د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

حزب اسلامي خپل د ځینو سیاسي بندیانو له تسلیمۍ ډډه وکړه


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ویلي، د خپلو هغو بندیانو له تسلیمۍ یې ډډه وکړه چې تمه وه د دوشنبې په ورځ د څرخي پله له زندانه خوشې شي.

د دغه حزب د مطبوعاتي دفتر مسؤل نادر افغان رسنیو ته وویل چې تمه وه ۶۹ بندیان د پلچرخي له زندانه خوشې شي خو د ده په خبره داسې ویل کېږي چې د بشري حقونو کمېسیون او امریکا په فشار د ۱۳ بندیانو نومونه له لېسته ایستل شوي دي.

نوموړی وايي:

"داسې ویل کېږي چې په دې کې د بشري حقونو د کمېسیون مشرې سیما ثمر مداخله کړې. داسې هم ویل کېږي چې بهرنیانو په خاص ډول د امریکا متحده ایالاتو په دې کار کې مداخله کړې او د ۱۳ تنو مهمو بندیانو نومونه‌یې لیرې کړي دي. حزب اسلامي او د افغانستان ملت په دې باندې ژوره خواشیني ښکاره کوي."

اخوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې دغه کمېسیون د حزب اسلامي د ټولو بندیانو له خوشې کېدو سره مخالف دی او باید عدالت تطبیق شي.

تر دې مخکې د سولې عالي شورا د ستراتیژیکو اړیکو رئیس احمد فرزان ویلي چې د حزب اسلامي ۱۶ تنه بندیانو د ازادۍ شرایط نه‌دي پوره کړي او باید په دوسیو یې زیاته څېړنه وشي.

XS
SM
MD
LG