د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

پاکستان د ټرمپ او شریف د ټلیفوني خبرو متن خپور کړ


د پاکستان حکومت د چهارشنبې په ورځ د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ او صدراعظم نواز شریف د ټلیفوني خبرو متن خپور کړ.

د صدراعظم دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل چې شریف پر ټلیفون له ټرمپ سره خبرې کړې او هغه ته یې د امریکا د انتخاباتو د ګټلو مبارکي ورکړې ده.

د خبرپاڼې په حواله، ډونالډ ټرمپ له پاکستان سره د مرستې ژمنه کړې او د دې هېواد صدراعظم نواز شریف یې "زبردست"سړی بللی دی.

ټرمپ نواز شریف زبردست سړی بللی.
ټرمپ نواز شریف زبردست سړی بللی.

د شریف دفتر د ډونالډ ټرمپ په حواله وویل چې نوازشریف یو "زبردست" مشر او د ښه اعتبار خاوند دی او د ښه کار او فعالیت نښې يې هرځای څرګندې دي.

د ډونالډ ټرمپ په حواله همدا راز وویل شول چې د پاکستان په څېر هېواد ته د ورتګ او د پاکستان له ولس سره د ليدو هیله لري.

خو په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې ټرمپ په ځانګړي ډول له پاکستان سره د کومو ستونزو د حل ژمنه کړې او ولې یې د نوازشریف په اړه داسې خوږې خبرې کړې دي.

د ټرمپ د مطبوعاتي ډلې له لوري په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له نواز شریف سره یې اغېزمنې خبرې کړې او دواړه هېوادونه به په راتلونکې کې پیاوړي، کاري روابط ولري.

د ټرمپ ډلې په دې اړه له زیاتو څرګندونو ډډه کړې ده.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ همداراز د کشمیر پر سر د هند او پاکستان ترمنځ د لانجې په اړه نظرنه دی څرګند کړی.

ټرمپ کشمیر کې د هند او پاکستان د لانجې په اړه څه نه دي ویلي.
ټرمپ کشمیر کې د هند او پاکستان د لانجې په اړه څه نه دي ویلي.

د ټرمپ همکارانو د پاکستان له لوري د خپروو شویو معلوماتو صحت هم نه دی تائید کړی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویندوي پرون پنجشنبې وویل چې اسلام اباد د دې مسئلې د حل لپاره د ډونالډ ټرمپ د نظر هرکلی کوي.

نوي ډیلي په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په امریکا کې د هند پخواني سفیر للیت منسنګ ویلي چې ټرمپ او شریف د ښو اړیکو په اړه خبرې کړې، خو دی فکر کوي چې دا مسئله باید د هند لپاره د تشویش وړنه وي.

د پاکستان د حکومت په حواله، نواز شریف ډونالډ ټرمپ ته د ورتګ بلنه ورکړې او ټرمپ یې په ځواب کې ویلي چې پاکستان ته ورتګ به دده لپاره د ویاړ خبره وي.

د ټرمپ د خبرو ترخپرېدو وروسته زیاتو پاکستاني ورځپاڼو په دې اړه تبصرې خپرې کړې.

د جنګ ورځپاڼې سرلیک دا وو چې"که ټرمپ خپله ژمنه عملي کړي نو دا به د امریکا اول ولسمشر وي چې په ډیموکراتیک نظام کې پاکستان ته سفر کوي".

د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیوبوش په ۲۰۰۶ میلادي کال کې چې پاکستان د پوځي جنرال پرویز مشرف تر واکمنۍ لاندې و، هغه هېواد ته سفر کړی و.

د پاکستان انګلیسي ژبې ورځپاڼې دنیوز لیکلي: "پاکستان ته د تګ خبره د ټرمپ له لوري یو په زړه پورې زېری دی خو دا باید وکتل شي چې منتخب ولسمشر خپله ژمنه عملي کوي که نه؟"

پاکستاني خبریال علي سلمان پرون پرټویټر ولیکل:

"دونالدټرمپ هیڅ کله هم نواز شریف نه دی لیدلی، خو پوهېږي چې هغه یو زبردست سړی دی؟ "

یوه بل ژورنالیست عمر قریشي پر ټویټر ولیکل: "ښاغلی ټرمپ! ایا ته خبریې چې د پاکستان اکثر خلک مسلمانان دی؟ نو څرنګه ممکنه ده چې هغوی به فوق العاده ښه خلک وي؟ ایا ته به امریکا ته د هغوی د ورتګ لاره نه بندوي؟"

دا څرګندونې د انتخاباتي کمپاین پرمهال د ټرمپ خبروته په اشاره شوي ځکه هغه ویلي وچې امریکا ته به د مسلمانانو پر ورتګ بندیز یا محدودیت ولګوي.

خو د ډونالډ ټرمپ او نواز شریف د خبرو محتوا ښايي زیاتو پاکستانیانو ته د خوشبینۍ احساس ورکړی وي ځکه هغه مخکې پر پاکستان شدید انتقادونه کړي وو.

ټرمپ په ۲۰۱۲ میلادي کال کې پرټویټر په یوه پیغام کې لیکلي و: "په دې خبره سرخلاص کړئ چې پاکستان زموږ دوست نه دی، موږ هغوی ته میلیاردونه ډالر وکړل خو هغوی څه راکړل؟ خیانت، بې احترامي او تردې زیات بد؟"

د پاکستان د سیاسي چارو یوشمېر شننوکي د دواړو مشرانو ترمنځ داسې ټلیفوني خبرې مثبتې ګڼي خو ځیني یې عادي ډپلوماټیک روغبړ ګڼي.

د پېښور پوهنتون د سیاسي زده کړو د برخې مشر غلام مصطفی په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا سیاسي خبرې دي، خلک عموماً د انتخاباتي مبارزو او واک ته د رسېدو په لومړي وخت داسې خبرې کوي خو وروسته یې باید عملي کیدوته وکتل شي، خو ټرمپ به د نړیوالې دیپلوماسۍ په اړه خپل دریځ وروسته څرګندوي."

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو یوه بل څېړونکي سلیم احمد ازادي راډیو ته د نواز شریف او ډونالډ ټرمپ د وروستیو ټلیفوني خبرو په اړه وویل، له دې څرګندېږي چې انتخاباتي مبارزې او خبرې په عملي ډول د سیاست په ډګر کې له کار سره فرق لري.

سلیم احمد وویل:

"جمهوري غوښتونکي سخته بهرنۍ کړنلاره لري او تاسو به وګورئ چې امریکا به سخت دریځ څرګندوي، په ځانګړي ډول ډونالډ ټرمپ د خپل ګوند ترسختۍ هم یو ګام مخکې اخلي، کېدای شي چې حالات زیات خراب نشي، خو له پاکستانه به ځیني توقعات لري او په دې برخه کې به کانکریټي ګامونه اخلي نوکه پاکستان ورسره ومني، هغوی به هم د اړیکو د ښه ساتلو هڅې کوي."

واشنګټن له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې له تروریزم سره به مبارزه کې د همکارۍ لپاره اسلام اباد ته نږدې ۲۰ میلیارد ډالر کمک کړی دی.

خو داسې وېره شته چې ټرمپ ښايي په راتلونکې وخت کې له پاکستان سره له دې مرستو ځان شاته کړي.

XS
SM
MD
LG