د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۵

په پاکستان کې افغانان: حکومت ویلي که کوم پاکستاني بې اسناده افغانانو ته کور ورکړ، بندي به شي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې میشت یو شمېر افغان کډوال او پناه غوښتونکې چې په کرایي کورونو کې ژوند کوي وايي په وروستیو کې ورته د کورونو خاوندانو د کورونو د خالي کېدو خبرداری ورکړې دی او بل کور هم څوک نه ورکوي.

د دوی په خبره، د کورونو مالکانو ورته ویلي، د پاکستان حکومت پرې فشار راوستی چې بې اسناده افغانانو ته کورونه ورنکړي.

دا افغانان وايي، له دې امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

د اسلام اباد په E11 سیمه کې میشت یو افغان چې امریکا ته د SIV په نوم د کډوالۍ کیس لري وايي، له خپلو پنځه اولادونو او میرمنې سره له تېرو اته میاشتو راهیسي دغلته استوګن دی خو په خبره یې تازه ورته د کور مالک له کوره د وتلو ویلي دي.

دی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي د امنیتي اندېښنو له امله یې د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل، که څه هم د ویزې د تمدید غوښتنه یې کړې خو د پاکستان حکومت ورته تراوسه ویزه نه ده ورکړې.

حکومت د کورونو مالکانو ته خبرداری ورکړی چې باید افغانان له کورونو وباسي، او کورونه باید خالي کړي، نو دلته ټول له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو

"حکومت د کورونو مالکانو ته خبرداری ورکړی چې باید افغانان له کورونو وباسي، او کورونه باید خالي کړي، نو دلته ټول له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو، زموږ غوښتنه داده چې لږ ترلږه کیس لرونکو افغانانو ته باید وخت ورکړل شي تر څو د دوی کیسونه وڅېړل شي او د خپل اصلي هدف په لور ووځي."

د اسلام اباد په B17 سیمه کې میشت یو بل افغان هم چې له ورته ستونزې سره مخ دی او نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډيو ته وویل:

"حکومت ویلي کړی که کوم پاکستاني بې اسناده افغانانو ته کور ورکړو نو هغه به زنداني کیږي، نو اوس وضعیت ډېر خراب دی، پولیس هم د شپې راځي، ان د شپې درې یا څلور بجې او په کورونو ورننوځي او خلک له ځانونو سره وړي."

په دې هیواد کې میشت افغانان وايي دوی نه یوازې په پلازمینه اسلام اباد کې له دې ستونزې سره مخ دي بلکې د دې هیواد په نورو ایالتونو کې هم ورته مشکل موجود دی.

د خیبر پښتونخوا ایالت د پېښور ښار په حیات اباد کې میشت یو افغان عبدالله ازادي راډيو ته وویل:

"له یوې خوا زموږ کیسونه بې برخلیکه دي، له بله خوا د ویزو تمدید بند دی او د کورونو پیدا کېدل اوس نوی جنجال دی، په هیڅ ځای کې چې ویزه ونه لرې څوک کور نه درکوي او دا تر ټولو لویه ننګونه ده چې اوس مهال په پاکستان کې میشت افغانان ورسره مخ دی."
د یو شمېر افغان کډوالو په وینا، د اسلام آباد په مختلفو ښارونو کې سیمه ییزو چارواکو د کورونو مالکینو ته لیکلي اخطارونه ورکړي دي چې کورونه، دوکانونه یا کوم ملکیت غیر قانوني کډوالو ته په کرایه نه ورکوي.

که څه هم د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چوهدري په دې وروستیو کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې هر هغه کس یا اداره چې غیر قانوني افغان کډوالو ته کورونه، دوکانونه یا دندې ورکوي، د نویو قوانینو له مخې به مجرم وګڼل شي.

که څه هم پاکستان په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د اسلام اباد په بیلابیلو ښارګوټو کې ځايي مسولینو په لیکلي بڼه د کورونو مالکانو ته خبرداري ورکړي چې بې اسناده کډوالو ته دې کورونه، دوکانونه او ملکیتونه په کرایه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د کابل او اسلام اباد تر منځ ظاهرا د اړیکو له ترینګلتیا او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د اکتوبر د یولسمې له سختو نښتو وروسته پاکستان په دې هیواد کې میشت افغان کډوال تر سخت فشار لاندې راوستي دي.

له دې نښتې وروسته که څه هم دواړه لوري درې ځل په دوحه او د ترکیې په استانبول کې د ستونزو د حل په هدف کیناستل خو ظاهرا دې خبرو کومه پایله ورنکړه او نه دا اړیکي ورغېدل.

په پلازمینه اسلام اباد کې یو شمېر افغانانو ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې پاکستاني پولیس نږدې هره شپه ناوخته د دوی په کورنو یرغل وروړي او هر ډول شخصي حریم ته له درناوي پرته د دوی کورونو او ان خونو ته ننوځي او ځووي یې.

تازه د طالبانو د حکومت د بیرته ستنو شویو ستونزو ته د رسېدنې کمیسیون ویلي چې یوازې پرون شنبه د اکتوبر ۲۲ له ایران او پاکستانه ۲۱۰۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې چې د کورنۍ د غړو شمېر یې ۱۱۸۵۵ تنو ته رسیږي.

دغه کمیسیون په یو اعلامیه کې ویلي چې په دې شمېر کورنیو کې ۲۹ یې له ایران او پاتې نورې یې له پاکستانه په خپل خوښه او جبري ډول ستنې شوي دي.

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ په یو راپور کې ویلي وو چې په وروستیو اونیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ډیپورت بهیر چټک شوې دی.

په دې راپور کې راغلي وو چې د روانې نومبر میاشتې له دوهمې د همدې میاشتې تر اتمې نېټې پورې له ۱۳ زرو زیات افغانان په پاکستان کې نیول شوي او توقیف شوي دي.


XS
SM
MD
LG