مشرانو جرګه: له فساد سره مبارزه باید لومړی له ارګ نه پیل شي

د افغانستان مشرانو جرګې له افغان ولسمشر څخه وغوښتل چې د فساد په برخه کې پر کورنیو چارو وزارت د انتقادونو پر ځای دې د دې پدیدې پر وړاندې جدي او عملي ګامونه واخلي.

د افغان ولسمشر دې څرګندونو چې د کورنیو چارو وزارت‌یې د فساد زړه بللی د مشرانو جرګې تُند غبرګونونه راوپارولي دي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار د ولسمشر غني وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې له فساد سره مبارزه باید لومړی له ارګ څخه پیل شي.

فضل الهادي مسلمیار.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له فساد سره د مبارزې غوښتونکي یو، البته د ټول نظام په وړاندې، هغه که هر څوک وي، که دا سلیقوي او د ټيمونو برخورد وي موږ ورسره نه‌یو، که چېرې د کار پیل وي نو لومړی باید له خپل دفتر نه شروع کړي او بیا دې نورو وزارتونو ته لاړ شي."

د مشرانو جرګې غړو د سې شنبې په ورځ په عمومي ناسته کې وویل چې اوس‌مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ په ګډون په یو شمېر دولتي ادارو کې اداري فساد اوج ته رسېدلی دی.

سناتور جمع‌الدین ګیانوال په دې اړه وویل:

"د ولسمشر د تېرې ورځې دې خبرې ټول خلک خپه کړل، موږ داسې فکر کوو چې کورنیو چارو وزارت د ده پورې تړاو نه‌لري او وايي چې د فساد زړه کورنیو چارو وزارت دی زه وایم چې د فساد زړه جمهوري ریاست او امنیت شورا ده چې باید په وړاندې یې مبارزه وشي."

په همدې حال کې سناتورې ګلالۍ اکبري وویل چې ولسمشر غني باید د تشو څرګندونو او انتقادونو پر ځای د فساد په وړاندې عملي ګامونه واخلي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې افغان ولسمشر تېره ورځ د فساد په وړاندې د اروپايي ټولنې په درېیم کلني کنفرانس کې وویل چې په دولتي ادارو کې فساد یوه لویه ستونزه ده، خو په وینا یې، په امنیتي بنسټونو کې تر ټولو ډېر فساد په کورنیو چارو وزارت کې دی.

ښاغلي غني دا وزارت د "فساد زړه" وباله.

خو د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د فساد په برخه کې ولسمشر د کورنیو چارو وزارت نوم د بېلګې په توګه یاد کړی او حکومت په ټوله کې له فساد سره مبارزې ته ژمن دی.

شاه حسین مرتضوي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه څه چې له کورنیو چارو وزارت نه یاد شول هغه یوه بېلګه وه، خو په ټوله کې حکومت د دې اراده لري چې په ټولو ادارو کې اصلاحات رامنځته شي."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه یونس فکور وايي، د افغان ولسمشر له لوري یو یا دوه وزارتونو ته ګوته نیول داسې اندېښنې راپیدا کوي چې ګواکې ولسمشر یوازې په هغو وزارتونو انتقادونه کوي چې وزیران‌يې د اجرائیه رئیس له‌خوا ګمارل شوي دي.

نوموړي همدارنګه وویل چې ولسمشر باید له دا ډول څرګندونو ډډه وکړي او له فساد سره د مبارزې لپاره یوه داسې پالېسي جوړه کړي چې د یادې پدیدې په وړاندې عملي اقدامات وشي.

راپور: ناجیه ساپۍ