د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۸

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی


د ای او ایم لوګو
د ای او ایم لوګو

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې په دې وروستیو ورځو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو او نیولو پروسه چټکه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي دي چې د اکتوبر له ۲۶ څخه د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې له ۳۷۰۰۰ څخه ډیر افغانان له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي، او په همدې موده کې له ۷ زره ډېر افغانان په هغه هیواد کې توقیف شوي دي.

یو افغان چې له تېر نږدې یو نیم کال راهیسي متحده ایالاتو ته د تګ په هیله د خپل کېس د پروسس لپاره پاکستان ته تللی وايي پولیسو څو ورځې مخکې ونیوه او په حاجي کمپ کې تر شپږ ورځني توقیف وروسته بیرته خوشې شو.

هغه چې په پلازمینه اسلام اباد کې ژوند کوي او نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي د نومبر په ۸ مه ازادي راډيو ته وویل چې په حاجي کمپ کې د توقیف افغان کډوالو وضعیت د اندېښې وړ دی.

"پولیسو زه له خپلې کورنۍ سره تر نیولو وروسته حاجي کمپ ته انتقال کړم، هلته شپږ ورځې توقیف وم، هلته د کډوالو وضعیت ډېر ناوړه وو، دوی به هره ورځ کډوال راوستل، زه مجبور شوم چې په ډېرو پیسو عاجلې ویزې ترلاسه کم او د ډیپورټ له ګواښه وژغورل شم."

دی وايي هغه لیک چې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت له لوري افغان کډوالو ته ورکول شوی پاکستاني پولیسو ته د منلو وړ نه دی.

د پاکستان په کویټه ښار کې یوه بله افغان کډواله طیبه حسینې وايي د پولیسو د نیولو له امله په ډېره اندېښنه کې ده.

"د پولیسو له لوري د بې اسناده افغانانو د نیولو لپاره کور په کور تالاشي روانه ده، دوی هره ورځ افغانان نیسي، او وړی یې، په دوی کې ښځې هم وي ماشومان هم چې هیڅ ډول رحم پرې نه کیږي، موږ اوس په ډېر بد وضعیت کې رایسار یو، شپه ورځ خوب نه لرو او ماشومان مو سخت ویریږي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې په دې وروستیو ورځو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، توقیف کولو او له دې هیواده د ایستلو پروسه چټکه شوې ده.

دغو دواړو سازمانونو پرون د نومبر په ۷ مه په یو ګډ راپور کې ویلي د روان کال د اکتوبر له ۲۶ مې د نومبر تر لومړۍ نېټې په ټولیزه توګه ۳۷۴۴۸ افغانان د تورخم، غلام خان بندر، چمن، او بهرامچې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپور پر بنسټ چې په دې موده کې د افغان کډوالو د ستنېدو کچه د تېرې اونۍ په پرتله ۱۰۱ سلنه لوړه شوې ده.

په راپور کې راغلي چې په همدې موده کې بیا پاکستان ۷۷۶۴ بې اسناده افغانان نیولي او توقیف کړي او دا شمېر د تېرې اونۍ په پرتله ۱۴۶ سلنه زیاتوالي ښيي.

په راپور کې دا هم راغلي نیول شوي ډېرې د ACC کارت لرونکي او بې اسناده افغانان دي.

دغه راز د نیولو شویو له ډلې یې ۲۳ سلنه نور د POR کارت لرونکي دي چې ډیری یې په بلوچستان ایالت کې نیول شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې د سپین بولدک- چمن او تورخم د لارو خلاصېدو د کډوالو د راستنېدو، نیولو او توقیف په کچه مستقیم اغیز کړی دی.

د راپور د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسې له ۸۱۳۰۰۰ څخه ډیر افغانان خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې دغه راز د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د نومبرۍ تر لومړۍ نېټې پورې په پاکستان کې د نیولو شویو کسانو شمېر ۱۰۲ زره ۲۴۹ کسانو ته ورسېده.

د دې ترڅنګ په راپور کې راغلي چې په روان کال کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په اړه نوې لارښونې خپرې کړې چې دغلته یې د افغانانو په وضعیت اغیز کړی دی.

په راپور کې ویل چې د جنورۍ په لومړیو کې امر وشو چې افغانان دې له اسلام اباد او راولپینډۍ ووځي.

په اپریل کې د د ACC کارت لرونکو او په جوالای کې د POR کارت لرونکو د ایستلو پرېکړه وشوه.

په پاکستان کې میشت افغانان وايي چې د نیولو او شړلو دې پروسې داسې مهال زور اخیستی چې له تېرو پنځه میاشتو راهیسي پاکستان د دوی د ویزو د تمدید مخه نیولې او اوس مهال دوی له قانوني اسنادو پرته په ویره کې ژوند کوي.

په دوی کې په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت پخواني امنیتي ځواکونه، مدني او د بشري حقونو فعالان، خبریالان، هنرمندان، د ښځو د حقونو فعالانې او نور زیانمنونکي کسان شامل دي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یې د خپل سر د خوندیتوب په هدف خپل وطن پرېښی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر فیلیپو ګرانډي په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ چې د افغان کډوالو د جبري راستنیدو نوې څپې، ډېرې افغانان له خوندیتوب څخه محروم کړي دي.

XS
SM
MD
LG