د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

خرم: که د مسافرو برمته نیونې دوام وکړي ناوړه عواقب به ولري


د افغانستان د ټولنیز عدالت مدني غورځنګ وايي، د هېواد د اساسي قانون له مخې د ملي یووالي حکومت مکلف دی چې د خلکو د مال او ځان امنیت خوندي کړي.

د دغه غورځنګ غړي رومل خرم د جمعې په ورځ په یوه خبري ناسته کې خبرداری ورکړ، که په لوېو لارو کې د مسافرو برمته نیونې دوام ورکړي، نو ناوړه عواقب به ولري.

ښاغلي خرم زیاته کړه:

"نور نو د افغانانو د صبر کاسه ډکه شوې ده، د داسې یو وضعیت دوام او د حکومت د بې توجهي له امله به افغانان ارام کینه ني او په پراخو مظاهرو به لاس پورې کړي چې بیا به یې د ناوړو پایلو مسؤلیت د دولت په غاړه وي."

ښاغلي خرم د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون او د علماو په شورا غږ وکړي چې په دې برخه کې چوپه خوله پاتې نه شي او خپل غږ اوچت کړي.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د کندزــ کابل په لویه لار د څلورو بسونو ۱۸۵ سورلۍ طالبانو وتښتولې، شاوخوا ۱۶۰ تنه یې خوشې کړل، ۱۲ کسان یې ووژل او لا هم اته کسان ورسره دي.

وسله والو طالبانو د کندرــ تخار په لویه لاره د دوو بسونو ۴۷ سورلۍ له ځانه سره یوړې
وسله والو طالبانو د کندرــ تخار په لویه لاره د دوو بسونو ۴۷ سورلۍ له ځانه سره یوړې

د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه جلاپېښه کې وسله والو طالبانو د کندرــ تخار په لویه لاره د دوو بسونو ۴۷ سورلۍ له ځانه سره یوړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندز- تخار په لویه لار کې د تښتول شوېو مسافرو له ډلې ډېر کسان خوشې شوي دي.

د افغانستان د حکومت اجراییه ریاست مرستیال ویاند وايي چې د پاتې مسافرو د خلاصون لپاره په سیمه کې پوځي عملیات روان دي.

جاوید فیصل ازادي راډيو ته وویل چې د ملي امنیت په شورا کې افغان امنیتي ځواکونو ته دنده سپارله شوې چې په لوېو لارو کې د مسافرو امنیت ته جدي پام وکړي.

فیصل: د پاتې مسافرو د خلاصون لپاره په سیمه کې پوځي عملیات روان دي.
فیصل: د پاتې مسافرو د خلاصون لپاره په سیمه کې پوځي عملیات روان دي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"په ټوله کې افغان حکومت د یو مسوول حکومت په توګه دنده لري چې د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره ځیني اقدامات وکړي، په ځانګړي توګه په دې مسئله د ملي امنیت په شورا کې د حکومت د پالیسي په کچه بحثونه شوي دي، امنیتي ځواکونو ته ځانګړي لارښوونې شوي دي په لوېو لارو کې د ولسي خلکو د ساتنې لپاره لازم تدابیر ونیسي په دې برخه کار روان دی."

د افغانستان ولسي جرګې هم په لوېو لارو کې د وسله والو طالبانو له لوري د مسافرو په برمته نیونې او د هغوی په ژول کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

د دغې جرګې اداري پلاوي او غړي له حکومته غواړي چې د پاتې برمته شوي کسان د ژر خلاصون لپاره جدي اقدامات وکړي او په لوېو لارو کې دې د مسافرو امنیت خوندي کړي.

د افغانستان دفاع وازارت ازادي راډیو ته ویلي و، د مسافرو د خلاصون لپاره په د پوځي عملیاتو په ګډون له ټولو ممکنه لارو چارو ګټه واخلي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG