راستنیدونکي کډوال: پاکستان کې افغان کډوال ځوریږي

په پاکستان کې د "د خپل وطن ګل وطن" له کمپاین وروسته د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ تر پخوا تيزه شوې ده.

دغه راستنېدونکي کډوال وايي، په پاکستان نور د افغان کډوالو ژوند خورا سخت ځوریدونکي حالت سره مخ شوی.

دوی وايي، که افغان کډوال د اوسېدو قانوني اسناد هم ولري د پاکستاني پولیسو له خوا ډبول کیږي او په ډېرې سپین سترګی ترې پیسې اخلي:

"زمانوم زیارت ګل دی، دا اوس چې کوم سلوک افغانانو سره وشو نو تر اوسه انسانانو سره نه دی شوی هغه کفار چې زموږ د دين خلاف هم دي هغوی تر اوسه مسلمانانو سره داسې چلند نه دی کړی څرنګه چې پاکستانیانو وکړ اوس افغانان مجبور دي خپل کاروبارونه يې پریښودل او را روان دي.

نصيراحمد: وروره ای جومات نه چې راووځې هم نیسي دي بس کوټې ته دې واچوي هغه بله ورځ زما ورور يې ونیوه پنځلس سووه کلدارې ورنه واخېستې په کوڅو کې هم درپسې ګرځي وايي، ته مهاجر يې که کارت هم ولرې يا پیسې درنه اخلي او یا دې بندي کوي."

په ننګرهار کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا یو.ان.اچ سي.ار دفتر مسؤلین هم وايي، د کوچني اختر نه راپه دیخوا له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدنې لړۍ تر پخوا تيزه شوې.

یو.ان اچ سي ار:د کوچني اختر نه راپه دیخوا له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدنې لړۍ تر پخوا تيزه شوې.

د دې ادارې د اړيکو مسؤل ايمل وايي، هره ورځ په لسګونو کورنۍ خپل هېواد ته راستنيږي:

"دغه د راستنېدنو لړۍ د کوچني اختر نه راپه دیخوا پراخه شوې ده او په دې موده کې تر دوو سوو کورنیو پورې راجستر شوي کډوال راغلي دي او دلته هره ورځ تر دیرش کورنیو پورې روزمره مرسته کوو."

د ايمل په خبره هغه کډوال چې په پاکستان کې راجستر شوي وي او قانوني اسناد ولري هغوی ته د عامه پوهاوی او روغتیايي خدماتو ترڅنګ ورسره نغدي مرستې هم کوي:

"دغه کډوال چې دلته راستنیږي دوی ته موږ عمومي معلوماټ، د خطرناکو توکو په اړه عامه پوهاوی، روغتیايي خدمات او د دې ټول تر څنګ د هرې کورنۍ في غړي ته د څلور سوو په شاوخوا کې نغدي مرستې ورسره کوو."

د یو.ان.اېچ.سي.ار په دفتر کې راستنېدونکو کډوالو ته په افغانستان کې د ممکنه خطرونو په اړه عامه پوهاوی هم ورکول کيږي.

د همدې برخې ښوونکې ریحانه وايي، دوی افغان کډوالو ته هغه ټول خطر لرونکي وسایل او چاويدونکي توکي ورپيژني چې له خطره ډک وي تر څو په ناپامی کې له کوم خطر سره مخ نه شي.

"زموږ مقصد دا دی چې دا کډوال له خطرناکو څېزونو په اړه پوه کړو ځکه زموږ په هېواد کې په څو لسیزو کې ډېری ماینونه او نا چاودیدونکي توکي مختلفو سیمو کې پراته دي او موږ دوی ته دا پوهاوی ورکوو چې که تاسو دغه ډول شیانو سره مخ کیږئ لاس مه وروړی په ډاډمنو لارو لاړ شئ تر څو له خطرونو بچ پاتې شئ."

دغه راستنېدونکي افغان کډوال په دې خوښ دي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شول خو دوی وايي، اکثرا کډوال د سرپنا نه شتون ستونزې سره مخ دي.

دوی وايي، افغان حکومت تر هرڅه وړاندې راستنېدونکو کډوالو ته د اوسېدو یو کېمپ جوړ کړي ځکه ډيری کورنۍ د ناامنۍ له امله خپلو ولسوالیو ته د تګ لپاره زړه نه شي ښه کولای.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری