د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۲

د لارو د بندېدو له کبله په افغانستان کې سمینټ کم شوي او ودانیزې چارې ټکنۍ شوي


په پلازمینه کابل او یو شمیر ولایتونو کې د ودانیزو شرکتونو مسوولان وايي، پاکسان سره د لارو په بندیدو سره د سېمېنټو بیې لوړې شوې دي.

له پاکستان سره د افغانستان لارو بندیدو په افغانستان کې د ودانیزو شرکتونو کار له ستونزو سره مخامخ کړی.

د دې شرکتونو یو شمیر مسوولینو ازادي راډیو ته وویل چې د سېمېنټو بیې په بازارونو کې په بې ساري ډول پورته شوې دي.

کابل کې د یو ودانیز شرکت مسوول چې ویې نه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي جمعه د نومبر ۲۸ مه ازادي راډیو ته وویل:

" د سېمېنټو قیمتونه د کابل په بازارونو کې لوړ شوي دي، عمده دلیل یې د تورخم لارې بندېدل دي، غوښتنه زیاته ده، مخکې به مونږ ایراني سېمېنټ په قعله حیدر کې له ۳۵۰ افغانۍ په کم نرخ اخیستل خو اوس ۶۷۰ افغانۍ شوي، کوم سېمنټ چې له پاکستان راتلل هغې سره هیڅ د پرتلې وړ نه دي. "

په پروان کې د یو ودانیز شرکت مسوول شیرشاه هم په ورته شرط همدا خبره کوي:

" سېمېټ چې په ودانیزو چارو کې ډېر زیات استفاده کېږي، په افغانستان کې یې هم تولیدات شته او ایران نه یې هم شرکتونو واردوي، خو د خلکو غوښتنه نه پوره کوي، زیات سېمېنټ له پاکستانه راتلل چې خلکو به په ودانیزو چارو کې ترې ګټه اخیسته، دې ورځو کې سېمېڼت له هغې بیې نه چې مخکې و ډېر لوړ شوي دي. "

په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم دا خبره تایدوي وايي، سېمېنټ په ځانګړي ډول، په مرکزي، جنوبي او ختیځو ولایتونو کې ځکه ګران شوي، چې اوس له ایران واردېږي او دې ولایتونو ته چې رارسېږي، لګښت پرې ډېر راځئ.

د دغه خونې یو غړي دکتور مخلص احمد ازادي راډیو ته وویل:

" پخوا سېمېنټ په ورځ کې شا او خوا دوه تر درې سوه ټرکه پورې چې په هر ټرک کې به ۳۵ ټنه یا اته تر ۸۲۰ بورۍ په کې وو له پاکستان څخه د تورخم له لارې افغانستان ته راتلل، اوس له ایرانه څخه راځي اونۍ کې زر ټڼه د دوغارون له لارې، زمونږ داخلي تولید هم شته خو دومره نه دی چې زمونږ ورځنۍ اړتیا رفع کړي نو د بازار د ضرورت له مخې دا نرخ ډیر زیات لوړ شوی دی، خصوصا په مرکزي، ختیځو او جنوبي ولایتونو کې ځکه د فاصلې او ترانسپورت له اړخه چې دا سېمېمنټ دلته راځي قیمته تمامېږي. "

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، سېمېنټ دا مهال له ایران پرته له تاجېکستان هم واردېږي، دغه شان ازبېکستان او ترکمنستان سره هم تړونونه شوي او تمه ده چې بېرته ارزانه شي.

د دغه خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي هم جمعه د نومبر ۲۸ مه ازادي راډیو ته وویل:

"شپږ نیم سوه اووه سوه افغانیو ته یوه بورۍ ختلې وه خو اوس بېرته یو څه راښکته شوي، له ایرانه مونږ پخوا هم سېمېنټ راوړل خو اوس لږ ډېر راوړو، له تاجېکستان نه یې هم راوړو، دولس سوه ټڼه د ورځې هلته راځي، اوس نوي ازبېکستان او ترکمنستان سره هم قراردادونه وشول نو نرخ یې یو څه نورمال شوی خو خپل اصلي حالت ته نه دی راغلی، زه هیله لرم چې نرخونه بېرته نورمال شي."

ښاغلی الکوزی وايي، په افغانستان کې په ورځني ډول دوه، درې سوه تڼه سېمنټ تولېدېږي داسې مهال چې تقریبا ورځني مصرف یې اوس په دې هیواد کې، شپږ تر اووه زره ټنه دی.

نوموړی زیاتوي چې د افغانستان د اړتیا وړ شا او خوا اویا فیصده سېمېنټ له پاکستان څخه راتلل.

د یادونې ده چې پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې لارې د اکتوبر په یولسمه د ډیورند کرښې په اوږدو طالبانو سره تر نښتو ورسته تړلې دي.

په دې سره په افغانستان او هم پاکستان کې، د درملو، لومړنیو خوراکي توکو، میوې، سبزیو او نورو هغه توکو بیې لوړې شوي چې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه کې شامل وو.

XS
SM
MD
LG