د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۷

خبرونه

په تاجکستان کې د چین سفارت د خپلو ۳ اتباعو د وژلو عاملانو ته د سزا غوښتنه وکړه

په دوشنبې ښار کې د چین سفارت په تاجکستان کې د خپلو درو اتباعو وژل کېدا په کلکه وغندله.

سفارت نن (جمعه) په یوه بیان کې وویل چې له تاجکستانه غوښتنه کوي چې اړوند چارواکي دې وهڅوي چې د ختلان ولایت د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ د دې برید په اړه بشپړه پلټنه وکړي او عاملانو ته یې سخته سزا ورکړي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (پنجشنبې) وویل چې پر چینايي کارګرو له افغانستان څخه راغلیو جنایتکاروانو برید کړی دی.

وروسته نورو تاجک چارواکو وویل چې چینايي کارګر د ډرون یا بې پېلوټه الوتکې د برید په نتیجه کې وژل شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اروپايي پارلمان د سوډان د کورنۍ جګړې په اړه له خپل پرېکړه‌لیک څخه د اماراتو نوم لیري کړ

اروپايي پارلمان په هغه پرېکړه‌لیک کې چې د سوډان د کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره یې تصویب کړی، د متحده عربي اماراتو احتمالي رول ته هېڅ ډول اشاره نه ده کړې.

د پارلمان د سرچینو په وینا، د اروپا د خلکو ګوند (EPP) د اماراتو د دولت له هڅو وروسته، د اماراتو هر ډول یادونه له متن څخه ایستلې ده.

ویل کېږي چې د اماراتو د بهرنیو چارو سلاکار وزیرې لانا نسیبه، د ستراسبورګ د دې اونۍ د غونډو پر مهال په فعاله توګه لابي کړې څو نوم یې له پرېکړه‌لیک څخه حذف شي.

دا اقدام وروسته له هغې شوی چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په افشا شوي راپور کې، چې د سږ کال په اپریل کې خپور شوی و، ادعا شوې چې دارفور ته پرمختللي وسلې د اماراتو او چاد له لارې قاچاق شوي دي، هغه اقدام چې د ملګرو ملتونو د وسلو د بندیز ښکاره سرغړونه بلل کېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنستي انټرنیشنل) هم په خپل جلا راپور کې، چې په مې میاشت کې خپور شوی و، ادعا کړې چې «هغه چینایي وسلې چې اماراتو بیا صادره کړي او په خرطوم کې ضبط شوي، په دارفور کې کارول شوي دي.»

متحده عربي اماراتو دا تورونه رد کړي دي.

د طالبانو حکومت وايي، د تاجکستان د ختلان برید د بې باورۍ او ګډوډۍ د رامنځته کولو په نیت شوی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان د ختلان ولایت د شمس‌الدین شاهین په سیمه کې د درې تنو چینايي اتباعو پر وژل کېدو خواشیني وښوده او ویې ویل چې دا پېښه په کلکه غندي.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې بې له دې چې د کوم هیواد یا ډلې نوم واخلي، ویلي چې د دوی د اړوندو ارګانونو د لومړنیو ارزونو او معلوماتو پر اساس، په دې پېښه کې هغه کړۍ لاس لري چې په سیمه کې د ګډوډۍ، بې‌ثباتۍ او د هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

د طالبانو حکومت په عین حال کې ویلي چې د تاجکستان له حکومت سره د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي او د یادې پېښې د عواملو د موندلو په هدف معلوماتي تبادلې، تخنیکي همکارۍ او ګډې ارزونې ته بشپړ چمتووالی لري.

پرون د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان پولي ته څیرمه د یوه برید په ترڅ کې درې چینایي کارګر وژل شوي دي.

د دې وازت په بیان کې ادعا شوې ده چې دا حمله د افغانستان له خاورې په ختلان ولایت کې د یوه شرکت پر مرکز شوې ده چې د سروزو د کان د استخراج چارې مخته وړي.

د هانګ کانګ د اورلګېدو په پېښه کې ۸۳ تنه وژل شوي

په هانګ کانګ کې په څو هستوګنو لوړو ودانیو کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۸۳ کسان، چې په کې ۱۱ اور وژونکي هم شامل دي، وژل شوي دي.

د ښار چارواکو د پنجشنبې په ورځ پرته له دې چې ډېر جزئیات وړاندې کړي، وویل چې د یوې ساختماني کمپنۍ درې تنه کارکوونکي نیول شوي دي.

راپورونه زیاتوي چې په دې لوړو ودانیو کې د شاوخوا ۲۵۰ کسانو برخلیک لا هم نامعلوم دی او لا هم د هغوی د موندلو هڅې روانې دي.

په دې مرګونې پېښه کې، چې د چهارشنبې په ورځ (د قوس ۵مه) رامنځته شوه، تر۷۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د دې دوه دېرش پوړیزې اپارتماني ټولګې په ۸ بلاکونو کې نژدې ۲۰۰۰ کورونه دي.

د هانګ کانګ د اورلګیدو تلفات ۹۴ ته لوړ شول

د هانګ کانګ پولیسو د پنجشنبې په ورځ د یوه ساختماني شرکت مشران، په دغه ښار کې د اور لیګدو د پیښې په تړاو، د غیر عمدي قتل په تور ونیول.

د دې اور له امله چې په دوو جګو ودانیو کې پيل شو لږ تر لږه څلور نوي کسان ووژل شول او لاهم په لسګونو نور تري تم دي.

اوروژونکو نن سهار د پېښې له پيل څخه څلرویشت ساعته وروسته خبر ور کړ چې تقریبا اور کنټرول شوی دی.

دغه دوې ودانۍ چې اور پکې ولګید، بیا رغیدې. په هانګ کانګ کې د راپورونو له مخې په تیرو اتیا کلونو کې د دې اور ساری نه و لیدل شوی.

د سوریې موقت ولسمشر له خلکو غوښتې دي چې جشنونه پيل کړي

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع
د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع

د سوریې لنډمهاله ولسمشر له خلکو غوښتې دي چې نن لارو کوڅو ته راووځي او د بشار الاسد د رژیم د سقوط کال دې ولمانځي.

احمد الشرع د بشار الاسد د رژیم د نسکوریدو تر ورځې نژدې اونۍ مخکې په تلویزیوني وینا کې وویل چې خلک دې په چوکونو کې راغونډ شي او ملي یووالی دې څرګند کړي.

د هیات التحریر الشام ډلې په مشرۍ وسله والو پروسږکال د ډسمبر په اتمه پلازمینه دمشق ونیو او بشار الاسد روسیې ته وتښتید.

اوس په سوریه کې حکومتي چارې د موقت حکومت له لورې چې الشرع یې مشري کوي، مخته ځي.

په پاکستان کې وسله والو پولیس وژلي او تښتېدلي

د اکتوبر ۲۴ مه- وسله والو په هنګو کې د پولیسو درې افسران وژلي وـ ارشیف
د اکتوبر ۲۴ مه- وسله والو په هنګو کې د پولیسو درې افسران وژلي وـ ارشیف

د خیبرپښتونخوا په هنګو ولسوالي کې د پولیسو درې افسران ووژل شول.

په هنګو کې پولیسو رسنیو ته وویل چې وسله والو د پنجشنبې په ورځ د سړک د غاړې پر یوې امنیتي پوستې ډزې وکړې، درې افسران یې ووژل او برید کوونکي وتښتیدل.

د دې پیښې مسوولیت چا نه دی منلی، خو په خیبرپښتونخوا کې اکثر بریدونه تحریک طالبان پاکستان ( ټي ټي پي) ډله کوي. اسلام اباد افغان طالبان تورنوي چې د ( ټي ټي پي) ملاتړ کوي، افغان طالبان دا تور ردوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د هنګو تر پیښې وروسته وویل چې په خیبرپښتونخوا کې له وسله والو سره په مبارزه کې پولیس مهم رول لوبوي.

متقي: پاکستان دې د فشار پر ځای خبرو ته مخه کړي

 امیرخان متقي
امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وایي، هیله لري اسلام اباد د زور په ځای خبرو ته ترجیح ورکړي.

امیرخان متقي دا خبره پرون په کابل کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د ناروې له شارژدافیر پیر البرت الساس سره د لیدو پرمهال وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلې دي چې د دې لیدنې پرمهال دواړو لوریو د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو خبرې وکړې او د افغانستان-پاکستان او سیمې پر وضعیت هم وغږیدل.

د دې بیان له مخې د ناروې شارژدافیر د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو بمباریو په ترڅ کې د ملکیانو پر وژنه خواشیني څرګنده کړه.

طالبان وایي، د دوشنبې په شپه ناوخته پاکستاني الوتکو په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې بمبارۍ وکړې چې لږ تر لږه لس ملکیان پکې ووژل شول. پاکستان ویلي دي چې د دوی الوتکو دا بمباري نه ده کړې.

په تاجکستان کې درې چینایان وژل شوي

د تاجکستان او چین بیرغونه
د تاجکستان او چین بیرغونه

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د چهارشنبې ورځې په پای کې د افغانستان پولي ته څیرمه د یوه برید په ترڅ کې درې چینایان وژل شوې دي.

د دې وازت په بیان کې ادعا شوې ده چې دا حمله د افغانستان له خاورې په ختلان ولایت کې د یوه شرکت پر مرکز شوې ده چې د سروزو د کان د استخراج چارې مخته وړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

په هانګ کانګ کې د لګیدلي اور د قربانیانو شمیر په زیاتیدو دی

په هانګ کانګ کې د استوګنې په څو بلاکونو کې د لګیدلي اور له امله لږ تر لږه پنځه پنځوس کسان وژل شوي او لاهم نژدې درې سوه کسان تري تم دي.

اور وژونکو نن وویل چې له یوې ورځې هڅو وروسته یې اور کنټرول کړی دی.

پولیس وایي چې د دې پیښې علت ښایي بې پروایي وي، خو د پيښې تحقیقات روان دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG