د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۳

د بشري حقونو د څار سازمان په هرات ولایت کې د چادرۍ اجباري کول د ښځو پر خپلواکۍ ښکاره برید بللی دی


د هرات ښار-ارشیف
د هرات ښار-ارشیف

په هرات ولایت کې د طالبانو له خوا د برقع یا چادرۍ د اجباري کېدو په اړه د اعتراضونو په دوام، د بشري حقونو د څار سازمان وايي، دا اقدام د ښځو پر خپلواکۍ ښکاره برید دی.

په هغې اعلامیه کې چې د نومبر په ۲۰مه د دې سازمان د ښځو د برخې مسؤلې هیدر بار له لوري د دې په ایکس پاڼه خپره شوې، راغلي چې طالبانو په دې محدودیت سره د ښځو ټول حقونه، په ځانګړي ډول د تګ راتګ ازادي، د کار حق او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی په جدي ډول نقض کړي.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې اجباري حجاب د طالبانو د هغه سیاست برخه ده چې له مخې یې غواړي د ښځو بدنونه کنټرول او هغوی نامرئي کړي، او د اعلامیې په ټکو دا د ټول هېواد په کچه د ښځو د محدودولو پراخ بهیر ښيي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو څېړونکې سحر فطرت ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو پرلپسې محدودیتونو ښځې په بشپړ ډول څنډې ته کړې دي:

"دا د طالبانو له لوري د ښځو د محدودولو، د هغوی د فعالیتونو د مخنیوي او د ښځو د بدن د کنټرول یوه بله هڅه ده. د دې محدودیتونو پایله د ښځو په کور کښینول او بشپړه انزوا ده. نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو غږ واوري او د طالبانو له لوري په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندلو سره هغوی د خپلو مخ په زیاتېدونکو سرغړونو او د ښځو د حقونو د نقض په وړاندې ځواب ویلو ته اړ کړي."

په اعلامیه کې دغه شان په هرات، کابل او ان له افغانستانه بهر د افغان ښځو پراخو غبرګونونو ، لکه برقع یا چادرۍ ته اور اچول او “نه د کرکې لپاره، بلکې د ازادۍ لپاره یې سوځوو” په څېر شعارونو ته هم اشاره شوې.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د طالبانو هر نوی محدودیت ښځې لا ډېرې له ټولنې څنډې ته کوي او ټبنګار یې کړی چې حکومتونه باید د ښځو غږ ته ځواب ووايي او طالبان حساب ورکولو لپاره اړ کړي څو د افغان ښځو ازادي بېرته تأمېن شي.

په ورته وخت کې، د هرات ولایت یو شمیر اوسېدونکې مېرمنې او نجونې وايي، د دغو محدودیتونو له امله د روغتیايي او نورو عامه خدمتونو په تر لاسه کولو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

یوه ښځه چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل، څو ورځې مخکې یې شپږ کلن ماشوم د درملنې لپاره حوزوي روغتون ته یووړ، خو د داخلېدو اجازه ورنه کړل شوه.

هغې د نومبر په ۲۰مه د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"څومره مې چې زارۍ وکړې چې د ماشوم روغتیايي حالت خراب دی، پرېږدئ چې ډاکټر ته یې ښکاره کړم؛ سره له دې چې چادرنماز او ماسک مې اچولی و او په اسلامي حجاب کې تللې وم، اجازه را نه کړل شوه. نه یوازې زه، بلکې هېڅ یوې ښځې ته اجازه ورنه کړل شوه. تر دولسو بجو د روغتون د تړلو دروازو شاته ولاړه وم، وروسته اړه شوم چې ماشوم بېرته کور ته یوسم."

بله افغان نجلۍ چې دې هم ونه غوښتل راپور کې یې نوم واخیستل شي وايي، دا محدودیت یوازې په روغتونونو کې نه دی:

“د روغتون ټول دروازې یې تړلې دي او یوازې یوه دروازه یې پرېښې ده چې کنټرول زیات کړي. ان د پاسپورټ اخیستلو په برخه کې هېڅ ښځه له برقع پرته پاسپورټ نه شي اخیستلای او ورته اجازه نه ورکول کېږي.”

که څه هم طالبان اجباري برقع یا چادري ردوي، خو ټینګار کوي چې ښځې باید په ټول افغانستان کې “اسلامي حجاب” مراعت کړي.

مخکې تر دې د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي و چې د دې نویو محدودیتونو له عملي کېدو وروسته د هرات حوزوي روغتون ته د ښځینه ناروغانو ورتګ ۲۸ سلنه کم شوی دی.

طالبانو په افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته په تېرو له څلور کلونو زیاته موده کې پر ښځو او نجونو د زده کړو او کار په ګډون ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د ۱۴۰۱ کال د ثور په ۱۷مه په یوه فرمان کې د امر بالمعروف وزارت څخه غوښتي وو چې پر ښځو حجاب په اجباري ډول عملي کړي او ټینګار یې کړی و چې ښځې دې “د امکان تر بریده” په کور کې پاتې شي.

په دې فرمان کې راغلي و چې ښځې باید په عامه ځایونو کې خپل مخونه پټ کړي، له ضرورت پرته له کوره ونه وځي که نه نو د سرغړونې په صورت کې به یې د کور سرپرست مجازات شي.

دا فرمان او پلي کېدل یې له همغه وخته تر اوسه په افغانستان کې دننه او بهر له پراخو غبرګونونه سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG