د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

دانش: ولسي جرګه دې د انتخاباتي اصلاحاتو فرمان ژر تصویب کړي


د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش
د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش

د افغانستان حکومت پر ولسي جرګې غږ کړی چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان ژر تر ژه تصویب کړي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت د ولسي جرګې او د ولسوالۍ د شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو ژمنه کړې د ولسمشر دوهم مرستیال پرون وویل چې حکومت خپل مسوولیت ترسره کړی او اوس ولسي جرګه باید خپله برخه مسوولیت ترسره کړي.

د ولسمشر دوهم مرستیال له ولسي جرګې غوښتي چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان ژر تر ژره تصویب کړي.

حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر اشرف غني تقنیني فرمان دوه اوونۍ مخکې له یو لړ تعدیلاتو وروسته د پارلماني چارو د وزارت له لارې ملي شورا ته واستاوه خو تر اوسه نه دی تصویب شوی.

د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش پرون د پارلماني چارو وزارت د نوې ودانۍ د پرانیستو غونډې ته په وینا کې د دې فرمان د سمدستي تصویب غوښتنه وکړه:

"زما هیله دا ده چې خپل کار چټک کړئ چې دا فرمان تصویب شي او د انتخاباتي اصلاحاتو چارې پیل شي څو د انتخاباتي اصلاحاتو د کار له پیل سره په نژدې راتلونکې کې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات ترسره شي."

ښاغلي دانش وویل چې حکومت د پارلمان او ولسوالۍ د شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو هوډ کړی او ځکه انتخاباتي اصلاحاتو ته د خپلو اجرااتو په سر کې لومړیتوب ورکوي.

حکومت د پارلمان او ولسوالۍ د شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو هوډ کړی
حکومت د پارلمان او ولسوالۍ د شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو هوډ کړی

د ولسمشر دوهم مرستیال زیاته کړه چې حکومت خپل مسوولیت له ژمنې سره سم ترسره کړی او اوس ملي شورا مسووله ده چې خپله برخه مسوولیت ترسره کړي.

سرور دانش همدا راز د هغو مکلفیتونو یادونه وکړه چې افغانستان یې د انتخاباتو د ترسره کولو په برخه کې د نړیوالو په وړاندې لري:

"موږ ټول- هم حکومت او هم تاسو د افغانستان د خلکو په ذهنیتونو کې او د نړیوالې ټولنې له خوا تر سوال لاندې یو. خو موږ د ځینو هغو ژمنو له مخې چې دوی له موږ سره کړي، متقابلې ژمنې لرو. انتخابات او انتخاباتي اصلاحات له دې ژمنو څخه دي."

د افغانستان حکومت له ملي شورا څخه د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان د تصویب غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د ملي شورا کاري دوره ډیر وخت مخکې پای ته رسیدلې.

د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به د را روانې تلې یا میزان د میاشتې په وروستیو کې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG