د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

چارواکي: له یوه هېواد سره د افغانستان نږدېوالی د بل په زیان نه دی


فغانستان وایي، د دې هېواد بهرنی سیاست داسې نه دی تنظیم شوی چې له یوه سره نږدېوالی د بل په زیان وي.

یوه پاکستاني لوړپوړي چارواکي په دې وروستیو کې ویلي چې کابل د اسلام اباد په وړاندې هغه سیاست چې نوي ډیلي غوره کړی، مخ ته وړي.

افغانستان د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې وایي، افغانستان د پاکستان په وړاندې هغه سیاست مخ ته وړي چې هند د دې هېواد په وړاندې غوره کړی او هغه منفي سیاست دی.

د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د نږدې اړیکو په اړه پاکستاني لوړپوړو چارواکو په دې وروستیو کې انتقادونه وروسته له هغې زیات کړي چې د هند په امرتسر ښار کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه په کنفرانس کې افغان ولسمشر په زغرده پر پاکستان انتقاد وکړ او ویې ویل چې د دې هېواد هغه پنځه سوه میلیونه ډالره مرسته نه مني چې د افغانستان له بیارغونې سره یې ژمنه کړې بلکې په خپله اسلام اباد ته پکار دي چې دغه مرسته د تروریزم په وړاندې پر مبارزې ولګوي ځکه له دغه تروریزم څخه افغانستان او ټوله سیمه کړېږي.

ډېلي ټایمز: افغان ولسمشر د پاکستان له مرستو ډډه وکړه

پاکستان وايي، د افغان ولسمشر څرګندونې خواشینونکې دي

د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو د دغو انتقادونو په ترڅ کې د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت معین اعزاز احمد چودري ویلي چې د هند او افغانستان اتصال یا نږدېوالي د سیمې په زیان دی.

چودري: د افغانستان او هند نږدېوالی د سیمې په زیان دی.
چودري: د افغانستان او هند نږدېوالی د سیمې په زیان دی.

​چودري دغه راز پر افغانستان تور پورې کړی چې دا هېواد د پاکستان په وړاندې هغه سیاست مخ ته وړي چې هند د دې هېواد په وړاندې غوره کړی دی.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات د غه ادعا ردوي او وایي افغانستان یو خپلواکه هېواد دی او بهرنی سیاست یې د اسې نه دی تنظیم شوی چې له یوه هېواد سره نږدېوالی د بل په زیان تمام شي.

مستغني: د افغانستان سیاست د هېڅ هېواد په زیان نه دی.
مستغني: د افغانستان سیاست د هېڅ هېواد په زیان نه دی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت بهرنی سیاست هېڅ کله هم داسې نه دی تنظیم شوی چې له یوه هېواد سره د افغانستان د اړیکو څرنګوالی له بل هېواد سره د افغانستان د اړیکو په ګرو کې وي، یاهم د افغانستان د اړیکو او همکاري څرنګوالی د بل هېواد پر اړیکو او همکارۍ اغېز ولري، افغانستان دغه راز هېڅ کله هم اجازه نه ده ورکړې چې له خاورې یا یې له یوه هېواد سره د اړیکو څرنګوالی د بل هېواد په وړاندې وکارول شي."

په دې اړه چې ایا افغانستان په دې وروستیو کې د پاکستان د منزوي کېدو لپاره په سیمه ییزه کچه د خپلو هڅو په ترڅ کې په رښتیا نوي ډیلي ته ځان ډېر ورنږدې کړی او ایا دا د افغانستان په ګټه دی؟ افغان سیاسي کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی وایي، افغانستان په سیمه کې د تروریزم په وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او حق لري چې له هغو هېوادونو سره اړیکو ته پراختیا ورکړي چې په دې برخه کې ورسره له زړه همکاري کوي.

ستانکزی: د افغانستان دولت حق لري چې خپل بهرنی سیاست څه ډول تنظیم کړي.
ستانکزی: د افغانستان دولت حق لري چې خپل بهرنی سیاست څه ډول تنظیم کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان دولت حق لري چې خپل بهرنی سیاست څه ډول تنظیم کړي په دې شرط چې له بین المللي حقوقو سره په ټکر کې نه وي او خپلې ګټې په څه ډول تامین کړي، پاکستاني چارواکو ته نه ښایي چې د افغانستان دولت ته نسخه ورکړي چې له چا سره دوستي وکړي او له چاسره دښمني وکړي، افغانستان او هند دوه مستقل هېوادونه او دوه مستقل دولتونه دي چې دواړه مختلفې ګټې لري، په ځینو مواردو کې ښایې دا ګټې سره مشترکې وي د بېلګې په توګه له تروریزم سره مبارزه د دواړو هېوادونو ګډ هدف دی او تروریزم دواړو هېوادونو ته مشترک تهدید دی."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت معین اعزاز احمد چودري دغه راز یووار بیا ادعا کړې چې هېواد یې تیار دی چې په افغانستان کې د سولې په ټینګېدو کې رول ولوبوي ځکه د دې هېواد له امن کېدو سره سیمه امن کېدای شي.

اجرائیه ریاست: هیله نه لرو چې پاکستان دې د طالبانو ملاتړ پرېږدې

چودري: پاکستان غواړي د افغان سولې بهیر سره مرسته وکړي.
چودري: پاکستان غواړي د افغان سولې بهیر سره مرسته وکړي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني په دې اړه شک وښود او ویې ویل چې تېرو تجربو ښودلې چې پاکستاني چارواکي یوازې په خوله د سولې خبره کوي بلکې په عمل کې یې هېڅ هم نه دي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د سولې په اړه د افغانستان دریځ ډېر واضح دی، افغانستان له پاکستانه د دې تمه نه کوي چې افغانستان ته به سوله راولي، که د پاکستان دولت د افغانستان د حکومت د سولې په هڅو کې د همکارۍ اراده درلود کافي وه چې دې هېواد د سولې د څلور اړخیزې کمېټې د غونډو پر پرېکړو عمل کړی وای او د هغو ډلو په وړاندې یې اقدام کړی وای او هغه یې له خپلې خاورې شړلي وای چې د سولې له خبرو ډډه کوي یا یې په وړاندې خنډونه جوړوي."

نېکلسن: حقاني شبکه خپلې حملې پر افغانستان له پاکستان نه تنظیموي

د یو شمېر افغان کارپوهانو په وینا د پاکستان د لامنزوي کېدو لپاره د افغانستان د حکومت اوسني سیاست اغېز کړی چې پاکستاني چارواکي یې یوڅه وارخطا کړي دي.

XS
SM
MD
LG