د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

ملي ارمان: پاکستان دې د تروریستانو ملاتړی هېواد وپيژندل شي


کابل چاپ نننیو یو شمېر ورځپاڼو له پاکستاني او هندي چارواکو سره د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جنرال اېچ ار مک‌مسټر پر مذاکراتو لیکنې او تبصرې کړي دي.

ملي ارمان:

د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، پاکستان دې په نړۍ کې د تروریستانو د ملاتړ هېواد په توګه وپيژندل شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي مک‌مسټر له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د تروریستانو له ملاتړه لاس واخلي، خو تر اوسه پاکستان په دې اړه پریکنده ځواب نه دی ورکړی.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې له دې وړاندې هم امریکايي چارواکو له پاکستان څخه دا ډول غوښتنې کړې وې، خو اوس داسې ښکاري چې د ټرمپ اداره په دې برخه کې جدي ده.

لیکوال وړاندیز کوي په پاکستان باندې په دې برخه کې د فشار راوستلو ښه او اسانه لاره په دغه هېواد اقتصادي او پوځي بندیزونه لګول دي.

د سرمقالې په پای کې راغلي که په پاکستان فشارونه زیات او دغه هېواد په نړیواله کچه منزوي شي، نو د لیکوال په اند لېرې به نه وي چې دغه هېواد د تروریستانو له ملاتړه لاس په سر شي.

هېواد:

د هېواد د دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی پاکستان دې په افغانستان کې له نیابتي جګړې لاس واخلي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د نړۍ حالاتو او د ترورېزم پرضد د ټرمپ ادارې دریځ ته په کتو که پاکستان د افغانستان پرضد پالیسي بدله نه کړي، له سخت برخلیک سره به مخ شي.

همدې ورځپانې په یوه جلا مطلب کې د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس له قوله لیکلي دښمن باید د ولسمشر ټرمپ اراده ونه ازمويي.

اصلاح:

د اصلاح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان په اړه مثبت نظر نه لري او دا د اسلام اباد لپاره د خطر زنګ دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي له کابل وروسته د امریکا د ملي امنیت سلاکار په اسلام اباد او نوي ډیلي کې له پاکستاني او هندي چارواکو سره د افغانستان د امنیت په اړه خبرې وکړې.

په سرمقاله کې یادونه شوې مک‌مسټر پاکستاني چارواکو ته ویلي د پاکستان په ګډون هېڅوک حق نه لري چې ترورېزم او افراطیت ترویج او ملاتړ یې وکړي.

د لیکوال په باور دا څرګندونې د پاکستان اردو او استخباراتو لپاره یو ډول خبرداری دی.

د اصلاح د سرمقالې په پای کې راغلي که پاکستان د ترورېزم له ملاتړ څخه لاس وانه خلي، نو د لیکوال په باور له شک پرته به د واشنګټن له زیاتو فشارونو سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG