د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

پکتیا: د ولايتي شورا وکيل د کرنې رياست نيالګي خرڅ کړي


د پکتيا ولايت زراعت رياست چارواکي وايي چې احمدخېلو او ځاځي اريوب ولسوالۍ د نيالګيو سهم د ولايتي شورا وکيل سردار ملنګ زوی له دوی څخه په زور وړي دي.

په پکتيا کې د کرنې ريس ذبيح الله حسن زی وايي، سږکال يې د خلکو د غوښتنو پر اساس د نيالګيو نهالولو يو منظم جدول جوړ کړی ولايت مقام او وزارت ته يې کاپيانې سپارلې او له دوی سره هم موجود دی:

"دا هم دقيقه نه شم ويلای، د هرې ولسوالۍ سهم په جدول کې موجود دی، په دې کې دروغ نه شي ويل کېدی، ځکه کاپي يې له ولايت مقام، وزارت سره او موږ سره هم شته، هرې ولسوالۍ کې موږ د ترويج مدير لرو، کوم سهم دی، کوم نيالګي دي هرڅه له هيتانو سره موجود دي."

نوموړی دا هم وايي، د دوو ولسواليو احمدخېلو او ځاځي اريوب نيالګي له ده څخه د ولايتي شورا وکيل سردار ملنګ زوی د وسله والو په زور وړي دي او په خبره يې د احمد خېلو ولسوالۍ د کرنې د ترويج مدير معلوماتو له مخې چې وکيل وړي نيالګي دوی ته نه دي رسيدلي:

"دا که زه ووايم چې مشکل بې حده ډېر زياته وو، دوی يعنې وکيل صاحب ډېر زياته عجله لرله، د دې پر ځای چې موږ ته غوږ ونيسي او زموږ مسوليتونو ته وګوري، دوی لاړل له ګودام څخه يې نيالګي په زور بار کړل، د پلورلو به يې څه نه وايم، زموږ کارکوونکی چې له احمدخېلو څخه راغلی وو، وايي هغه نيالګي موږ ته نه دي راوړل شوي او د شخصي حجرو او جوماتونو مخ ته لږول شوي دي او هغه سهم موږ ته نه دی رسېدلی او هغه معلومات کړي دي چې په بازارونو کې خرڅيږي."

دا خبره چې د ځينو ولسواليو سهم د ولايتي شورا وکيل سردار ملنګ زوی په زور وړی دی، د پکتيا ولايتي شورا ځيني نور وکيلان هم تاييدوي وايي چې د دې ډول زورواکيو مخه دې ډب شي او اداره دې دغه خلک وپلټي.

د پکتيا ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري وایي:

"ماته د ولسواليو د ترويج مديرانو زنګ کړی دی چې د دوی سهميه د زارعت رياست څخه وکیلانو په زور وړې ده او موږ جدي غوښتنه کوو چې زراعت رياست او ولايتي او مرکزي اداره دا وپلټي او موږ د دې عمل غندنه کوو، نور بايد زور واکۍ او د چور کولو دا کلتور له منځه يوسو."

د ګردېز ښار او ځينې ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د دوی لپاره د زراعت رياست له خوا ځانګړي شوي نيالګي چې بايد په وړيا ډول دوی ته ورکړل شوي وی په ښار او ولسواليو کې پلورل کيږي.

دغه تورونه چې سردار ملنګ زوی په زور له کرنې رياست څخه نيالګي وړي او بيا په بازار کې پلورل کيږي، نوموړی نه مني وايي چې د کرنې رياست ريس ذبيح الله حسن زي پرې نيالګي پلورلي او ده وړي دي:

"د زراعت ريس چې کومه خبره کړې دا ټول دروغ دي، که کوم اسناد او شواهد لري رامخ ته دې يې کړي چې کومې خبرې دی کوي، دغه ونې ده خرڅې کړې دي اول يې په ما خرڅ کړي دي ۸۰۰۰ افغانۍ مې ورکړې دي او ونې يې راکړې او ما خلکو ته بيا په وړيا ډول ورکړي دي، زه د دې ثبوتونه لرم."

نوموړی دا هم وايي چې د احمدخېلو او ځاځي اريوب ولسواليو سهم يې نه دی وړی او نه زراعت رياست کوم ثبوت لري چې ده دغه نيالګي په زور وړي او بيا يې په بازار کې پلورلي دي.

د چارو کتونکي او مدني فعالان له ولايتي ادارې څخه غوښتنه کوي چې د وکيل او زراعت ريس ترمنځ دغه قضيه په ښه ډول وڅيړي او بيا ولس ته روښانه کړي چې نيالګي څه شوي او په کوم لور وړل شوي.

دا جنجال په داسې مهال راپورته کيږي چې د پکتيا ولايتي ادارې د روانې مياشتې په نيمايي کې ژمنه وکړه چې سږ به په ټوله پکتيا کې د سرسبزۍ لپاره پينځه سوه زره مثمر او غير مثمر نيالګي نهالوي چې ډېره برخه يې باغونه جوړوي.

راپور- داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG