د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د اروپايي هېوادونو خبرداری: ایران دې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون نه‌کمزوری کوي


 د ایران له‌خوا په‌دې تړون کې د ځینو ژمنو څخه په شا کېدل، دا تړون کمزوری کوي.
د ایران له‌خوا په‌دې تړون کې د ځینو ژمنو څخه په شا کېدل، دا تړون کمزوری کوي.

د نړۍ یو شمېر پیاوړو هېوادونو له ایرانه غوښتي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون ته دې ژمن پاتې شي.

دا غوښتنه په‌داسې حال کې کېږي چې ایران د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، د غني شویو یورانیمو زېرمه‌یې ۳۰۰ کیلوګرامو ته رسولې ده.

ایران د یورانیمو په غني کولو کې له هغه حده پښه اړولې چې څلور کاله مخکې ورته د ایران او نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ شوي تړون کې ټاکل شوی و.

لوړپوړي اروپايي ډیپلوماتان وايي، یوازې په هغه صورت کې دې تړون ته ژمن پاتې کېږي چې ایران هم تړون ته خپلې ټولې ژمنې پر ځای کړي.

د فرانسې، بریتانیا او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، د ایران له‌خوا په‌دې تړون کې د ځینو ژمنو څخه په شا کېدل، دا تړون کمزوری کوي.

ایران د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د غني شویو یورانیمو اندازه‌یې درې سوه کیلوګرامو ته رسولې ده.

د اروپا د بهرنیو چارو پر وزیرانو سربېره، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې ایران باید د خپلو غني شویو یورانیمو زېرمه هغه حد ته راولي چې په اټمي تړون کې پرې موافقه شوې ده.

چین چې له ایران سره د اټمي تړون یو لاسلیک کوونکی دی، د دې هېواد له‌خوا له ټاکلي حد په زیاته اندازه د یورانیمو په غني کولو یې خواشیني ښودلې ده، خو پیکېنګ ملامتي د امریکا پر متحده ایالاتو اچولې او ویلې یې دي، له حد زیات فشار د ایران د دې اقدام سبب شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ وویل چې له ایران او اروپايي هېوادونو غواړي څو خپلې ژمنې پر ځای کړي: "له خپلو ایراني دوستانو څخه غواړو چې له زغمه کار واخلي. په هېڅ ډول دې احساساتي کېږي نه. څو د اټمي تړون مهمې مادې، د نړیوالې اټمي ادارې سره ژمنې او په هوکړه‌لیک کې نور مقررات وساتل شي."

د اروپايي ټولنې له دې اندېښنو سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر خپل ټویټر لیکلي، هېواد به‌یې تر هغې اټمي تړون ته ژمن پاتې شي، څو اروپايي هېوادونه د تهران پر وړاندې خپلې اقتصادي ژمنې عملي کړي.

تهران غواړي چې اروپايي هېوادونه دې له ایرانه تېل واخلي، خو هغوی خپله محاسبه لري او ښايي نه‌غواړي چې د امریکا د بندیزونو خلاف ګام واخلي.

د ایران سره څلور کاله مخکې د لاسلیک شوي اټمي تړون د پنځو لاسلیک کوونکو هېوادونو غبرګونونه په‌داسې حال کې رامخې ته کېږي چې د دې تړون شپږم لوری یعنې د امریکا متحده ایالات تېر کال له دې تړون په یو اړخیز ډول ووتل او بېرته‌یې پر ایران بندیزونه ولګول چې د ایران اقتصاد یې زیانمن کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د دوشنبې په ورځ وویل، ایران باید د یورانیمو غني کول ودروي او هېڅ اټمي جوړجاړی باید دې هېواد ته اجازه ورنه‌کړي چې کله هم د یورانیمو په غني کولو لاس پورې کړي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG