د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۶

د زعفران ګل لسمه جشنواره هرات کې جوړه شوه


د زعفران ګل جشنواره
د زعفران ګل جشنواره

د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت په افغانستان کې د زعفرانو د کښت او تولید په کچه کې د زیاتوالي خبر ورکړی دی. د دغه وزارت مرستیال په هرات کې د زعفرانو د جشنوارې په لومړۍ ورځ وویل چې سږ کال په ۱۲ زره هکتاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي. خو د زعفرانو یو شمېر بزګران او د زعفرانو د شرکتونو مسولین وايي سږ کال حاصلات د قناعت وړ نه وو خو په نړیوالو بازارنونو کې د افغانستان د زعفرانو غوښتنه زیاته ده.

د زعفران ګل لسمه جشنواره په هرات کې د درې ورځو لپاره جوړه شوې او ۷۲ غرفې په کې کېښودل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د زعفرانو د کاروباریانو د ټولنې د معلوماتو پر بنسټ تېر کال د افغانستان ۹ زره هکتاره ځمکې ۳۵ ټنه زعفران حاصل ورکړی وو.

دغه ټولنې وړاندوینه کړې وه چې سږ کال به د تېرو کلونو په پرتله ۳۰ سلنه د زعفرانو په صادراتو کې زیاتوالی راشي خو د زعفرانو یو شمېر بزګران وايي سږ کال یې د زعفرانو حاصل د قناعت وړ نه وو.

په هرات ولایت د زعفرانو یو بزګر خیرالله نیازي ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې دوی سره هیڅ ډول مرسته ونه کړه چې له امله یې دوی له نویو ستونزو سره مخ دي.

له بده مرغه اوس چې موږ له کومو ستونزو سره مخ یو، د اقلیمي بدلون او د اوبو کمښت دی، په ویالو کې اوبه نه راځي، اړ یو چې په په لوړ لګښت اوبه برابرې کړو، او خپل پټي پرې اوبه کړو، د مرستندویه بنسټونو له لوري د بزګرانو هیڅ ډول ملاتړ نه دی شوی، نه دولت په دې برخه کې مرسته کړې او نه هم نړیوالې ټولنې
یو هراتی بزګر چې زعفران یې کرلي

د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ د زعفرانو د بزګرانو د ټولنې یوه غړي محمد شریف بیګزاد هم ورته شکایت وکړو:

"په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د زعفرانو نږدې ۷۰ بزګران شته، سږ کال د ګرمۍ له امله زموږ حاصلات ډېر کم وو، بزګران له دې امله چې د نړیوالې ټولنې او دولت له لوري یې ملاتړ نه کیږي ډېر مایوسه شوي دي."

په افغانستان کې د زعفرانو د تولید او پروسس د یو شرکت مسول عبدالله خیراندایش هم دغه ستونزې تاییدوي او وايي د وچ کالۍ له امله د زعفرانو په تولید کې کمښت راغلی او په نړیوال بازار کې د زعفرانو غوښتنه لوړه ده.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"د تېر کال په پرتله سږ کال وچ کالي زیاته وه او زموږ حاصلات هم کم وو، خو له نیکه مرغه د صادارتو لړۍ روانه ده، او په بیلابیلو هیوادونو کې د زعفرانو غوښتنه زیاته ده، دغه شان یې بیې هم لوړې شوي دي، د سوپر نګین زعفران د هرات په بازارنونو کې د ۱۱۰ او ۱۱۵ زره افغانیو ترمنځ پیر او پلور لري."

په افغانستان کې د زعفرانو حاصل عموماُ د میزان په وروستیو کې پیل او د عقرب تر نیمايي دوام کوي.

زعفران د افغانستان له لسو په ډېرو ولایتونو کې کرل کیږي.

هرات، فاریاب، بلخ، سمنګان او فراه هغه ولایتونه دي چې ډېر زعفران په کې کرل کیږي خو هرات په دې برخه کې تر نورو مخکښ دی.

د زعفرانو د کاروباریانو د ټولنې مرستیال عبدالواحد ازادي راډيو ته وویل چې تر دې دمه په افغانستان کې د زعفرانو په برخه کې ۷۲ شرکتونه جوړ شوي او له هیواده بهر د دې تولید صادرات کوي.

نوموړي وویل چې اوس مهال په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د زعفرانو د یو کیلو بیه له ۱۸ سوه تر ۲ زره ډالرو رسیږي.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د سلګونه میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان زعفران د نړۍ او سیمې هیوادونو په ځانګړي ډول سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، اسپانیا، فرانسې، جرمني، بریتانیا او امریکا ته صادریږي.

د راپورونو له مخې د افغانستان زعفران په نړۍ کې له مشهورو زعفرانو بلل کیږي.

په بلجیم کې د ذایقې نړیوال انستیتوب د تېر کال په جون میاشت کې اعلان کړی چې د لابراتواري معایناتو وروسته د مزې او خوند له اړخه د هرات زعفرانو په نړۍ کې لومړی مقام ګټلی دی.

XS
SM
MD
LG