یوې اولس کلنې افغان نجلۍ چې له تعلیم محرومه ده ازادي راډیو سره خبرو کې شکایت وکړ چې د بدو اقتصادي حالاتو له امله یې کورنۍ داسې سړي ته واده کړې چې تر دې دوه برابره زیات عمر لري.
دې چې نه غوښتل راپور کې یې نوم او د ولایت نوم خپور شي، د یوې خپلوانې د ټلیفون له لارې ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې شاوخوا درې کاله وړاندې چې د څلوارلس کلونو وه، د کورنۍ له لوري اوه دېرش کلن سړي ته واده شوه:
کله چې مې ښوونځی بند شول، زه کوچنۍ وم یعنې په اوم ټولګي کې وم، پر موږ ډېر بد (اقتصادي)حال راغی، زه له روحي رواني ستونزو سره مخ شوم، لږ ناروغه هم وم، له هغه وروسته (کورنۍ مې) زه یو سپین ږیري سړي ته نکاح کړم، اوس دوه ماشومان لرم.یوه افغان مېرمن
دا انجلۍ وایي چې پلار یې د اته لکو افغانیو ولور په بدل کې یاد کس ته ورکړې ده، خو په خبره یې وخت نا وخت د خسرګنۍ لخوا له بېلابېلو ځورونو سره مخ کېږي او تر اوس ورسره چا د ستونزو د حل په برخه کې مرسته نه ده کړې.
خو یوازې دا نه، د سمنګان ولایت یوه اوسېدونکې هم وایي چې څو موده وړاندې یې په خپله سیمه کې یوه نجلۍ چې د ۱۷ کلنو وه او د کاکا کورنۍ کې لویه شوې، د کورني تاوتریخوالي په ترڅ کې یې ملا ماته او دا ورسره روغتون کې مخ شوې ده.
دې مېرمن چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې راپور کې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې په سیمه او کلي کې یې دا وضعیت ځکه زیات شوی چې په خبره یې ښځې په اسانه عدلي او قضایي ارګانونو ته لاسرسی نه لري، د ښځو هېڅ ملاتړی بنسټ او امن کور نشته او ښځې له وېرې غږ نه شي پورته کولای:
«دا نجلۍ چې د کاکا کورنۍ یې ساتله، کله چې ورته ریباران راتلل دې نه منل، ویل چې زه یې نه کوم وړه یم، د کاکا مېرمن یې په تشناب کې اچولې وه، وروسته ټول کلی او خلک پرې خبر او راټول شول دا نجلې یې له تشناب نه راووېسته، قبرغې او ملا یې مات وو،کله چې یې دا د سمنګان ولایتي روغتون ته یوړه هلته هېڅ خونه کې چا ځان سره نه پرېښوده ځکه بد بوی ترې ته، داسې تاوتریخوالي وه چې زه یې زښته زیاته خفه کړم،موږ دلته غیر د ښځو له یو محبس پرته هېڅ ډول بنسټ او د ښځو حقونو کوم مدافع اداره نه لرو، که څوک خپل غږ اوچت کړي، ژر ځپل کېږي.»
دا مېرمنې داسې وخت د کورنۍ تاوتریخوالي شکایتونه کوي چې د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده.
ملګرو ملتونو د دې ورځې په مناسبت پر خپله وېب پاڼه لیکي چې په نړیواله کچه، نږدې په هرو دریو کې یوه ښځه لږترلږه یو ځل په خپل ژوند کې د خپل جنسي ملګري یا غیر ملګري یا دواړو لخوا د فزیکي یا جنسي ډوله له تاوتریخوالي سره مخ شوې ده.
دا سازمان وایي د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی د بشري حقونو له تر ټولو عامو او پراخو سرغړونو څخه دی.
خو افغانستان کې بیا سره له دې چې تل ترې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د شدیدو پېښو راپورونه ورکول کېږي، افغان ښځې دا مهال مخ په کمېدو خوندیتوب او کمزوري د ملاتړ خدمتونو سره مخ دي.
د ښځو د او بشري حقونو ځینې فعالانې وایي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمېندو له تېرو څلورو کلونو راهیسې، هېڅ امن کور نشته، له تاوتریخوالي سره مخ اکثره ښځې او نجونې په اسانه عدلي او قضایي ارګانونو ته لاسرسی نه لري چې په خبره یې دا حالت ورځې بلې د تعلیم کار او خوندیتوب تر څنګ د دوی د ژوند د بنسټیزو حقونو په ګډون حتا د تاوتریخوالي زغملو ته اړ ایستلي دي.
له دې ډلې د ښځو د حقونو فعالې رقیه ساعي ازادي راډیو ته وویل:
«د طالبانو له بشپړ واکمنېدو وروسته ښځې په وحشتناکه حالت کې ژوند کوي، او خپلو هر ډول حقونو محرومې شوي، بل لور ته هېڅ امن کور یا داسې بنسټ نشته چې هغه ښځې چې له ظلم او تاوتریخوالي سره مخ کېږي،خپل حق واخیستلی شي یا یو بل امن ځای ته پناه یوسي،او هلته یې ځان او ژوند خوندي وي، د دې وضعیت واقعاً موږ ته د اندېښنې وړ دی.»
دوی وای، چې دا مهال نه یوازې په ټول هېواد له تاوتریخوالي سره مخ، له کوره ایستل شویو او هغو ښځو لپاره په بېلابېلو دلایلو د طالبانو د حکومت لخوا بندیانې شوي او له زندانه د راخوشې کېدو وروسته یې د کورنیو لخوا یا منل کېږي نه او یا هم د اوسېدو ځای نه لري، نه یوازې امن کورونه نشته بلکې حتا هېڅ داسې ملاتړي بنسټونه نشته چې د د دې ښځو لپاره په ټولنیز یا حقوقي برخه کې مرستې وکړي.
په افغانستان کې د ښځو لپاره د امن کورونو یا «د ښځو د ملاتړ مرکزونو» لپاره د اسانتیاوو، همغږۍ او بودجې برابولو برخه کې د یوې نړیوالې ادارې پخوانۍ استازې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل هویت یې په راپور کې خپور شي، هم د ورته اندېښنې پر څرګندولو ازادي راډیو ته وویل چې مخکې په ټول افغانستان کې ۲۶ امن کورونه موجود وه چې د ۹ ښځینه وو په مدیریت بنسټونو لخوا اداره کېدل، چې په بېلابېلو ولایتونو کې وه خو ډېری یې په کابل کې وه.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د تېر جمهوري حکومت د ښځو چارو وزارت یوې پخوانۍ چارواکې د روان کال په جون میاشت کې ازادي راډیو ته ویلي وه چې د دې امن کورونو لپاره د څو دولتي وزارتونو او ادارو سره په ګډه د یو ځانګړي طرز العمل له مخې له کورني تاوتریخوالي سره مخ، د جنسي تېریو قربانیانې او ان د حقوقي له درکه زیانمنې مېرمنې دې کورونو کې د د دوی د قضیو د حل تر وخته ساتل کېدې خو اوس داسې څه نشته.
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر او د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چې دوی دې ښځو ته د رسېدنې لپاره څه طرز المعلونه لري، نظر ولرو خو نوموړو د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د طالبانو حکومت د سترې محکمې، امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په ګډون بېلابېلې ادارې وخت په وخت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، په بدو کې د ورکړې، جبري ودونو او میراث حق اړوند د رسېدو راپورونه ورکوي.
دغه شان ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې څو ځلې ازادي راډیو سره خبرو کې ټینګار کړی چې دوی د اسلامي شریعت پر بنسټ د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي.
په داسې حال کې چې دوی له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو او پوهنتونونو کې نجونې له زده کړو او ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو کې ښځې له کاره راګرځولي، چې د ښځو د حقونو د فعالانو په خبره دا محدودیتونه په کم عمر کې د نجونو د ودونو او د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د کورني تاوتریخوالي کچه لوړه کړې ده.
خو دې له حالاتو د وتلو لپاره څه کول په کار دي؟
د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل:
«له دې وضعیته د وتلو لپاره که څه مخکې ځینې کړنلارې او قوانین جوړ شوي چې ډېر ګټور نه و خو حد اقل موږ داسې مسیر ته روان وو چې کولای مو شولچې ښځې له تاوتریخوالي وساتو، بل د دې لپاره په سیمه او اسلامي هېوادونو کې داسې بېلګې شته چې کولای شي حکومتونه د هغه په اساس د تاوتریخوالي قربانیانو ملاتړ وکړي، باید قوانین جوړ شي، هغه کسان چې له ښځو سره زور زیاتی کوي سزا ورکړل شي،ځکه د عاملانو له مجازاتو پرته شونې نه ده چې د تاوتریخوالي دا څرخ مات شي.»
که څه هم دا مهال په ټول افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د پېښو شمېر معلوم نه دی، خو په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې به هر شپږ میاشتې د ملګرو ملتونو ،بشري حقونو خپلواک کمیسیون او ښځو چارو وزارت لخوا به دا پېښې ثبت او اعلانېدې.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو په ګډون د بشري حقونو بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او ادارو تل په افغانستان کې د ښځو او نجونو د روان وضعیت په اړه اندېښنې ښودلي او د طالبانو له حکومته یې په ځلونو غوښتي چې پر دوی بېلابېل لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه لغوه او د هوسا ژوند حقونه دې ورته تامین کړي، هغه غوښتنې چې لا یې عمل کې کومه مشخصه نتیجه نه ده ورکړې.
د یادونې ده چې ملګرو ملتونو نن سه شنبه «د نومبر له ۲۵مې د ډسمبر تر ۱۰مې» په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د له منځه وړلو ۱۶ ورځني کمپاین پیل اعلان کړی او د دې سازمان له ټولو غړو هېوادونو یې غوښتي چې په دې برخه کې ورسره برخه واخلي.
دې سازمان د «۲۰۲۵» کال لپاره د دې کمپاین موضوع «په ډیجیټل پلټ فارمونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړل» یاده کړې او دا یې یو جدي او په مخ په چټکۍ ګواښ بلل دی.