د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

یوناما: فساد د سولې مخنیوي تر څنګ پر دولت د خلکو باور هم اغېزمن کړی


د افغان حکومت له ګڼو هڅو سره سره لا هم یوناما فساد په افغانستان کې د سولې او دایمي ودې پر وړاندې یو لوی خنډ بولي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د سې شنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې د فساد موجودیت د خلکو د ژوند او باور د زیانمنولو تر څنګ د سولې او پرمختګ مخه هم نیولې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په کابل کې د یوناما د راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د یوناما راپور کې د فساد پر وړاندې د افغان حکومت د مبارزې پوره ارزونه شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازي تدامیچي یاماموتو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازي تدامیچي یاماموتو

نوموړي وویل:

"فساد افغانستان کې د سولې او دایمي ودې پر وړاندې یو لوی خنډ دی، افغان حکومت ژمن دی چې د افغانستان د راتلونکي او د خپلو خلکو د رفاه لپاره په ټولو برخو کې د فساد پر ضد مبارزه وکړي."

د یوناما په راپور کې همداراز راغلي چې افغان چارواکو له ګڼو ستونزو سربېره د فساد پر وړاندې اقدامات هم کړي چې ښه بېلګه‌یې د عدلي او قضايي مرکز جوړېدل دي.

یوناما وايي چې د فساد پر وړاندې د ګټورې مبارزې په هدف‌یې خپل راپور ټولو دولتي بنسټونو ته هم استولی دی.

یوناما د اداري فساد په اړه دغه راپور په داسې حال کې خپروي چې په‎خپله د افغان حکومت اجرائیه رئیس هم څو ورځې وړاندې د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې فساد د نظام او ادارې د کمزوري کېدو یو مهم لامل دی.

ښاغلي عبدالله همداراز ویلي و چې افغان حکومت به د نړیوالو د مرستو د دوام او د ولس د غوښتې پر اساس د فساد ضد جدي مبارزې ته دوام ورکړي.

د ارګ مانۍ بیا وايي چې د فساد پر وړاندې د حکومت د اغېزمنې مبارزې له کبله افغانستان بیا د نړیوالې ټولنې د پاملرنې په محراق کې دی.

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي وايي:

"دا اقدامات د دې لامل شوي چې افغانستان د نړیوالو د نوې پاملرنې په سر کې ځای ونیسې زموږ ټول نړیوال همکاران چې پخوا يې په دې برخه کې په افغانستان نیوکې کولې اوس‌مهال د افغانستان د اقداماتو څخه تود هرکلی کوي."

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

د فساد پر وړاندې د افغان حکومت د مبارزې له ادعاوو سره-سره لا هم افغانستان په نړۍ کې د ګوتو په شمار یو له هغو هېوادونو څخه دی چې اداري فساد په‎کې تر ټولو زیات دی.

خو ښاغلی مرتضوي وايي، د فساد له‌منځه وړل یوازې د حکومت نه بلکې د ټولنې د هر وګړي اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت دی او باید ټول خپل دا مسؤلیت ترسره کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG