د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

ایا امنیتي لیکو کې فساد د سولې په وړاندې خنډ دی؟


د افغانستان دفاع وزارت د اروپایي ټولنې د پلاوي له خوا هغه اعلاميه چې په کې راغلي د امنیتي ځواکونو په لیکو کې، فساد، سولې ته د رسېدو په وړاندې خنډ دی بې بنسټه وبلله.

دفاع وزارت د اروپايي ټولنې د پلاوي له خوا د خپرې شوي اعلامې په غبرګون وایي چې یاد وزارت د فساد په وړاندې جدي مبارزه پیل کړې ده.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل، هر کس یا ارګان چې ادعا کوي او وایي، په افغانستان کې فساد د سولې په وړاندې خنډ دی دا ناسمه او بې بنسټه خبره ده.

ښاغلي وزیري دغه شان وویل چې دفاع وزارت په یاده برخه کې شپه او ورځ مبارزه کوي او تر اوسه یې ډېر کسان د فساد په تور نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړي دي.

دولت وزیري.
دولت وزیري.

نوموړي زیاته کړه:

"هرڅوک چې، ادعا کوي او وایي چې په دفاع وزارت کې فساد شته او فساد د سولې مخنیوی کوي دا غلطه ده، ځکه چې په دفاع وزارت کې شپه او ورځ پر دې کار کېږي چې فساد په بشپړه ډول له دفاع وزارت څخه ورک شي، هغه کسان چې په فساد کې لاس لري، عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کېږي، بناً په دفاع وزارت کې د فساد په وړاندې جدي مبارزه پیل شوې او ښې لاسته را وړنې لري."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اروپایي ټولنې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په امنیتي ځواکونو کې فساد د سولې په وړاندې خنډ ګرځېدلی دی.

د یادي ټولنې له خوا په خپره شوې اعلامه کې راغلي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې فساد د سولې د راتګ مخه ډب کړې ده.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې، د فساد په وړاندې د مبارزې د هڅو سره ـ سره اوس هره اوونۍ د اردو او پولیسو په لیکو کې هغه هم په لوړه کچه د فساد د شتون په اړه راپورونه ورکول کېږي.

له دې ټولو سره ـ سره د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي چې د امنیتي ځواکونو لپاره د ښوونې او روزنې او د دوی د مسلکي کولو لپاره کارونه روان دي څو په ولایتونو کې مسلکي او غوره کادرونه د قوماندانانو په توګه وټاکل شي.

په ورته وخت کې، د مشرانو جرګې د کورني امنیت د دفاعي او امنیتې کمېسیون غړی نادر بلوچ هم تائیدوي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د فساد شتون په هېواد کې د سولې د راتګ مخه نیولې ده.

مشرانو جرګه.
مشرانو جرګه.

نوموړي زیاته کړه:

"باید اقرار وکړو دا یوه عیني واقعیت دی چې نن په افغانستان کې، فساد د سولې د مخنیوي او د ښې حکومتوالۍ په وړاندې او د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا د مخنیوي په وړاندې یو لوی خنډ دی، نن که موږ فکر کوو په امنیتي ځواکونو کې، فساد اوج ته رسېدلی دی."

ښاغلي بلوچ دغه شان وویل چې په ولایتونو کې، پر لوړو امنیتي بستونو مقررۍ په یوه تجارت بدل شوې او دا مسئله د اندېښنې وړ ده.

تردې وړاندې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ویلي و چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د فساد شتون د دې لامل شوی چې له موجوده ظرفیتونو څخه مناسبه ګټه وا نه خیستل شوه.

څه موده وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا حکومت ځانګري سرمفتش جان سپکو هم ویلي و چې کمزوري مدیریت او په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې، د فساد شتون د افغان ځواکونو د ناکامۍ لوی عوامل دي.

په ورته وخت کې، د پوځي چارو افغان کارپوه حی ګل سلیمانخیل وایي، له دې سره ـ سره چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د فساد په وړاندې مبارزه شوې خو دا بسنه نه کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"کوم راپور چې نشر شوی دی، تریو حده سم دی او په دې یو او یو نیم کال کې په افغانستان کې په ځانګري ډول په امنیتي او دفاعي سکټور کې اداري فساد راکم شوی دی او دا عدلي او قضایې مرکز چې جوړ شوی دی، دې هم ښه اغېز کړی، خو بیا هم دا هڅې کافي نه دي او باید دوام پیدا کړي."

ښاغلی سلیمانخیل وایي، که حکومت د فساد په وړاندې جدی عمل وکړي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې، دغه پديده په بشپړه ډول له منځه یوسي، په دغه هېواد کې به سوله او امنیت هم ټینګ شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG