د غزني ولایت یوې اوسېونکې د کابل میشتو ښخو لپاره یوه کارخونه جوړه کړې ده.
دې چې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، په تېر جمهوري نظام کې یې په کار او ټولنیزو چارو وزارت کې دنده درلوده خو د طالبانو په راتګ سره پر کور کښېنول شوه.
دا د پنځو ماشومانو مور ده، مېړه یې هم خیاطي کوي خو د کور ډیر لګښتونه دا پرې کوي:
"زه خپله افغاني ګنډونه او هر ډول جامې ګنډم، شاګردانو ته مې هم ور زده کوم هم چرمه دوزي او هم خیاطي، خلک د ودنو جامې هم راوړي بس هر ډول جامې ګنډم، لومړی مې یوازې کور کې خیاطي کوله بیا مې وروسته دکان ونیوه چې دې شاګردانو ته هم درس ورکړم، حتا یو کوچنی ویترین مې دکان مخې ته ایښی د خیاطۍ وسایل خرڅوم، لوموی مو اقتصاد دومره ښه نه و، اوس ډېر ښه سوی، ما سره ډېرې نجونې او ښځې دي چې له خپلو زده کړو او دندو راګرځول شوي."
دا زیاتوي چې، یاده کارخونه کې ورسره له شلو زیاتې ښځې او نجونې کار کوي، چې په خبره یې ډیری یې د طالبانو حکومت له خوا له دندو او زده کړو راګرځول شوې دي.
د کابل ښار یوه اوسېدونکې او له زده کړو راګرځول شوې نجلۍ چې په دې کارګاه کې کار کوي وايي، دې بوختیا ورسرهپه روحي رواني او اقتصادي اړخه ورسره ډېر کړې ده.
دې هم چې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
یو کال کېږي چې خیاطۍ ته مې مخه کړې ده ځکه د زده کړو پیل ته ډېره په تمه شوم خو پیل نه شوې،
"زما په پوهنتون کې یو سمسټر پاتې و چې بندیز ولګېد. ما د قابلګۍ په برخه کې زده کړې کولې، یو کال کېږي چې خیاطۍ ته مې مخه کړې ځکه زده کړو پیل ته مې ډېره تمه شوم خو پیل نه شوې، یوi نجلۍ خو ډېرې اړتیاوې لري نو باید په خپلو پښو ولاړه وي، په همدې ځینو جامو چې ګنډو یې خپل مصرف راباسو، له ذهني اړخه یې هم ډېره راسره مرسته کړې ده."
دوی وايي، که څه هم ډېری وخت د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارات د محتسبینو له بېلابېلو سپارښتنو، څار او ان تلاشیو سره مخ کېږي خو ټینګار کوي چې خپل کار ته یې دوام ورکړی دی.
یوازې په پلامینه کابل کې نه، بلکې په یو شمیر ولایتونو کې هم ګڼو میرمنو ګڼدنې یا خیاطۍ ته مخه کړې ده.
د هرات ولایت اوسېدونکې او د جامو ګنډلو د یوې کارخونې مشره وايي،په تېر جمهوري نظام کې یې د هرات ولایت بېلابېلو عدلي او قضایی ادارو کې دنده درلوده خو په خبره یې وروسته له هغه چې د طالبانو لخوا له دندې لرې شوه، د دغه ولایت په جبرئیل ولسوالۍ کې یې د ګڼدې کارخونه جوړه کړې چې ۲۵ نورې له کار او زده کړو راګرځول شوې ښځې او نجونې هم ورسره کار کوي:
دې هم په د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
"زه په جبرئیل کې تولیدي کارخونه لرم چې ۱۵ ډوله جامې په کې ګنډم، ۲۵ نجونې مې کارکوونکې دي،اوس خو ټولې ښځې په خپلو کورونو کې خیاطې شوې دي، دومره چې خیاطانې ډېرې شوي دومره یې پېردونکي نشته، دلته ورځ بلې ته ښځې ځپل کېږي."
هرات هغه ولایت چې په دې ورستیو کې ورنه د برقې یا چادرۍ د جبري کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.
طالبانود ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته په دغه هیواد کې ښځې په ډیری دولتي او نا دولتي ادارو کې له کار راګرځولې او د دوی سیګارتونونه یې هم وروتړلي دي.
دوی دغه شان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو هم منع کړې دي.
حجاب یې پرې اجباري کړی، له شرعي محرم پرته یې پر سفر هم بندیز لګولی او تفریحي پارکونو، ښځینه حمامونو او ورزشي لوبغالو ته یې هم نه پرېږي.
پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو حکومت دا محدودیتوونه په کور دننه او نړیواله کچه په پراخ ډول غندل شوي دي.
خو د طالبانو حکومت وايي، دوی د نجونو او ښځو حقونه د اسلامي شعریت په چوکاټ کې خوندي کړي، هغه ادعا چې افغان میرمنو او نړیوالو ته د منلو نه ده.