د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۵

پاکستاني پولیسو په بلوچستان کې د افغان کډوالو کمپونه تړلي او ګڼ کسان یې نیولي دي


په چمن کې هېواد ته راستنېدونکي افغان کډوال
په چمن کې هېواد ته راستنېدونکي افغان کډوال

پاکستاني رسنیو له دې ډلې جیو نیوز تلویزیون د اکتوبر په ۲۱ مه د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړ چې له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې تازه په بلوچستان ایالت کې د افغان کډوالو ۱۰ کمپونه تړل شوي او په هغو کې دېره نژدې ۸۵ زره کډوال افغانستان ته استول شوي دي.

په دې راپور کې چې د دې رسنۍ په ویب پاڼه خپور شوی راغلي چې یوازې د بلوچستان په کویټې ښار کې شاوخوا ۴ زره افغان کډوال نیول شوي دي.

د جیو نیوز د راپور په یوه برخه کې راغلي"په کویټه کې د افغان کډوالو پر وړاندې عملیات دوام لري، او ۳۸۸۸ افغان کډوال چې په غیرقانوني ډول په دې ښار کې اوسېدل نیول شوي دي."

په همدې ورځ د پنجاب ایالت پولیسو په خپله ایکس پاڼه ولیکل چې په فیصل اباد کې یې ۴۴۸ افغان وګړي نیولي او ویلي یې دي چې په دې ښار کې اوس مهال هیڅ افغان کډوال نشته.

د پلازمینې اسلام اباد پولیسو هم له دې یوه ورځ مخکې په خپله ایکس پاڼه د لږ ترلږه ۱۷ افغانانو د نیولو خبر ورکړی و.

په وروستیو کې د پولیسو چاپې زیاتې شوي او هره ورځ افغانان نیول کیږي او د ایستلو لپاره کمپونو ته استول کیږي.

په اسلام اباد او راولپنډۍ کې دېره یو شمېر افغانان وايي په وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو او نیولو لړۍ په کمساري ډول چټکه شوې ده او همدا پرون هم پولیسو د پلازمینې په ګلبرګ ګرین، فیصل ټاون او بې۱۷ سیمو کې د افغانانو په کورونو چاپې وهلي او ګڼ کسان یې نیولي دي.

د اسلام اباد په بې ۱۷ سیمه کې میشت یو افغان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د تره زوی او د کورنۍ غړي یې پرون پولیسو ونیول او حاجي کمپ ته یې انتقال کړل.

دا کډوال وايي"پرون یې زما د تره زوی له خپلې کورنۍ سره بیولی دی، همدا اوس مې ورسره خبرې وکړې راته یې وویل چې په حاجي کمپ کې وضعیت ډېر خراب دی، په یوه خونه کې یې ۴۳ کسان یو ځای کړی دی، وايي نه ډوډۍ شته نه اوبه شته او نه خوب، هلته یې ورته دوه بوتله اوبه او یو بسکېټ په ۲ زره روپۍ ورکړي دي نو وضعیت تر دې ځایه خراب دی، دلته هم پولیس دقیقه په دقیقه راځي او افغانان نیسي، له ټولو سره سخته ویره پیدا شوې ده."

دی ادعا کوي چې د نیولو پر مهال یې د تره له زوی د پیسو غوښتنه هم شوې خو دا چې له هغې سره پیسې نه وې وروسته نیول شوی دی.


یو بل افغان چې دی هم نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل، پرون د فیصل ټاون له سیمې پولیسو نیولی او د اېستلو کمپ ته یې انتقال کړی دی.

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو له نښتو وروسته پاکستان د سپین بولدک چمن لاره وتړله
د طالبانو او پاکستاني ځواکونو له نښتو وروسته پاکستان د سپین بولدک چمن لاره وتړله

دی وايي"زه اوس په کمپ کې یم، دا ځای اصلا له زندان هم بدتر دی، په یوه خونه کې یې ګڼ کسان اچولي یو، نه خوب کولای شو او نه استراحت ان په ناسته په کې نه ځایېږو. موږ ورته وایو چې ډیپورت مو کړئ چې له دې عذابه خلاص شو هغه هم نه کوي بس په یو بد وضعیت کې رایسار یو."

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان ایمنستي انټرنیشنل د اکتوبر په ۲۱ مه په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې د خپلو وګړو لپاره ډېر خطرناک ګڼل کېږي.

دې سازمان د هغو هېوادونو پر اقداماتو نیوکه کړې، چې افغان کډوال بېرته افغانستان ته شړي او ویلي یې دي، چې دا کار د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

دا سازمان ټینګار کوي چې د بشري حقونو دا ډول خیانت باید سمدستي ودرول شي او په نړیوالو سازمانونو او حکومتونو یې غږ کړی چې د افغان کډوالو د جبري اخراج د بندیدو لپاره اقدام وکړي.

د پاکستان او طالبانو له نښتو وروسته په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ په بېسارې ډول چټکه شوې ده.

په عین حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه تازه خبرتیا کې چې یوه کاپي یې ازادي راډيو ته هم رارسېدلې د اسلام اباد پولیسو ته امر کړی چې د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو په ګډون د بشري حقونو د فعالانو هنرمندانو او دغه شان د امریکا د مهاجرت د کیس لرونکو او د دوی د کورنیو د غړو له نیولو ډډه وکړي.

په خبرتیا کې یوه شمېره هم خپره شوې او غوښتنه شوې چې دغه افغانان دې د نیولو پر مهال له دې شمېرې سره اړیکه ونیسي خو دا پکې نه دي ویل شوي چې پولیس به د افغانانو دا کټګورۍ څنګه مالوموي.

که څه هم له تېر ۲۰۲۳ کال راهیسي له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده خو په وروستیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر سختو نښتو وروسته د دې هیواد په بیلابیلو ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ په بېسارې ډول چټکه شوې ده.

تازه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د طالبانو د حکومت کمیسیون ویلي چې سه شنبه د اکټوبر په ۲۱ مه له پاکستان او ایرانه ۵۹۹ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي دي.

د دغه کمیسیون په بیان کې چې په اېکس پاڼه یې خپور شوی راغلي چې پرون د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۷، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۱۷، د هلمند د بهرامچې له لارې ۱۶ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۴۱۹ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG