سږ کال په پکتيا کې ۱۰۱۳ جريبه ځمکه باندې باغونه جوړ شوي

سږ د ونو او نيالګيو کېنولو په موسم کې په ټوله پکتيا کې تر ۱۰۰۰ جريبونو زياته ځمکه باندې د کرنې او اوبو لګولو رياست له لوري مېوه لرونکي باغونه جوړ شوي دي.

د پکتيا کرنې رياست چارواکي وايي چې سږ يې د دې ولايت په بېلابېلو برخو کې تر ۱۰۰۰ جريبونو زياته ځمکه باندې باغونه جوړ کړي دي چې له باغدارانو سره به تر ثمر رسېدو پورې د باغونو په پالنه او روزنه کې هم برخه واخلي.

د پکتيا کرنې او اوبو لګولو ريس ذبيح الله حسن زي ازادي راډيو سره د يوې مرکې په ترڅ کې وويل چې د دې ولايت په ۱۰ ولسواليو کې يې ۱۰۱۳ جريبه ځمکه باندې باغونه جوړ کړي دي.

په ټولو ولسواليو کې يې خاورې ته په کتو د بېلابېلو مېو باغونه جوړ کړي

ښاغلي حسن زي زیاته کړه:

"په لسو ولسواليو کې موږ د خلکو لپاره ۱۰۱۳ جريبه ځمکه باغونه جوړ کړي دي چې په دې کې مختلف باغونه دي، لکه زردالو، شفتالو، مڼه او انګور شامل دي چې دغه نيالګي کېنول شوي او انشاالله په درېيو کلونو کې رسيږي."

نوموړی زياتوي، په ټولو ولسواليو کې يې خاورې ته په کتو د بېلابېلو مېو باغونه جوړ کړي او په خبره يې په دې ولايت کې د مڼو باغونو ډېره ښه نتيجه ورکړې ده چې هر کال يې مڼې نړيوالو بازارونو ته تللې او ښه مارکېټ يې موندلی دی.

حسن زی وايي، د تېرو کلونو په اوږدو کې جوړ شوي باغونه يې ښه پالل شوي او مڼو يې په نړيوالو نندارتونو کې لومړی مقامونه هم ګټلي دي، خو د باغ لرونکو له لوري ورته په پرلپسې ډول د بازار نشتوالي ستونزه ياده شوې چې د حل لپاره يې دوی اقدام کړی دی:

"کوم نيالګي مو چې خلکو ته په باغونو کې کېنولي دي، د هغوی شاخه بوري او د ناروغيو په مقابل کې د دارو درملو او د باغدارانو ټرېنېنګونه زموږ مسوليت دی او دغه مسوليت تر هغه دوام کوي چې د دوی باغونه مېوه ونيسي او له ستونزو وژغورل شي خو تر هغه لوی مسوليت مو بيا دا دی چې دوی د مېوو د خرڅلاو بازارونه پيدا کړو."

د ده په خبره، که چېرته کرنې او اوبو لګولو وزارت د دوی د باغدارانو ستونزې جدي ونيسي او د مېو لپاره يې مارکېټ پيدا کړي ورځ تربلې به يې په ولايت کې مېودار باغونه زيات شي.

د کرنې رياست چارواکي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د دې ولايت په اکثريت ولسواليو کې د مثمرو ونو ډېر زيات باغونه جوړ شوي چې د باغدارانو په وينا مېوې يې د مارکېټ نشتوالي له امله په باغونو کې خرابيږي.

داود تپان- پکتيا