عیار: په انتخاباتو کې باید د سیاسي ګوندونو رول پياوړی شي

د افغانستان د سیاسي ګوندونو، مدني او ټولنیزو بنسټونو کور له افغان حکومت او ولسي جرګې غواړي چې د انتخاباتي اصلاحاتو د لس ماده يي طرحې اصلاحي موارد ژر تر ژره تصویب او توشیح کړي.

د دغه کور مسؤلین وايي ډېری ګوندونه په دې ټینګار کوي چې په انتخاباتو کې د دوی رول باید پیاوړی او انتخاباتي سیسټم هم په مختلط او د انتقال وړ رایو په سیسټم بدل شي.

د افغانستان د سیاسي ګوندونو، مدني او ټولنیزو بنسټونو کور وايي چې په انتخاباتو کې د سیاسي ګوندونو د رول په پیاوړي کېدلو سره به په افغانستان کې شفاف انتخابات تر سره او ملت ته به یو ځواب ورکونکې پارلمان رامنځته شي.

د دغه کور رئیس محمد عمر عیار د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت او ملي شورا باید په دې برخه کې د انتخاباتي اصلاحاتو د لس ماده يي طرحې اصلاحي موارد ژر تر ژره تصویب او توشیح کړي.

د ښاغلي عیار په وینا د ډېریوو سیاسي ګوندونو غوښتنه همدا ده چې په انتخاباتو کې باید د دوی رول پیاوړی شي.

د انتخاباتي سیسټم باید مختلط او د انتقال وړ رایو په سیسټم بدل شي

هغه زیاته کړه:

"زیاتره ګوندونه په دې ټینګار کوي چې د دوی رول باید پیاوړی شي او د انتخاباتو سیسټم باید مختلط او د انتقال رایو سیستم وي، تر څو سیاسي ګوندونه وکولای شي چې حضور پیدا کړي په کمپاینونو کې کار وکړي او ډېری افغانان راشي د رایو صندوق ته او رایه ورکړي."

د افغانستان د انتخاباتي اصلاحاتو د کمېسیون په لس ماده يي طرحه کې راغلي چې انتخاباتي نظام باید داسې بدلون ومومي چې د سیاسي ګوندونو د ونډې اخیستنې او پرمختګ لامل شي او د افغانستان د حکومتوالۍ په سیسټم کې د سیاسي ګوندونو اغیزمن رول ته زمینه برابره کړي.

د دغه طرحې له مخکې چې رایې به په کې د انتقال وړ وي د ولسي جرګې په ۲۵۰ څوکیو کې د درې ښځو په ګډون لس څوکۍ کوچیانو ته، یوه څوکۍ اهل هنودو ته، یو ثلث څوکۍ سیاسي ګوندونو ته او پاتې نورې به د ۶۵ ښځو په ګډون خپلواکو کاندیدانو ته ورکول کېږي.

ویل کېږي چې نن سبا په افغانستان کې له سلو څخه زیات سیاسي ګوندونه موجود دي چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د بن تر تفاهم لیک وروسته د افغانستان له عدلیې وزارت سره ثبت شوي دي.

خو د افغانستان د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسیون رئیس سید محمد حسن شریفي بلخابي وايي چې دغه طرحه د نظر ورکونې او تعدیلاتو د راوستلو لپاره دولس ګونو کمېسیونونو ته لېږل شوې ده:

دغه طرحه د تعدیلاتو لپاره دولس ګونو کمېسیونونو ته لېږل شوې ده

"قانون ولسي جرګې ته راغی او بیا زموږ کمېسیون ته راورسید، موږ دوه ورځې پې کار وکړ، لازم تعدیلات مو رامنځته کړل او ومو لېږو نورو کمېسیونونو ته، لا د کمېسیونونو نظریات موږ ته نه دي رارسېدلي چې د دوی نطرونه او تعدیلات موږ ته راورسیدل بیا پرې ګډه جلسه نیسو او بیايي د عمومي غونډې په اجندا کې رایې ته کېږدو."

په ورته وخت کې د افغانستان د یو شمېر سیاسي ګوندونو غړي او مشران هم د انتخاباتي اصلاحاتو د کمېسیون د دغې طرحې هرکلی کوي.

د سولې د ملي اسلامي ګوند مشر شا محمود پوپل وايي چې د یو سالم حکومت او پارلمان، شفافو انتخاباتو او خلکو ته د ځواب ګویه مراجعوو د رامنځته کولو لپاره د دې طرحې عملې کېدل ډېر اړین دي.

راپور: اجمل تورمان