د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

قاسمیار: د حکمتیار راتګ به نورې ډلې هم سولې ته لېواله کړي


د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار وایي چې د حزب سلامي د مشر ګلبدین حکمتیار راتلل به د دې لامل شي چې نورې مخالفې وسله‌والې ډلې هم د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا په دې باور ده چې په یو شمېر مخالفو وسله‌والو ډلو کې د ګلبدین حکمتیار نفوذ او شخصیت د دې لامل کېدای شي چې دغه مخالفې ډلې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د دغې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې که د دولت هره مخالفه وسله‌واله ډله غواړې چې د افغانستان فضا د باروتو له بوی او د ډزو له غږونو خلاصه شي نو د ګلبدین حکمتیار په څېر دې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

محمد اسماعیل قاسمیار.
محمد اسماعیل قاسمیار.

نوموړي زیاته کړه:

"د حکمتیار خپل شخصیت او د دوی د حزب نظم او انسجام دا ټول هغه څه دي چې یوځای کېدل‌يې ښې اغېزې درلودلای شي، باور لرو چې که نن نه‌وي بله ورځ نور وسله‌وال مخالفین هم متوجه کېږي چې قانوني غوښتنې يې یوازې د سولې سره د یوځای کېدو له لارې پوره کېدای شي."

ښاغلی حکمتیار وروسته له هغه چې د تېر کال په میزان میاشت کې یې له افغان حکومت سره د سولې تفاهم‌لیک لاسلیک کړ د ثور پر نهه نېټه د شنبې په ورځ په لغمان ولایت کې راڅرګند شو چې د یکشنبې په ورځ بیا ورته په ننګرهار کې حکومتي هرکلی وویل شو.

حکمتیار په خپلو خبرو کې له وسله‌والو طالبانو څخه وغوښتل چې د هېواد د امنیت لپاره ګامونه واخلي.

د ولسمشر تر څنګ اجرائیه رئیس او یو شمېر نورو چارواکو او سیاسي څېرو د حکمتیار وروستۍ خبرې ستایلې دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د خلکو لپاره د بشر د حقونو د اروپايي کمپاین مشر نورالحق نسیمي ازادي راډیو ته وویل چې سیاسي شخصیتونه باید د حکمتیار له راتګ څخه ملاتړ وکړي.

ښاغلی نسیمي زیاتوي چې که حکمتیار وغواړي کولای شي چې یو شمېر امنیتي ستونزې له‌منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړه:

"د حزب اسلامي لرغونتوب او د حکمتیار شخصیت ته په کتو دوی کولای شي یو شمېر جنجالونه او امنیتي ګواښونه له‌منځه یوسي."

په ورته وخت کې، د وسله‌والو طالبانو یو پخواني مشر سید اکبر اغا د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هیله نه‌لري چې د ګلبدین حکمتیار راتګ به د سولې له پروسې سره د وسله‌والو طالبانو پر شرطونو مثبت اغېز ولري.

سید اکبر اغا.
سید اکبر اغا.

نوموړي زیاته کړه:

"که طالبان حاضر شي «د حکمتیار پیغامونه ومني» ښه خبره به وي او اړتیا ده چې هر کس د سولې خوا ته حرکت وکړي، خو تر هغه ځایه چې زه پوهېږم تر اوسه د وسله‌والو طالبانو او حزب اسلامي تر منځ کومه هوکړه نه‌ده شوې او زه پر طالبانو باندې د ګلبدین حکمتیار پر اغېز مطمئن نه‌یم."

د وسله‌والو طالبانو دغه پخوانی چارواکی وایي چې د خبرو مېز ته د طالبانو د کېناستلو یو مهم شرط له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

د نوموړي په خبره تر اوسه طالبان له خپل دغه دریځه په شا شوي نه‌دي او دغه ډله به د بهرنیو ځواکونو په شتون کې د سولې له بهیر سره یوځای نه‌شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG