د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

تهران د افغانانو په ګډون ٧٠زره جنګیالي سوريې ته لېږلي


واشنګټن فري بيکن:

له امريکا خپرېدونکې انلاين خپرونې واشنګټن فري بيکن "Washington Free Beacon" په ايران کې د سخت دريځو وسله والو د روزنيزو کمپونو په اړه ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي، د امريکا استخباراتي ادارو په ايران کې دننه نهه داسې روزنيز کمپونه تثبيت کړي چې له افغانستانه ورغلي سخت دريځي وسله وال د سوريې د جنګ لپاره په کې روزل کېږي.

د خپرونې په حواله، دغه کمپونه د ملېشه وو د هغه پراخ روزنيز پروګرام يوه برخه ده چې د ايران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي يې پرمخ بيايي او دغه کسان تر روزنې وروسته د سوريې د رژيم د مخالفو ياغيانو په وړاندې جنګ ته لېږل کېږي. تهران د سوريې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي.

واشنګټن فري بيکن خپرونې د يوه چارواکي په حواله ليکلي دغه کمپونه چې د سټلايټ په مرسته د اخېستل شوېو عکسونو په مرسته پېژندل شوي د ايران په شمال ختيځ کې د عراق سرحد ته نژدې سيمو کې پراته دي.

ايران چې اکثريت اوسېدونکي يې شيعه ګان دي هغه افغان کډوال د پوځي روزنې لپاره ټاکي چې ډېرى يې شيعه ګان دي او په وروستيو کلونو کې په ايران کې مېشت شوي دي.

خپرونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوه چارواکي څرګندونې هم رااخيستي چې ويلي يې دي په دغو راپورونو خبر دى او که چېرې دا خبر رښتيا وي، نو دا به په دې معنى وي، چې ايران لا هم د اسد د رژيم د ملاتړ ادامې ورکولو ته لېوال دى.

د ايران يوه تبعيد شوې ډله سازمان مجاهدين خلق ايران اټکل کوي چې تهران د ايرانيانو او بهرنيانو په ګډون تر ٧٠زرو زيات جنګيالي د سوريې جنګ ته لېږلي دي.

ويل شوي چې په دې شمېر کې له ١٥زرو نيولې تر ٢٠زرو پورې افغانان د قدس ځواکونو په چوکاټ کې د لښکر فاطميون په نوم سوريې ته لېږل شوي دي.

کرسشن ټوډې:

د بريتانيا انلاين خپرونې کرسشن ټوډې "Christian Today" پرون شنبې د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د نوي مشر پر پيغام ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي:

د وسله والو طالبانو نوي مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل پيغام کې ويلي د بهرنيو ځواکونو د اشغال د خاتمې او د افغانستان د لانجې د سياسي او پوځي حل لپاره سياسي تګ لاره لري.

خپرونې دا د ملا هبت الله اخندزاده اول عمومي پيغام بللى، دى وروسته له هغې د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو چې د طالبانو پخوانى مشر ملا اختر محمد منصور په مې مياشت په پاکستان کې د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

کرسشن ټوډې خپرونې د طالبانو د مشر دا څرګندونې هم رااخيستي چې د دوى په اصطلاح د اشغالګرو همکارانو ته يې ويلي:

"ستاسو ملاتړ او درېدل د هغو بدنامو څېرو کار دى چې زموږ په تاريخ کې يې له انګرېزانو او شورويانو ملاتړ کړى و."

ملا هبت الله اخندزاده په خپل پيغام کې ويلي موږ د قدرت انحصار نه غواړو، د افغانانو ټول قومونه او پرګنې يوه او بل ته ضرورت لري.

کرسشن ټوډې خپرونې د مطلب په حواله، د طالبانو دغه پيغام وروسته له هغې خپرېږي چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په ځانوژونکو حملو کې نژدې ٣٠ تازه فارغ شوي پوليس ووژل شول او په لسګونو نور ووژل شول. وسله والو طالبانو د هغې حملې مسووليت منلى دى.

خپرونې په کابل او شمالي ولايت بدخشان کې هغو جلا-جلا حملو ته هم اشاره کړې چې شا و خوا دوې اوونۍ مخکې يې تر ٢٠ زيات انسانان ووژل.

د کرسشن ټوډې انلاين خپرونې په مطلب کې راغلي، دا په داسې حال کې ده چې د راروانې جمعې او شنبې په ورځو په وارسا کې د ناټو مشران په يوه سرمشريزه کې تر ٢٠٢٠میلادي کاله پورې له افغان حکومت نه د خپل ملاتړ پر دوام خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG