جنرال رازق: په حکومت کې ځینو شاملو کړيو د لوی کندهار نا امني ډیزاین کړې

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازو او د دې ولایت امنیه قوماندان د ملي يووالي حکومت تورن کړ چې په قصدي توګه د لوی کندهار نا امنه کولو ته زمینه برابروي.

دغو چارواکو د پنجشنبې په ورځ له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په يوې غونډه کې وویل چې حکومت د لوی کندهار له خلکو سره توپیریز چلند کوي او د یوه پلان له مخې د دغې حوزې کادرونه له صحنې لیرې کوي.

په یاده غونډه کې چې د کندهار، هلمند، زابل او ارزګان زرګونه اوسېدونکو ګډون کړی وو د اجنډا خلاف ویناوالو د ملي یووالي پر حکومت سخت انتقادونه وکړل.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وویل، په حکومت کې ځینو شاملو کړيو د کندهار نا امني ډيزاین کړې او د دې سیمې له سیاسي او امنيتي څېرو سره توپيریز چلند کوي.

قوماندان دغه‌راز د ملي یووالي حکومت د لوی کندهار کادرونو ته په نه‌پاملرنه تورن کړ او ویې‌ویل چې تر دې وروسته به له هرې ممکنه لارې خپل حق وغواړي.

د کندهار امنیه قوماندان په نننۍ غونډه کې.

نوموړي زیاته کړه:

"که اړتیا شوه، پر حکومت هره لاره بندولی شو، خو موږ د نظام ملاتړ کوو او په هره لار خپل حق ورڅخه غواړو، حکومت موږ ته مشاورین ټاکل په حکومت کې د ونډې به معنی بولي، خو هغوی یوازې زموږ مخه نیولې چې خپل حق وانه‌خلو."

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي حمیدزي لالي وویل چې افغان حکومت د يوه پلان له مخې د لوی کندهار کادرونه له صحنې باسي او دا کار قصدي کوي.

لالي دغه‌راز وویل چې حکومت په کابل کې د کندهار په نوم یو شمېر شوراګانې جوړې کړي، کله چې خلک د حق غږ پورته کوي، هغوئ يې خنثی کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"که حکومت زموږ حق رانه‌کړي، موږ به د حکومت له ملاتړه لاس واخلو، موږ لږ انتظار کوو، که اړتیا وه، جلا حکومت اعلانوو، هسې هم دلته هر حزب او ډلې حکومت اعلان کړی، موږ بیا تر چا کم یو."

په دغې غونډه کې د ولسمشر سیاسي سلاکار داوود ګلزار هم خبرې وکړې.

نوموړي په جنوبي حوزه کې روان امنیتي حالت د اندېښنې وړ وباله او ژمنه‌يې وکړه چې دلته پرتې ستونزې به د ولسمشر سره شريکې کړي.

په دې غونډه کې یو شمېر نورو کسانو هم ويناوې وکړې او ګواښ‌يې وکړ که چېرې د ملي یووالي حکومت د دوی غوښتنې ونه‌مني، د لوی کندهار خلک به د حکومت له ملاتړه لاس واخلي.

پر همدې مهال ولسمشرۍ ماڼۍ د لوی کندهار نا امنیه کېدو په اړه د یادو مسؤلینو تورونه رد کړل او وايي چې دا خبرې هېڅ حقیقت نه‌لري.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت د لوی کندهار په‌شمول ټولو سیمو ته متوجې دی.

دواخان مینه پال.

نوموړي زیاته کړه:

"افغان حکومت یو مسؤل حکومت دی، د یوې سیمې د نا امنه کولو، نه پلان لري او نه دا خبرې حقیقت لري، د افغانستان هره سیمه او نقطه زموږ هېواد او ساتنه‌يې زموږ مسؤلیت دی،حکومت د ټولو سیمو د امینت لپاره څلور کلن پلان لري او د لوی کندهار په‌شمول، ټولو سیمو ته متوجې دی، دا موږ ردوو، د افغانستان هېڅ چارواکي په قصدي ډول په ناامنیو کې لاس نه‌لري."

راپور: صادق رښتینی