د کندهار ځیني اوسېدونکي: د رازق تورنول د هغه د بدنامولو هڅه ده

د کندهار د درېیو ولسوالیو ژېړۍ، پنجوايي او میوند سلګونه اوسېدونکو د دې ولایت د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په ملاتړ غونډه وکړه.

دوی د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په اړه د بشري حقونو د سرغړونو اړوند د ملګرو ملتونو راپور رد کړ.

په پنجوایي ولسوالۍ کې د درېیو ولسوالیو سلګونه اوسېدونکو په یوه غونډه کې د کندهار د امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق څخه ملاتړ اعلان کړ او د نوموړي په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور یې وغانده.

دوی وویل چې د دې راپور په جوړېدو کې د سیمې په خاص ډول د پاکستان د استخباراتي کړیو لاس دی او په وینا يې چې غواړي په یوه او بله پلمه جنرال رازق بدنام کړي او د کندهار اوسنی امنیتي حالت بیا د پخوا په څېر ګډوډ کړي.

د غونډې یوه ګډون‌وال ازادي راډیو ته وویل:

"دوی غواړي چې بیا د څلورو کلونو مخکنی حالت ولرو، بیا خلک په وینو ولړل شي موږ دا راپور ردوو او نه‌يې منو. "

د غونډې وینا‎والو دغه‌راز وویل چې افغانستان کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون چې ځان تش په نامه د بشر حقونو مدافعین بولي ټول کړه وړه‌يې د بهرنیو په خوښه دي.

دوی د بشري حقونو پر خپلواک کمېسیون نیوکه وکړه چې د ډېرو لویو بشري ناورینونو په اړه چوپ پاتې شوي او هېڅ ډول غبرګون‌يې نه‎دی ښودلی.

د غونډې ګډون‎والو له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې باید هېواد کې د پردیو لاسوهنو مخه ونیسي او هغه کسان چې دا ډول دسیسې جوړوي باید قانوني چلند ورسره وشي.

دوی زیاته کړه:

"د بشري حقونو کمېسیون هلته چېری وو چې پنجوایي ولسوالۍ کې ۲۰ تنه په وینو کې پراته وو، ایا هغه جرم نه‌وو موږ پوهېږو چې دا هر څه د بهرنیانو یوه دسیسه ده."

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تر اوسه د خلکو د دې عکس‌العمل په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې د جمعې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق باید د هغو تورونو په وجه محاکمه شي چې د دې کمېټې په وینا خلک‌یې شکنجه او په شخصي زندانانو کې ساتلي دي.

خو د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو دغه راپور ته په غبرګون کې وویل چې شخصي زندان نه‌لري او ټول دولتي زندانونه د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د بشري حقونو د سازمانونو له‎خوا په منظمه توګه پلټل کېږي.

راپور: محمد صادق رښتینی