د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

ټیفا: ډېری بنسټونه د انتخاباتو د ځنډېدو هڅه کوي


ټیفا یا د افغانستان د رڼو انتخاباتو بنسټ وايي، د لازم چمتوالي نه موجودیت او اوسنیو حالاتو ته په کتو په ټاکلي وخت کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شورا ګانو د انتخاباتو ترسره کول ناممکن دي.

نوموړی بنسټ وايي، له تخنیکي، امنیتي او لوژیستکي پلوه د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د انتخاباتو لپاره چمتوالي نشته او فکر نه کیږي چې دغه انتخابات دې په ټاکلې موده کې ترسره شي.

د دغه بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده د پنجشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې انتخاباتو پورې مربوط ډېری بنسټونه، نړیواله ټولنه، افغان حکومت او ملي شورا د انتخاباتو ترسره کولو ته علاقمندي نه لري.

یو شمېر سیاسي لوبغاړي متاسفانه د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره علاقمندي نه لري.
یو شمېر سیاسي لوبغاړي متاسفانه د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره علاقمندي نه لري.

د ښاغلي ایوب زاده په خبره دغه بنسټونه په یوه ډول هڅه کوي چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شورا ګانو انتخابات وځنډیږي:

"په روان کال کې د انتخاباتو ترسره کېدل نا ممکن دي هر څوک که هغه حکومت وي او که سیاسیون وي که دوی په دې باور وي چې انتخابات به روان کال کې وشي عوام فریبي کوي، د ملي یووالي د حکومت مشران، ځیني وکیلان او د نړیوالې ټولنې یو شمېر سیاسي لوبغاړي متاسفانه د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره علاقمندي نه لري."

ایواب زاده له حکومته وغوښتل چې په موقع د انتخاباتو په اړه کړې ژمنې عملي کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د افغان حکومت په غوښتنه د روان ۱۳۹۵ کال د تلې څلورویشتمه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته ټاکلي.

له دې وړاندې د خط نو په نوم بنسټ او د ولسي جرګې ځینو غړو هم ویلي و ګمان نه کوي چې حکومت په ټاکلې موده کې انتخابات ترسره کړي.

"حکومت د انتخاباتو لپاره سیاسي اراده نه لري"
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:24 0:00

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټ یا (ایوا) هم ویلي که انتخاباتي اصلاحات رامنځته نه شي په ټاکلي وخت کې د انتخاباتو ترسره کول به ممکن نه وي.

افغان حکومت کابو دوه اوونۍ وړاندې د انتخاباتي اصلاحاتو دوهم فرمان له یو لړ تعدیلاتو وروسته ولسي جرګې ته واستوه خو دغه فرمان تراوسه د ولسي جرګې له لورې نه دی تصویب شوی.

خو د جمهوري ریاست مسولین وايي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به په خپل وخت کې ترسره شي.

د ریس جمهور د ویاند مرستیال دوا خان مینه په دې اړه آزادي راډیو ته وویل:

"دولت پر وخت د ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دی او د خپلې ژمنې مثال مو دادی چې د غواروي کمیټه چې په اړه یې د ولسمشر فرمان همدا اوس په ولسي جرګه کې دی دا ټول ددې ښکارندوي کوي چې دولت پر وخت د انتخاباتو کولو ته ژمن دي او دا به کیږي."

په وخت د انتخاباتو د ترسره کولو غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې د انتخاباتو ټاکل شوې نیټې ته شااوخوا پنځه میاشتې پاته دي، خو نه دې انتخاباتو ته د بودجې او نه هم د نوم لیکنې په برخه کې پرمختګونه ترسترګو کیږي.

د ټيفا مشر وایي، که حکومت په خپل وخت انتخابات ترسره نه کړي، په انتخاباتو به د خلکو باور کم او له ډیموکراسۍ او د خلکو د حقونو له تائمین سره به لویه جفا وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG