د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

د پاکستان لوی درستیز ټاکل او د افغانستان پر امنیت یې اغیز


افغان حکومت وايي، تمه لري د افغانستان ګاونډي هېوادونه به د تروریزم پر ضد په مبارزه کې له افغانستان سره د هماهنګۍ په برخه کې يو ځای پاتې شي.

دا خبرې وروسته له هغه کېږي چې پاکستان خپل نوی لوی درستيز ټاکلی او ويل کېږي دی به تر ډېره له کابل او نوي ډلي سره د پاکستان د صدراعظم نواز شريف د پالیسيو ملاتړ وکړي.

د ولسمشر غني وياند هارون چخانسوري نن سې شنبې له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې دې حقيقت ته په کتو سره چې ويل کېږي د پاکستان لوی درستيز د دغه هېواد په بهرنۍ پاليسۍ کې مهم رول لري، افغانستان د پاکستان له نوي لوی درستيز څخه څه تمې لري ځکه طالبانو د افغان حکومت پر ضد خپلې حملې زیاتې کړي دي او افغان حکومت وايي، د پاکستان استخباراتي ادارې د دغو وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

چخانسوري:د افغانستان بهرنی سياست د افغانستان پر ملي ګټو ولاړ دی.
چخانسوري:د افغانستان بهرنی سياست د افغانستان پر ملي ګټو ولاړ دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان بهرنی سياست د افغانستان پر ملي ګټو ولاړ دی، افغانستان په تېرو دوو کلونو کې له ټولو هېوادونو سره په ځانګړې توګه له خپلو ګاونډيو سره تل نېک روابط غوښتي او پراخ کړي دي، موږ د ټولې نړۍ له هېوادونو هم دا توقع لرو چې له افغانستان سره دوستانه اړيکې ولري او دا اړيکې به د ټولو هېواونو په ځانګړې توګه د ګاونډيانو په ګټه وي، ځکه د ټولو ګټې ګډې دي."

د پاکستان د پوځ نوي لوی درستيز نن سې شنبې د خپل پوځ قومانده تر لاسه کړه.

جنرال قمر جاوید باجوه په داسې حال کې د خپل پوځ قومانده تر لاسه کړې چې د هېواد اړیکې يې له هندوستان او افغانستان دواړو سره ترينګلي شوي دي.

ښاغلي چخانسوري زیاته کړه چې زموږ سيمه ییز ګاونډي هېوادونه ټول د تروريزم له خطر سره مخامخ دي نو ځکه په دې برخه کې هم صادقانه مبارزې او هماهنګۍ ته اړتيا شته.

هغه وویل چې د افغان حکومت هيله دا ده چې ټوله سیمه په يو اواز په هماهنګۍ سره د تروريزم سره په مبارزه کې يو ځای اوسي او اقدامات یې عملي بڼه واخلي.

د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف د يکشنبې په ورځ د پاکستان جيو تلويزيون ته ويلي چې د جنرال باجوه له راتګ سره به د پاکستان په دفاعي پاليسي کې دومره لوی تغير رانشي خو یو شمېر څېړونکي وايي، باجوه به له افغانستان او هندوستان سره د اړیکو په اړه د پاکستان د صدراعظم نواز شريف د پاليسيو ملاتړ وکړي.

د امریکا په فلوریډا ایالت کې د پاکستان او سيمې د سیاسي چارو کارپوه محمد تقي بيا وايي د خواجه اصف له خبرو سره موافق دی ځکه د اشخاصو له بدلېدو سره د دغه هېواد پاليسۍ نه بدلېږي.

دی وايي:

"د پاکستان دفاعي پاليسي به دومره نه بدلېږي، په ځانګړې توګه د افغانستان او هندوستان په اړه خو بېخي نه بدلېږي، په عمومي توګه چې د پاکستان د پوځ لوی درستيز بدل شي، پاليسي همغه وي، د پاکستان ځواکونه د يوې ادارې په حیث کار کوي او د هغوی اساسي پالیسي د پاکستان له جوړېدو څخه تر اوسه پوري دومره نه ده بدله شوې، نو دومره هيله نه لرم چې په پاليسي کې به څه خاص بدلون راشي."

ښاغلي تقي زیاته کړه، اخري ځل چې د پاکستان لوی درستيز په خپل کار کې متخصص ګڼل کېده، جنرال عبدلوحید کاکړ وو.

په نولس سوه شپږ نويم کال کې د هغه په دور کې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو امارت جوړ کړ او پر افغانستان يې ملا محمد عمر، طالبان او حقانيان ورخوشي کړل.

دی وايي، که تاریخ ته وکتل شي، ښايي د قمر جاوید باجوه له راتګ سره به لږ څه ظاهري بدلون راشي خو داسي به ونشي چې د ده له راتلو سره سم به د پاکستان د حکومت او پوځ تر منځ ترينګلی وضعیت هوار شي ځکه په عمومي توګه د افغانستان او هندوستان په اړه د پاکستان د سياستوالو نظر دومره بد نه دی لکه د پوځ.

XS
SM
MD
LG