزمنه نتیجه ولري.

د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب‎الله ازاد

ښاغلي ازاد زیاته کړه:

"په اوس وخت کې پر پاکستان بهرني فشارونو مثبته نتیجه ورکوي، ځکه چې پاکستان تل له ترورېزم نه ملاتړ کړی او که پاکستان وغواړي چې د ترورېزم پر وړاندې مبارزه وکړي موږ او نړیوال ډاډه یوچې څو چنده لاسته راوړنې به ولرو."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د پاکستان په اړه سخت انتقادونه وکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو زیر ریکس ټېلرسن د دغو انتقادونو په ځواب کې ويلي چې امریکا له پاکستان سره په سیاسي اړیکو او مالي مرستو بیا غور کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو زیر ریکس ټېلرسن

په دې غونډه کې د استازو د جرګې یوه بل غړي دینا روراباکر ویلي چې پاکستان په نړۍ کې د ترورېزم سرچینه ده او په افغانستان کې د امریکا نه بریالیتوب هم د پاکستان د استخباراتې شبکې فعالیتونه دي.

له دې سره د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترس د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ترورېزم ملاتړو هېوادونو ته اخطار ورکړ ویې ویل چې له ترورېزمه ملاتړ به د ملاتړ کوونکو هېوادونو په زیان تمام شي.

ومو غوښتل چې د امریکايي چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلو خو بریالي نه شوو.

له دې سره د سیاسي چارو کارپوهان پر پاکستان واردېدونکي فشارونه د افغانستان په ګټه ګڼي وايي، افغان حکومت باید له دې فرصته پوره استفاده وکړي.

له دې ډلې فرهاد هاشمي ازادي راډيو ته وویل، په دې اړه لا نور اقدامات د افغانستان لابې ګرۍ پورې تړلي دي چې د اسلام‎اباد د لوبو مخه ونیسي.

نوموړی وايي:

"نور اقدامات د افغان حکومت، سیاسیون، رسنیو او په ټوله کې د نوي نسل په فعالې لابي پورې اړه لري چې څنګه کیدای شي پر پاکستان لازم فشارونه را منځته کړي، له شک پرته فشارونه په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدو لامل کېږي او دا کار د افغانستان، نړۍ او امریکا په ګټه دی. "

نږدې یوه میاشت وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې پاکستان له انزوا سره مخ دی خو ټينګار یې وکړ چې منزوي پاکستان د افغانستان په ګټه نه‎دی.

ښاغلي غني ویلي چې د منزوي پاکستان پرځای باید له دغه هېواد سره کار وشي ترڅو د سولې او امنیت په اړه واضح اقدامات ترسره کړي.

یوسف خان ځدراڼ