د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۷

د هرات ولایت روغتون ښځينه ډاکټرانې: روغتون ته له چادري پرته د ننوتلو اجازه نه راکول کیږي


عکس ارشیف
عکس ارشیف

د هرات حوزوي روغتون ته پر ورتلونکو ښځینه ناروغانو او د دوی پر پایوازانو د برقعې پر سرولو د محدودیت له لګولو وروسته، طالبانو د دغه روغتون پر ښځینه روغتیاپالانو هم د برقعې یا چادري استعمال جبري کړی دی.

لږ تر لږه دوو ښځینه روغتیا پالانو ازادي راډيو ته تأیید کړه چې د یکشنبې په ورځ دوی تر ساعتونو انتظار او د چادریو له پیدا کولو وروسته روغتون ته د ننوتلو اجازه ترلاسه کړه.

د هرات د ۴۰۰ بستریز روغتون یوې ښځینه ډاکترې د موضوع د حساسیت له امله د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل، داسې مهال چې په روغتون کې دننه بستري ناروغانو دوی ته اړتیا لرله، خو لسګونه ډاکترانې، نرسانې او قابله ګانې د روغتون په دروازه کې ایسارې پاتې وې او طالب ځواکونو روغتون ته د ننوتلو اجازه نه ورکوله.

دوې ورځې کېږي چې دوی له چادري پرته ډاکترانو ته هم روغتون ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي، پرون زموږ ډېر همکاران په دروازه کې د ساعتونو لپاره ودرول شول

دا وايي: "دوې ورځې کېږي چې دوی له چادري پرته ډاکترانو ته هم روغتون ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي، پرون زموږ ډېر همکاران په دروازه کې د ساعتونو لپاره ودرول شول او موږ ته اجازه نه راکول کېده، بالاخره مجبور شوو چې بېرته کورونو ته ستانه شو."

د همدې روغتون یوې بلې ډاکترې په لیکلې بڼه ازادي راډيو ته وویل سره له دې چې ټولو روغتیا پالانو ماسکونه او حجاب کړی وو، خو طالب ځواکونو ترې د چادري ګانو د اغوستلو غوښتنه کوله.

د هغې په دې لیکلي پیغام کې راغلي چې "پرون د سهار پر وخت روغتون ته راغلو، سره له دې چې چادرنماز او ماسک مو لرل، خو د طالبانو د نظامي ځواکونو له‌خوا یوازې د دې لپاره د روغتون دننه ته د تګ اجازه را نه‌کړل شوه چې ګنې موږ چادري، برقعه نه لرله، موږ ښځینه ډاکتران دوه ساعته د تړل شویو دروازو شاته ودرول شوو، په داسې حال کې چې په روغتون کې بستر ناروغانو زموږ مرستې ته اړتیا لرله".

دغه ښځینه روغتیا پالانو ازادي راډيو ته وویل چې له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې په دې ولایت کې ښځینه ناروغانو او د دوی پایوازانو ته روغتونونو ته له برقعې یا چادري پرته د ننوتلو جازه نه ورکول کېده.

د دې ولایت یو شمېر ښځینه اوسېدونکو هم ازادي راډيو ته ویلي چې په دې برخه کې دوی له سختو ستونزو سره مخ دي.

د دې ولایت یوې اوسېدونکې ازادي راډيو ته وویل څو ورځې مخکې سخته ناروغه وه، خو روغتون ته یوازې د دې لپاره د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه چې چادري یې نه وه اغوستې: "څو ورځې مخکې ډېره سخته ناروغانه وم، لاړم روغتون ته، سره له دې چې پوره حجاب مې مراعت کړی و، په دروازه کې ولاړ طالب د دې په ځای چې مانه پوښتنه وکړي چې څه مرسته درسره کولای شم، اجازه یې رانکړه او راته یې وویل چې لاړه شه کور ته او چادري په سر که او بیا راشه، په داسې حال کې چې زه ډېره ګنکس وم او سخته تبه مې درلوده، مجبوره شوم بېرته کور ته ستنه شم."

دا په داسې حال کې ده چې د روانې نومبر میاشتې په ۹مه د بې پولې ډاکترانو سازمان هم په یو بیان کې ویلي و چې په هرات کې ښځینه ډاکترانو، ناروغانو او د هغوی پایوازانو ته له چادري پرته روغتونونو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.

«اېم اېس اېف» ویلي و چې "دا محدودیتونه د ښځو ژوند نور هم له خنډ سره مخ کوي او روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی محدودوي".

دغه سازمان اندېښنه ښودلې وه چې دغه محدودیت د ښځینه ناروغانو مراجعه ۲۸ سلنه کمه کړې ده.

د طالبانو دغه تازه محدودیت د بشري حقونو د څار سازمان له لوري غندل شوی او ویلي یې دي چې دا اقدام د ښځو پر خپلواکۍ ښکاره برید دی.

دغه سازمان د روانې نومبر په ۲۰مه په یوه اعلامیه کې ویلي و چې طالبانو په دې محدودیت سره د ښځو ټول حقونه، په ځانګړي ډول د تګ راتګ ازادي، د کار حق او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی په جدي ډول نقض کړي.

که څه هم په دې اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا او امر بالمعروف وزارتونو ویاندویانو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندازه د ۱۴۰۱ د ثور په ۱۷مه په یو فرمان کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نه غوښتي و چې په ښځو باندې حجاب په اجباري ډول عملي کړي او د امکان تر بریده باید ښځې په کور کې وي.

په دې فرمان کې ملا هبت‌الله ویلي و چې ښځې دې په عمومي ځایونو کې خپل مخونه پټ کړي، له اړتیا پرته دې له کوره نه وځي او د سرغړونې په صورت کې به د (نجونو او ښځو) د کور مسؤل مجازات شي.

له هغه مهاله تر اوسه د طالبانو د مشر دا فرمان او تطبیق یې په افغانستان کې دننه او بهر له غبرګونونو سره مل دی.

XS
SM
MD
LG