د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

وزیري: د کندز د مسافرو د خلاصون لپاره له هرې ممکنه لارې کار اخلو


په کندز کې د وسله والو طالبانو لi خوا د تښتول شوېو مسافرو له برمته کېدو یوه اوونۍ تیریږي خو د افغانستان دفاع وزارت وایي ډېر ژر به دغه مسافر د مخالفینو له منګلو خوشې شي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د برمته شوېو مسافرو د ژغورنې لپاره هڅې روانې دي.

وزیري: د کندز د مسافرو د خلاصون لپاره له هرې ممکنه لارې کار اخلو
وزیري: د کندز د مسافرو د خلاصون لپاره له هرې ممکنه لارې کار اخلو

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"کوم کسان چې د مخالفینو له خوا نیول شوي وو بیا څو تنه یې و وژل شول او څو نور چې تراوسه خوشې شوي نه دي د هغې لپاره زموږ د پامیر فرقه ده هلته هغو له کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت سره ټول په دې لټه کې دي چې دغه مسافر سالم او سلامت بېرته د وسله والو مخالفانو له منګولو خوشې شي، د دوې لپاره چې هر څه ضرور وي پکار اچول کیږي ترڅو دوې ته زیان ونه رسیږي او خوشې شي."

د کندز د علي اباد ولسوالۍ په شین تیپه سیمه کې یوه اوونۍ مخکې د څلورو بسونو ۱۸۵ سورلۍ طالبانو ښکته کړې چې یو سل او پنځوس یې خوشې، ۱۳ یې ووژل او شل تنه یې له ځان سره بوتلل.

د کورنیو چارو وزارت بیا هماغه مهال وویل چې د شلو برمته شوېو کسانو له ډلې یې دولس کسان ازاد کړي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

سره له دې چې افغان چارواکي په کندز کې برمته شوي کسان ملکي وګړي ګڼي خو وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د امنیتي ځواکونو شل تنه یې چې ملکي جامې یې اغوستې وې، ورسره بیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په سرپل ولایت کې د ملي اردو د هغو پنځلسو تښتول شوېو امنیتي ځواکونو څرک هم نه لګیږي چې د هليکوپټرې له بیړنۍ ناستې وروسته طالبانو له ځان سره بیولي و.

له بلې خوا د کندز د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه چې امنیتي مسوولانو د تښتول شوېو مسافرو د خوشې کېدو لپاره لا هم کوم عملي اقدام نه دی کړی.

ولي: د کندز د برمته شوي مسافر لاهم د مخالفانو په منګلو کې دي.
ولي: د کندز د برمته شوي مسافر لاهم د مخالفانو په منګلو کې دي.

ښاغلي ولي زیاته کړه:

"له کومې ورځې چې دا پېښه شوې اوسه پورې برمته شوي کسان د مخالفانو په منګلو کې دي او مرګ سره لاس او ګریوان دي، تر اوسه د حکومتي ځواکونو له لوري داسې کوم عملیات نه دي شوي چې ساحه تثبیت شوي وي او دا څو ورځې یوازې په خولې ژمنې ورکول کیږي خو تر اوسه کوم عملي اقدام نه دی شوی."

نوموړي وویل، کوم معلومات چې د دوی د مؤکلینو له خوا ورسره شریک شوي ویل کیږي برمته شوي کسان د ملي اردو او پولیسو مربوط دي او حکومتي کسان دي.

ښاغلي ولي وویل، دغه مسافر په دې خاطر تښتول شوي چې وسله وال طالبان پر حکومت یو ډول فشار راوړي څو د حکومت په بند کې خپل یو شمېر کسان تبادله کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG