د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۲

له پاکستانه هیواد ته ستانه شوي کډوال لا هم په لنډ مهاله کمپونو کې تر خېمو لاندي ژوند کوي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د ژمې رارسېدل، بې کوري، بې کاري او بې وزلي، افغانستان ته ستانه کړل شوي یو شمیر کډوال وايي له دې امله جدي ستونزو سره مخ او اندېښمن دي. دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا مهال ستنېدونکو ته په جوړو شویو لنډمهاله کمپونو کې سخت ژوند تېروي.

د لغمان ولایت د سرخکانو په سیمه کې د کډوالو په یو لنډمهاله کمپ کې میشت محمدعلي چې په خبره یې د ۵ کسیزې کورنۍ سرپرست دی او نږدې ۱۵ ورځې وړاندې له پاکستانه په جبري ډول خپل هیواد ته ډیپورت شوی ازادي راډيو ته یې وویل:

"دلته په خیمو کې ژوند کوو، هوا ډېره سړه شوې ده، موږ سره ماشومان دي، دلته دښته کې پراته یو سخت بادونه لګیږي، ماشومان مو ټول په موسمي ناروغیو اخته شوي دي او موږ هیڅ ډول امکانات نه لرو."

د پلازمینې کابل ده سبز ولسوالۍ ته تازه ستون شوي افغان کډوال میر رحمان ازادي راډيو ته وویل د طالبانو حکومت له لوري چې کډوالو سره کومې مرستې شوې وې هغه خلاصې شوې او اوس ټول تازه ستانه شوي کډوال له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي:

"وضعیت ډېر خراب دی، هیڅ نشته، موسسې چې کوم څه ورکړي وو کډوالو ته هغه ختم شول، ژمی دی کار نشته، حکومت زنګ وهي فورمې ډکوي خو هیڅ مرسته نه کوي، ماشومان ناروغان دي، کډوالو سره چې نغدې کومې پیسې وې هغه خلاصې شوې اوس ټول په ستونزه کې دي."

یو شمېر نور کډوال بیا د بې کارۍ له امله شکایت کوي هغه ستونزه چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک ته رسېدو وروسته ډیرې افغانان ورسره مخ دي.

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ اوسېدونکې حجت الله چې تېر کال له پاکستانه افغانستان ته ستون شوی وايي، د یو خپلوان کره په یوه خیمه کې ژوند کوي او لا هم د بې کارۍ له ستونزې کړیږي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

لومړني خوراکي مواد کور کې نه لرو، کار نشته، ژمی راغلو خونې مو نه دي جوړي او نه یې توانايي لرو،

"دلته ستونزې ډېرې دي، لومړني خوراکي مواد کور کې نه لرو، کار نشته، ژمی راغلو خونې مو نه دي جوړي او نه یې توانايي لرو، ماشومان خواړه غواړي خو موږ کار نه لرو، هره ورځ کار پسې ستړي ستومانه ګرځو خو ماښام تش لاس کورته راستنیږو."

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو حکومت په وار وار ستنو شویو کډوالو ته د انسانتیاوو برابرولو او ورسره د مرستو کولو ادعا هم کړی ده، خو ورسره یې په پراخ ډول د کډوالو د ستنېدو راپورونه هم خپاره کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس تازه ویلی چې یوازې پرون د نومبر ۸ مه د سپین بولدک، تورخم او بهرامچې له لارې ۲۱۳۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي دي.

د نومبر په ۷ مه بیا د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت ویلي په تېرو دوه اونیو کې له ګاونډیو هیوادونو نږدې ۳۷ زره کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي چې د غړو شمېر یې نږدې یو لک او ۵۰ زرو کسانو ته رسیږي.

د دې وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني طلوع نیوز خصوصي رسنۍ ته ویلي، په دې کډوالو کې لویې شمېر یې له پاکستان او یو شمېر یې له ایران او ترکیې ایستل شوي دي.

که څه هم پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه خو په وروستیو څو میاشتو کې یې چې افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره اړیکې تر بل هر وخت زیاتې ترینګلې شوي د کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ په بې سارې ډول تېزه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ( یو، این، ایچ، سي ار) اود کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای، او، ایم) د روانې نومبر میاشتې په ۷ مه په یو ګډ راپور کې ویلي وو چې په دې وروستیو ورځو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، توقیف او له دې هیواده د ایستلو پروسه چټکه شوې ده.

په دې ګډ راپور کې راغلي وو چې د تېرې اکتوبرله ۲۶ څخه د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې له ۳۷ زره څخه ډیر افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي، او په همدې موده کې له ۷ زره ډېر افغانان په هغه هیواد کې توقیف شوي دي.

د راپور پر بنسټ چې د روان ۲۰۲۵ کال له پیله د اپریل تر لومړۍ نېټې له ۸۱۳ زره ډېر افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم ویلي، خپل هیواد ته د افغان کډوالو جبري ستنونې نوې څپې ډیری ستنېدونکي له هغه ملاتړ او پناه بې برخې کړي چې ورته اړتیا لري.


XS
SM
MD
LG