د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

افغان حکومت د "سي. بي. ار" پروسه بریالۍ ګڼي خو خلک ترې سر ټکوي


د پایلو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام یا «سي. بي. ار» له لارې تر اوسه سلګونه څوکیو ته کارکوونکي نیول شوي دي.

افغان حکومت وايي، دا یو بریالی پروګرام دی خو هڅه کېږي چې ځیني شته خنډونه‌یې هم هوار کړای شي.

د «سي. بي. ار» پروګرام له لارې په لوړپوړو څوکیو د کارکوونکو ګمارنه د یادې پروسې یوه لانجمنه برخه ده چې ځیني کسان ترې خوښ او ځیني بیا پرې انتقاد کوي.

  • سي. بي. ار

له دې نوم سره به ډېر هغه خلک اشنا وي چې په دولتي ادارو کې د لوړو څوکیو لپاره غوښتنلیکونه ورکوي.

د پایلو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام یا «سي. بي. ار» د افغان حکومت د څو ادارو ګډ پروګرام دی چې له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې پیل شوی دی.

د پایلو لپاره د ظریف لوړولو پروګرام په درېیو برخو وېشل شوی:

  • د ظرفیت لوړولو د پروګرام د چمتو کولو او عملي کولو لپاره تخنیکي همکاري.
  • بشري ظرفیت جوړونه چې په‌کې د ۱۵۰۰ کارکوونکو جذب شامل دی.
  • د پروژو مدیریت، څارنه او د اصلاحي پلانونو ارزونه.

د «سي. بي. ار» پروګرام رئیس نجیب‌الله وردک ازادي راډیو ته د پایلو لپاره د ظرفیت لوړولو د پروسې هدف داسې تشرېح کړ:

"د دغه پروګرام هدف اصلاحات دي. د استخدام پروسه د دغه پروګرام یو فعالیت دی. خو تر ټولو مهم څه چې موږ په‌کې د لاسته راوړنو په تمه و هغه د کلیدي وزارتونو د کلیدي فعالیتونو ښه‌والی دی. په دې برخه کې هم د پراختیايي بودجې مؤثریت دی چې څنګه دا بودجه لګېدلی شي، د عوایدو راټولول یا د پروسو ساده کول دي. دا هغه مسایل و چې له لومړۍ ورځې موږ پرې تمرکز کړی و."

د ښاغلي وردک په خبره د پایلو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام په کار کې بې‌سارې کچه بریاليتوب ترلاسه کړی او ۷۵ په سلو کې هدفونه‌یې په بریالي توګه ترلاسه کړي دي.

د «سي. بي. ار» له لارې که څه هم د افغانستان په حکومتي ادارو کې د ۱۵۰۰ پوستونو لپاره د کارکوونکو ګمارنه شامله ده خو د دې پروسې له لارې یوازې ۵۰۰ کسان نیول شوي او د نورو د نیولو پروسه لاهم روانه ده.

یو له هغو کسانو چې د «سي. بي. ار» پروګرام له لارې یې دنده ترلاسه کړې ډاکتر امر بادشاه رحمتزی منګل دی.

هغه د ابن سینا روغتون رئیس دی او وايي چې د «سي. بي. ار» روڼتیا او ښه امتیازات دې ته هڅولی څو له زړه کار وکړي.

د ابن سینا د عاجل روغتون رئیس امر بادشاه منګل وايي:

"دغه پروګرام کې ما درغلي ونه‌لیدله. یعنې واقعاً چا چې د یوې نمرې ځواب ورکاوه یوه نمره‌یې ورکوله چا چې د پنځو نمرو ځواب ورکاوه پنځه‌یې اخیستلې. «سي. بي. ار» پروګرام ښه معاش ورکوي. د خلکو ژوند پرې چلېږي. چې کله انسان ښه معاش ولري او ژوند یې پرې مخته لاړ شي نو د ایمان او وجدان له مخې سړی مجبوره کیږي چې د زړه له کومې کار وکړي. نو زه په مجموع کې دا پروسه یوه ډېره بریالۍ پروسه ګڼم."

د بادشاه منګل نوم هم د «سي. بي. ار» پروګرام په وېب‌پاڼه د یوې بریالۍ څېرې په توګه ثبت شوی دی.

د «سي. بي. ار» په پروګرام کې د افرادو ګمارنه تر ټولو لانجمنه برخه هم ده.

ډېری کسانو چې دې پروسې ته غوښتنلیکونه سپارلي یا د پروسې د اوږدوالي یا هم د فساد په اړه شکایتونه کړي دي.

د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالینو د شبکې یو تن مسؤل احسان‌الله حکمت وايي «سي. بي. ار» په افغانستان کې د ده په خبره د نورو برخو په څېر له اداري فساد په امان نه‌ده پاتې.

احسان‌الله حکمت زیاتوي:

"متأسفانه په افغانستان کې د استخدام پروسه ډېره فاسده ده. «سي. بي. ار» هم له دې مجزا نه‌ده. مثالونه ډېر لرو. زورواکي او چارواکي په دې کې دخیل دي او هڅه کوي چې د همدې پروسې له لارې خپل کسان وګماري."

دی وايي، «سي. بي. ار» پروسې ته‌یې له مخکې غوښتنلیک ورسپارلی و خو دا کار ډ‌ېر وخت نیسي او کله کله تخنیکي پېچلتیا د دې لامل کېږي چې غوښتنلیکونه ونه‌منل شي.

احسان‌الله حکمت‌یې په اړه وايي:

"یو بست ته مې اپلای کړی و. متأسفانه تر اوسه هغه سلسله مراتب‌یې پاتې دي د امتحان لپاره‌یې احوال نه‌دی راکړی. د شارټ لېسټ مسئله‌یې پاتې ده. ورته منتظر یو چې څه کېږي."

اخوا د خط نو سازمان رئیس فهیم صدیقي وايي، د پایلو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام که څه هم تکړه ځوانان دولت ته ورمعرفي کړل خو ډېرو یې د ده په خبره سیاسي څېرې پېژندلې او په دې کار کې هم فساد شوی دی.

فهیم صدیقي وړاندې وايي:

"د «سي. بي. ار» پروګرام یو اوږدمهاله پروګرام نه‌دی. یو پروژه‌یي پروګرام دی. د «سي. بي. ار» پروګرام یو ښه پروګرام دی ځیني تکړه ځوانان‌یې له لارې دولت ته ننوتل. خو دا پروسه هم د اداري فساد په خاطر زیانمنه شوې ده. ځیني کسان چې دې پروسې کې بریالي شوي دي په سیاسي تعلقاتو او کورنیو پېژندګلویو سره‌یې لوړو څوکیو ته لار پیدا کړې ده."

د پایلو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام د ولسي جرګې د ځینو غړو په باور هم ډېر پراخ نه‌دی او ګڼې ادارې ترې پاتې دي.

د دې جرګې یوه غړي موسی خان نصرت وویل چې دا پروسه باید په ټولو ولایتونو کې په مساوي توګه تطبیق شي.

د ولسي جرګې یو تن غړی موسی خان نصرت وايي:

"هیله مو دا ده چې دا پروسه په ټولو ولایتونو او ټولو ادارو کې پلې شي. دوی د کومو اصولو له مخې ځیني ولایتونه په «سي. بي. ار» پروسه کې نیسي او ځیني نه‌نیسي. زه وایم دا پروسه دې په ټولو ادارو او ټولو ولایتونو کې یو شان پلې شي."

د پایلو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام به د روان میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې پای ته رسېږي.

د «سي. بي. ار» رئیس نجیب‌الله وردک که څه هم په کار کې ځان بریالی بولي خو دا مني چې ځينو خلکو وخت ناوخته په یاده پروسه کې لاسوهنه کړې ده.

نجیب‌الله وردک زیاتوي:

"په موږ باندې فشار تر ډېره حده پورې کم دی. ځکه د استخدام مسؤلیت په مستقیمه توګه د ادارو ده. خو تر هغه ځایه چې موږ په دې پروګرام کې دخیل یو طبعاً مداخله شته ده. دا موضوع مو عالي مقاماتو ته هم وخت په وخت کابینې او وزیرانو شورا ته وړاندې کړې ده. د استخدام په پروسه کې ځینې ننګونې موجودې دي."

ښاغلی وردک وايي، په ډېرو مواردو کې له لاسوهنو مخه نیول شوې او هڅه کېږي چې دا پروسه نوره هم شفافه شي.

که څه هم «سي. بي. ار» یا د افغانستان د ځینو وزارتخانو او خپلواکو ادارو د پایلو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام راروان ډسمبر ختمېږي خو چارواکي هیله ښيي چې دا پروګرام به نور هم وغځوي.

که څه هم د اداري فساد یوه لویه برخه د دولتي څوکیو په سر د پیسو راکړه ورکړه بلل کېږي خو افغان حکومت ژمنه کړې چې د نړیوالې ټولنې له تمو سره سمیې د فساد ورکولو ته ملا تړلې او دا پدیده به په بشپړه توګه له‌منځه وړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG