د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

په خوست کې د بزګرانو له پاره نهه زره باغونه جوړیږي


د افغانستان د کرنې وزارت د مالدارۍ او بڼوالي ملي برنامه په پام کې لري چې د خوست بزګرانو له پاره په بېلابېلو سیمو کې ۱۰زره د میوه لرونکو نیالګیو یو جریبه باغونه جوړ کړي او بیا تر پنځو کلونو پورې د هغو باغونو څخه پالنه او څارنه وکړي.

د باغونو د جوړولو سره په څنګ کې بزګرانو ته د باغدارۍ ټول اړین توکي هم ورکول کیږي او تر پنځو کالونو پورې به د کرنې فني او مسلکي مامورین له یوې خوا د بڼوالۍ د بېلابېلو برخو په اړه بزګرانو ته روزنیزې برنامې جوړوي او بل لوري ته به له باغونو پرلپسې څارنه کوي.

د بڼوالۍ په اړه رونیزو برنامو او ټرنینګونو کې به بزګران په مسلکي توګه د باغونو جوړول، د ونو د څانګو قیچي کول، د ونو دواء پاشي، د سرې ورکول، د میوو راټول او میوو ته د مارکېټ موندنې لارې چارې زده کوي او د بڼوالۍ له مسلکي میتودونو سره به بلدیږي.

د خوست د کرنې او مالدارۍ رئیس نیازمحمد لعلی ځدراڼ وايي، په یاد ولایت کې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه چې د نړېوال بانک په مالي همکارۍ تمویلیږي، په اول ګام کې د یو کال په موده کې لس زره یو جریبه باغونه جوړوي او که د بزګرانو او خلکو لیوالتیا ډېره وه، نو ممکن دا برنامه نوره هم پراخه شي:

"دا د بانک جهاني له خوا نه تمویلیږي، دې له پاره کافي بودجه موجوده ده، موږ په پلان کې لرو چې په حدود ۱۰ زره یو جریبه باغونه په خوست کې جوړ کړو، اما نور دا د خوست خلکو پورې اړه لري چې دوی دې باغونو ته څومره لېوالتیا ښيي، څومره دلته قرعیه جات موجود دي، دوی په کوم قسم باغونه غواړي، ځکه باغ موږ د خلکو په خوښه باندې جوړوو."

د خوست د کرنې رئیس وړاندې وايي، چې تر پنځو کالونو پورې به د دوی فني او مسلکي پرسونل له باغونو څارنه کوي او په دې موده کې به د بڼوالۍ د بېلابېلو برخو په اړه هم بزګرانو ته روزنه ورکول کیږي:

"اصلاً موږ د یو باغدار سره تر پنځو کالونو پورې کمک کوو، پس له پنځو کالونو نه بزګر هم بهترین مالومات په لاس راوړي، د شاخه بري او دواء پاشي په حصه کې ټرنینګ کیږي، د سرې ورکولو، اوبه کولو او نور برخو کې دوی ته پوره روزنه ورکول کیږي."

په خوست کې د مالدارۍ او بڼوالۍ د برنامې مشر ډاکټر نقیب الله وايي، تر اوسه په دې سیمه کې د مالدارۍ او بڼوالۍ هغه عنعنوي بڼه رواج لري، که چېرې بزګران د بڼوالۍ مسلکي میتودونه زده کړي، نو د بزګرانو د میوو حاصلات به ډېر شي او د باغونو له ځمکو به په یو وخت د دوو فصلونو پیدا وار لاسته راوړي:

"زموږ خلک اوس هم باغونه جوړوي او مالداري کوي خوا په عنعنوي ډول ده، په عصري ډول نه ده، په مسلکي ډول نه ده، که موږ دا برنامه په خوست کې پلي کړو، هغه مالدار او باغدار به په دې پوۍ شي چې موږ څه ډول میوه راجمع کړو، کوم نسلونه ډېر کړو او کومې ونې په باغونو کې کېنوو، په څه ډول خپلو حاصلاتو ته مارکیټ پیدا کړو، د ونې لاندې سبزي کاري هم موږ کولای شو، په حقیقت کې د یو پټي نه په یو وخت کې دوه فصله اخیستلای شو."

د یادونې وړ ده څلور لسیزې وړاندې خوست د حکومت په چوکاټ کې یو شمېر مشهور او پراخ د میوو باغونه لرل، چې په یو وخت به په کې زرګونو کسانو د لاس مزدوري کوله، دوی ته به د باغونو له پیداوار څخه د ورځې مزد ورکول کیده، خو اوس د دې باغونو زرګونه جریبه ځمکې غصب شوي، په ځنو کې حکومت یو شمېر برنامې پلي کړي او بیا پاتې باغونه د نه پالنې او نه پاملرنې د لاسه له پیدا واره لویدلي دي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG