د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

په پکتیا کې د بازار نشتوالي له امله ټنونه مڼې خرابې شوې


د پکتيا باغ لرونکي او سوداګر وايي، چې د مرکزي حکومت د نه پاملرنې او بازار نشتوالي له امله يې په ټنونو مڼې خرابې شوې او ورستې شوې دي.

د پکتيا سوداګرۍ او صنايعو خونو رياست چارواکي هم د سوداګرو او باغ لرونکو دا خبرې مني وايي، چې د مڼو په برخه کې سږکال د تېرو کلونو په پرتله دوه چنده زيات محصولات لري، خو د بازار او مارکېټنشتوالي له امله يې زياته اندازه مڼې خرابې شوې دي.

د پکتيا د باغ لرونکو د اتحاديې مشر حاجي ياسين منګل وايي، سږ يې مڼې نه ګاونډي هيواد پاکستان ته صادريږي، نه هيند او نه په کور دننه کوم بازار ورته لري، چې دوی له تاوانه بچ شي:

((زياتې خو مو په دې شکايتونو خولې وشکېدې، چې د مڼو حاصلات زيات دي، سرد خانې نه لرو، محلي سردخانې نه، دا خو موږ هم زېرخانې لرو، لويې سردخانې چې ټولې مڼې پکې وساتل شي او په عصري وسايلو سمبال وي، د جوسو فابريکه نشته، چې دغه مڼې چې له بسته بندۍ نه پاتې کيږي، چې جوس پکې جوړ کړو او موږ دومره ځمکه نه لرو، چې په دې کې سردخانې جوړې کړو او نه دومره پيسې لرو، چې دا کار وکړو، هند ته د ټرانزيټ، پاکستان ته د کېشټم، دوبۍ ته لارې مشکلات دي، زموږ مڼې دلته پرته دي.))

نوموړی له مرکزي حکومته غواړي چې په پکتيا کې د مڼو د ساتنې او مصرف لپاره ځانګړي سيسټمونه جوړ کړي، سړې خونې، د جوسو فابريکې او د منظم مارکېټ جوړول به دغه محصولات په راتلونکي کې نور هم زيات کړي.

په پکتيا کې د سوداګرۍ او صنايعو خونو عامل ريس ډاکټر نصير عالميار وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله رښتيا هم دلته د مڼو محصولات زيات شوي دي، خو د منظم مارکېټ او صادرېدو سیسټم نشتوالي له امله باغ لرونکي شکايت لري او مڼې يې خرابې شوې دي:

((مڼو سږ کال محصولات چې موږ درلود، د ۹۳ کال په پرتله زيات شوې دي، هلته مو لس زره ټنه محصولات لرل او سږ کال ۲۰ ټنو ته رسيږي، چې دې حاصلاتو افزايش کړی دی.))

دی زياتوي، حکومت بايد د دې برخې لپاره ښه تدابير ونيسي، چې باغ لرونکي په راتلونکي کې لا وهڅيږي او د دوی محصولات په مستقيم ډول هند او چين ته صادر شي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونو رياست چارواکي د مڼو حاصلاتو زياتوالي لاملونه په پکتيا کې د خلکو پام د مڼو د باغونو جوړولو ته ګڼي.

د يادې ادارې د مديره هيت غړی بادام ګل يار وايي، د مڼو حاصلات ځکه په دې ولايت کې زيات شوي دي، چې د کرنې او مالدارۍ رياست خلک د باغونو جوړولو ته هڅولي دي ولې اوس خلک د حاصلاتو د ضايع کېدو سره مخ دي:

((د مڼو په حاصلاتو کې ۵۰ فيصده زياتوالی راغلی دی، تېر حکومت يو څه اندازه کار وکړ، خلک يې باغونو جوړولو ته تشويق کړل، ځينې مڼې بهر ته صادرې شوې مارکېټ ورته پيدا شو او په کور د ننه يې هم بازار درلود ولې دا کار بېرته پاتې شو او همدا لامل وو، چې باغونه زيات شول ولې اوس د خلکو مڼې همداسې پرتې دي.))

دی وايي، مرکزي حکومت بايد د دې سيمې د خلکو خواري په اوبو لاهو نه کړي او په دې برخه کې ورته ځانګړې پاملرنه وکړي، چې په راتلونکو کلونو کې به دا حاصلات باغونو ته په کتو تر يو لک ټنه هم زيات وي، نو بيا به دا خلک په دې مڼو څه کوي؟

د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، چې دوی د خپل وس او امکاناتو تر اندازې د باغ لرونکو سره مرستې کړې دي، د مڼو د باغونو د نيالولو، ساتنې د امراضو د مخنيوي لپاره يې د دوا ورکولو تر بريده مسوليت ادا کړی او د سړخونو په برخه کې هم ورته کار کړی دی، خو د محصولاتو زياتوالي او مارکېټ جوړېدو په برخه کې بايد حکومت په لويه کچه کار وکړي.

باغ لرونکي دا ستونزې په داسې مهال يادوي، چې سږ کال د تېر کال په پرتله د مڼو دوه چنده زيات محصولات شوي دي، د سوداګري او صنايعو خونو د چارواکو په خبره، تېر کال دوی لس زره ټنه مڼې درلودې، چې سږ کال شل زره ان تر ۲۵ زره ټنه مڼو پورې محصولات لري.

تېر کال دغه مڼې ګاونډي هيواد پاکستان او له هغه ځايه هند ته لېږدول کېدې ولې سږ کال ټولې مڼې په باغونو کې د خرڅلاو لپاره پرتې دي، خو سوداګر نه لري.

راپور- داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG