درمیندر دیول د مړینې په وخت ۸۹ کلن و. درمیندر، چې دوه میرمنې او شپږ اولادونه لري، له تېرې یوې میاشتې راهیسې ناروغه و او په کور کې یې ساه ورکړې ده.
د هند صدراعظم نریندرا مودي، ولسمشرې دروپدي مورمو او یو شمیر نورو هم د دغه وتلي فلمي ستوري د مړینې په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړه.
مودي په خپله ایکس پاڼه لیکلي: "هغه یو مشهور فلمي شخصیت و، یو خارق العاده لوبغاړی هر رول یې چې لوبولی، جذابیت او ژوروالی یې پکې راوړی."
د درمندر د جنازې لپاره ګڼ هندي فلمي ستوري د ممبۍ جوهو ښارګوټي په یوه هدیره/مرده سوزان کې ټول شوي.
درمندر په شپږو لسیزو کې له ۳۰۰ څخه زیاتو فلمونو کې کار کړی دی.
دی په ۱۹۳۵ کال کې په پنجاب ایالت کې زیږیدلی او په ۱۹۶۰ کال کې یې په خپل لومړي فلم کې کار وکړ.
د هغه یو له ټولو مشهورو او پام وړ فلمونو شعلې د یادولو دی چې په ۱۹۷۵ کال کې خپور شوی.
درمیندر تر شهرت او فلمي نړۍ مخکې له خپلې لومړۍ مېرمنې پرکاش کور سره واده کړی. وروسته یې له مشهورې فلمي ستورې هیما مالاني سره واده وکړ.
د درمیندر دوه زامن سوني دیول او بابي دیول هم له مشهورو فلمي ستورو دي او لور یې ایشا دیول هم په فلمونو سربېره په فلم او پروګرام جوړولو بوخته ده.