د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

سیاف: که رسنۍ یووالي ته کار ونه‎کړي نو د افغانستان د وېشلو خطر شته


د افغانستان د حراست او ثبات شورا وايي، که رسنۍ د ملي وحدت لپاره کار ونه‎کړي نو په سیمو او قومونو د افغانستان د وېشلو خطر موجود دی.

د دغې شورا مشر عبدالرب رسول سیاف چې د دوشنبې په ورځ‌يې د مجاهدینو د بریا د ۲۵مې کلیزې په ویاړ یوې غونډې ته وینا کوله وویل، که د قوم، ژبې او سیمې په نوم افغانستان ټوټه کېږي نو برخلیک به‌یې پرته له غلامۍ بل څه نه‎وي.

نوموړي وویل:

"رسنیو او د هغه چا لپاره چې ژبه او قلم‌یې د چلېدو وړ دي هغوی ته وایم، د خدای په خاطر ستاسو غږ باید د یو واحد افغانستان او واحد ملت غږ وي، هڅه وکړئ چې د خپل موقف لپاره په ټولنه کې درز وانه‌چوئ."

ښاغلي سیاف وویل، رسنۍ او د نظر خاوندان کولای شي چې د عامه افکارو په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي.

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د شنبې په ورځ د حزب‎ اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په لغمان کې خپلو پلویانو او حکومتي چارواکو ته په وینا کې یو شمېر رسنۍ په نفاق اچونې تورنې کړې.

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ښاغلي حکمتیار دا ډول څرګندونې د اندېښنې وړ بللې دي.

افغان حکومت د نورو لاسته راوړنو تر څنګ په تېرو ۱۶ کلونو کې د بیان ازادي تر ټولو مهمه لاسته راوړنه ګڼي او په خوندیتوب‌یې ټینګار کوي.

ویل کېږي چې اوس‌مهال په دغه هېواد کې نېږدې ۱۵۰ تصویري، له ۲۴۰ ډېرې غږیزې او د ۵۰۰ په شااوخوا کې چاپي رسنۍ فعالیت کوي.

که څه هم افغانستان کې د رسنیو شمېر ډېر شوی خو د رسنیو د یو شمېر څارونکو په باور د کیفیت له پلوه یو شمېر په بېلابېلو مسایلو کې غیر مسلکي چلند کوي.

په ورته وخت کې نی یا په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره ټینګار کوي چې د قانون له مخې رسنۍ مکلفې دي چې د ملي یووالي لپاره کار وکړي.

د "نی" ادارې اجرائيه رئیس مجیب خلوتګر
د "نی" ادارې اجرائيه رئیس مجیب خلوتګر

د دغې ادارې اجرائيه رئیس مجیب خلوتګر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هر هغه غږ چې د رسنیو او هر وګړي له خولې د ملي ګټو، قوم او ملي یووالي خلاف پورته شي دا غیر قانوني دی، نه نی او نه هم د افغان وګړو لپاره د منلو وړ دی."

ښاغلی خلوتګر وايي، نه‌یوازې رسنۍ بلکې هر شخص، دولتي چارواکي او یا هم عام وګړي چې د ملي ګټو خلاف عمل کوي باید د قانون له مخې ورسره چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم ویلي و چې هره هغه رسنۍ چې د ملي یووالي پر ضد خپرونې وکړي، له قانوني کړنو سره به مخ شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG