پر لويو لارو سفر، په لوى خطر بدل شوى

په افغانستان کې د لويو لارو په اوږدو کې د مسافرو د برمته نيونې د پېښې زياتېدو، پر دغو لارو سفر په لوى خطر بدل کړى دى.

مسافر وايي کله چې پر لويو لارو سفر پيلوي، ډاډه نه دي چې تر منزله دې ورسېږي.

د کابل د بس موټرو په يوه اډه کې په اندېښنو کې ډوب مسافر د بس موټرو په مرسته اوږده سفر ته انتظار کوي.

دغه مسافر وايي کندز ته روان دي، هغې سيمې ته چې څو ورځې مخکې مشکوکو وسله‏والو طالبانو له بس موټرو نږدې پنځوس مسافر کښته او له ځان سره بوتلل.

د کندز اوسېدونکي مشال غلامزي رويټرز اژانس ته وويل، داسې سفر ته يې ملا تړلې چې منزل ته رسېدل يې د خداى په لاس کې دي.

مشال غلامزی داسې سفر ته ملا تړلې چې منزل ته رسېدل یې د خدای په لاس کې دي.

ښاغلی غلامزی وايي:

"خپله خور، مور او وروڼه مې نه دي ليدلي. په خپل وطن کې سوالګر يم. دا که زما وطن واى، خو بايد په ازادانه ډول مې په کې تګ راتګ کولاى شواى. اوس په خپل وطن کې له کندهار نه کندز او له کندز نه نورو ولايتونو ته نه شم تلاى، اوس چې روان يم نه پوهېږم روغ به ورسېږم که نه."

د لويو لارو په اوږدو کې د مسافرو د برمته نيونې او وژنې زياتېدو يوازې پر دغو لارو تلونکو مسافرو ته اندېښنې نه دي پيدا کړي، بلکې چارواکو ته يې هم د دغو لارو د خونديتوب چاره سخته کړې ده.

دغو پېښو د هغې ستراتېژۍ په اړه پوښتنې ولاړې کړي چې له مخې يې د لويو لارو په اوږدو کې د امنيتي پوستو شمېر کم شوى دى، څو افغان پوليس او سرتېري په وسله‎والو طالبانو پسې د تلو چانس ولري. ناټو هم د دې ستراتېژۍ ملاتړ کړى دى. خو اوس پوښتنې ولاړې شوي چې ايا دا پالېسي موثره وه؟

رويټرز اژانس ليکي، د مې مياشتې له وروستيو راهيسې د افغانستان په ختيځ او شمال کې ٢٠٠ کسان تښتول شوي او لږ تر لږه ٢١ تنه وژل شوي دي.

په وروستيو کې د افغانستان په شمال کې کندز د مسافرو د برمته نيونې او تښتونې شاهد و.

د دې ولايت يو اوسېدونکى محمد اسماعيل وايي، د کندز پر لويو لارو د غلو له کبله ستونزې موجودې وې، خو اوس وسله‎وال د مسافرو لپاره په لوى ګواښ بدل شوي.

په افغانستان کې ګڼ کسان مجبوره دي پر لويو لارو په بس او نورو مسافر وړونکو موټرو کې سفر وکړي، ځکه د الوتکو په مرسته سفر ګران تمامېږي او الوتنې پر وخت نه کېږي. يا هم زياتو ولايتونو ته الوتنې نه کېږي.

د قدرت بس ټرانسپورت د شرکت يوه کارکوونکي احمد قسيم وويل اوس د پخوا په نسبت د مسافرو شمېر ډېر کم شوى دى.

دی وايي:

"د مسافرو تګ راتګ ډېر کم شوى، خلک بېرېږي چې ښکته‎يې نه کړي، نو نه شي تلاى. دوى ناراضه دي، چې دولت سم امنيت نه دى ټينګ کړى."

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي، ټولو امنيتي او دفاعي قواوو ته د مسافرو او ملکيانو د خونديتوب لپاره د جدي هڅو امر شوى دى. د دې شورا وياند تواب غورځنګ ازادي راډيو ته وويل د مسافرو برمته نيونه، د دښمن نوى تاکتيک دى.

غورځنګ: د مسافرو برمته نیونه د دښمن نوی تاکتیک دی.

ښاغلی غورځنګ زیاتوي:

"د افغانستان د ملي امنیت شورا ته به په دې اړه ډېر ژر یوه اساسي طرحه وړاندې شي او مخکې له دې چې دا پلان ترتیب شي د افغانستان ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د دستور استول شوی چې د ملکي خلکو تښتونې د مخنیوي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو منظمه او اغېزمنه استفاده وکړي."

د لويو لارو په اوږدو کې د مسافرو برمته نيونې افغان چارواکي هم اندېښمن کړي دي، دوى وايي چې په دې برخه کې پر موجوده تګلار بيا کتنه کوي.

خو په افغانستان کې هره ورځ په زرګونو کسان پر دغو لارو سفرونه کوي او دوى د خپل خونديتوب لپاره عملي اقداماتو ته په تمه دي.