امریکا غواړي افغان جګړه کې روان ولاړ حالت بدل کړي

پنټاګون وايي چې د افغانستان د جګړې په اړه خپلې سپارښتنې به راتلونکې اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته وسپاري.

د امریکا د دفاع وزارت سرپرستې مرستیالې پرون د امریکا د سنا غونډې ته د څرګندونو پرمهال وویل، پنټاګون په افغانستان کې د جګړې د څرنګوالي په اړه د څېړنې د بشپړولو په حال کې دی.

تریزا ویلان «Theresa Whelan» وویل، تمه ده چې په دې اړه د پوځ طرحه د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې ولسمشر ډونالد ټرمپ ته وړاندې شي.

مېرمن ویلان وویل، هدف دا دی چې د افغانستان په جګړه کې روان ولاړ حالت بدل شي.

نېږدې درې میاشتې مخکې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان امریکايي جنرال جان نېکلسن وویل، د وسله والو طالبانو پرضد د جګړې لپاره څو زره اضافي سرتېرو ته چې احتمالاً یوه برخه یې باید د امریکا متحدان ورکړي اړتیا ده.

یو شمېر اوسني او پخواني امریکايي چارواکي وايي چې په دې برخه کې د درې او پنځو زره اضافي سرتېرو په اړه بحثونه کېږي.

تمه ده چې دا اضافي سرتېري به تر دیره د افغان ځواکونو روزونکي او همداراز د هوايي ځواک پوځیان وي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو په افغانستان کې خپلو خونړیو حملو ته زور ورکړی.

د امریکا د پوځ د ځانګړو عملیاتو قوماندان جنرال رېموندتوماس «Raymond Thoma» چې له مېرمن ویلان سره د سنا په غونډه کې یوځای و وویل، د سرتېرو د شمېر پر زیاتولو سربېره په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د اصولو په اړه هم غور روان دی.

ده که څه هم د سرتېرو د شمېر د زیاتولو په اړه د څېړنو خبره تائید کړه خو زیاته یې کړه چې د ده په نظر د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو زیاتولو ته اړتیا نشته.

په دې اړه چې پوځي قوماندانانو به په خپله نوې طرح کې د امریکا ولسمشر ته کومې سپارښتنې کړې وي، ډېر جزئیات نشته خو افغان حکومت هیله څرګنده کړې چې په نوې ستراتیژۍ کې به د تروریستانو اصلي ځالې په نښه شي.

د افغانستان حکومت د پاکستان پر پوځ تور لګوي چې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې د افغان حکومت نظر پوښتل شوی دی.

دواخان مینه پال.

نوموړي زیاته کړه:

"دا ستراتیژي د افغانستان لپاره ده نو د افغان حکومت نظر اول دی، له ترورېزم سره مبارزه مؤثره او اغیزمنه غواړو، په دې معنی چې ترورېزم چېرته دی او له کومه ځایه راځي، دا مو غوښتنه ده."

پاکستان تل د وسله والو طالبانو د ملاتړ تورونه رد کړي دي.

که څه هم ولسمشر ټرمپ تر دې دمه افغانستان ته د اضافي ځواک د استولو په اړه پرېکړه نه ده کړې خو په داسې حال کې چې د افغانستان په جګړه کې له ۲۳۰۰ زیات امریکایان وژل شوي او له ۱۷ زرو زیات ټپیان دي، یوشمېر امریکايي چارواکي شک لري چې د نورو ځواکونو استول به د جګړې په ډګر کې مثبت بدلون راولي خو ځینې نور بیا د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره د اضافي سرتېرو استول یوه اړتیا ګڼي.

اوس مهال د شااوخوا اته نیم زره امریکايي سرتېرو په ګډون څه باندې دیارلس زره نړیوال پوځیان په افغانستان کې دیره دي.