اجرائیه ریاست: د دولت او حزب‎اسلامي تر منځ د هوکړې ټولې ژمنې عملي کېږي

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې کابل ته د ښاغلي حکمتیار راتګ د هغې توافق‎نامې یوه برخه ده چې د دولت او د دغه حزب د غړو تر منځ شوې ده.

د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن یوه خبري غونډه کې وویل چې د دولت او حزب‎اسلامي تر منځ د سولې د توافق‌نامې ټولې ژمنې عملي کېږي خو غوښتنه‌يې وکړه چې باید حزب‎اسلامي هم په دې برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل

نوموړی وايي:

"ښاغلی حکمتیار کابل ته رارسېدلی دی، د سولې هوکړه‌لیک چې حکومت له حزب‎اسلامي سره لاسلیک کړی وو، هغه تطبیق شوی دی، حکومت ژمن دی چې دا هوکړه‌لیک په تمامه معنی تطبیق کړي او زموږ هیله ده چې حزب‎اسلامي به هم د توافق‌نامې پر اساس خپلې ژمنې عملي کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د حزب مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار د دغه حزب له یو شمېر جګپوړو قوماندانانو سره کابل ته رارسېدلی دی.

د حزب‎اسلامي یوه ویاند حمید عزیزي نن ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی حکمتیار له خپلو پلویانو سره د کابل په دارالمان سیمه کې په هغه ځای کې چې د ده د استوګنې لپاره له وړاندې ټاکل شوی رسېدلی دی.

د عزیزي د معلوماتو له مخې حکمتیار به په څو شېبو کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته په هغو مراسمو کې د ګډون لپاره ورشي چې د دولت له لوري ورته د هرکلي لپاره جوړ شوي دي.

په ورته وخت کې د حزب‎اسلامي یو بل ویاند حشمت‌الله ارشد وايي چې ښاغلی حکمتیار به د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون له لوړپوړو افغان چارواکو سره د مهمو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي.

د حزب‎اسلامي ویاند حشمت الله ارشد

نوموړی وايي:

"پر مهمو ملي مسایلو او د هېواد د روان وضعیت په اړه به له ولسمشر سره تفصیلي خبرې وکړي."

دا رسمي مراسم به درې بجې پیل شي او د مازیګر تر شپږو بجو به دوام وکړي.

د ښاغلي ارشد په خبره د حزب‎اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار به سبا په غازي سټېدیوم کې په یوې پراخې غونډه کې د ګډون سربېره دې غونډې ته مفصله وینا هم وکړي.

د حزب ‎اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نېږدې اته میاشتې وړاندې له افغان حکومت سره د سولې له یوې هوکړې وروسته د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په ختیځ ولایت لغمان کې د خلکو په منځ کې راڅرګند شو او وینا یې وکړه.

راپور: اکرام‌الله اکرام