افغانستان
پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لپاره اقدامات سخت کړي دي
د پاکستان په ځینو سیمو کې د وروستیو حملو په دوام چارواکو په دې هېواد کې د دېره افغان کډوالو پرضد اقدامات سخت کړي دي.
د پنجاب ایالت پولیسو د افغان کډوالو د موندلو په بدل کې جایزې اعلان کړي او د راپورونو له مخې هرڅوک چې بې اسنادو افغان کډوال پولیسو ته په لاس ورکړي، نو لس زره روپۍ جایزه ترلاسه کوي. ویل کېږي پولیسو په لاهور ښار کې د افغان کډوالو پرضد جدي اقدامات پیل کړي دي.
په پاکستان کې دېره یوشمېر افغان کډوال وايي چې پولیسو په اسلام آباد کې د کورونو مالکانو ته خبرداری ورکړی چې بې سنده افغان کډوال له خپلو کورونو څخه وباسي.
له پاکستانه د افغانانو د جبري ایستلو لپاره اقدامات نژدې دوه کاله مخکې پیل شوي وو، خو وروسته له هغه نور هم جدي شول چې په پلازمېنه اسلام آباد کې د تېرې سه شنبې په ورځ په یوه چاودنه کې ۱۲ کسان مړه او ۲۷ نور تپیان شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پکتیا د ملي ټلویزیون خپرونې بندې او راډیویي بڼې ته واوښتې
د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، د ګردیز ملي ټلویزیون خپرونې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز له کبله ودرېدې.
دغه مرکز نن یکشنبه ( د لیندۍ دویمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پکتیا ملي ټلویزیون خپرونې اوس راډیویي بڼې ته اوښتي دي.
د خبرپاڼې له مخې پکتیا ۲۳م ولایت دی چې د طالبانو د امرباالمعروف او نهې عن المنکر ادارې دغه بندیز په کې عملي کیږي.
د رسنیو د ملاتړ بېلابیلو سازمانونو پر دغو محدودونکو اقداماتو نیوکې کړي، خو د پام وړ کومه پایله یې نه ده ورکړې.
د طالبانو د حکومت رسمي سرچینو تراوسه پکتیا کې د تلویزیون د بندېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو کابل کې د کابینې ګڼ شمېر غړي لا هم د خپلو ورځنیو چارو لپاره له ویډیویي راپورونه کار اخلي.
د افغانستان ۵ سوه ټنه تازه میوه او توت ازبکستان ته صادر شول
د طالبانو حکومت وایي، د پنځه سوه ټنه انارو، مڼو او توتانو یوه محموله چې ۲۵۰ زره ډالره ارزښت لري، ازبکستان ته صادره شوه.
د دغه حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه محموله پرون شنبه د لیندۍ میاشتې په لومړۍ نیټه صادره او په وینا یې دغه لړۍ به دوام ولري.
بل لورته په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر ویلي چې دغه محموله به لومړی د ازبکستان بازارونو او له هغه ځایه د منځنۍ اسیا نورو بازارونو ته لیږدول کیږي.
له پاکستان سره تر پوځي شخړو او لارو بندوالي وروسته، د طالبانو حکومت له سوداګرو وغوښتل چې صادراتو ته بدیلې لارې چارې ولټوي.
له یوې میاشتې زیاته موده وشوه چې پاکستان سره لارې د تګ راتګ او سوداګرۍ په مخ بندې دي.
هرات کې ترافیکي پیښې ۱۰ تنه مړه کړي او ۱۲ نور یې ټپيان کړي
په هرات کې د طالبانو چارواکي وایي چې لږ تر لږه ۱۰ تنه په یوه ترافیکي پيښه کې مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
ځینو کورنیو رسنیو ویلي چې پيښه نن سهار ( یکشنبه د لیندۍ دویمه) د هرات-کندهار پر لویه لاره د هرات د زاول ولسوالۍ اړوند سیمه کې شوې ده.
په زاول ولسوالۍ کې د امنیه قومندانۍ مرستیال یار محمد صادق ویلي، پیښه د یوه مسافروړونکي( ۳۰۲ بس) او فلانکوچ ترمنځ د ټکر له کبله شوې.
هغه ویلي، مسافر وړونکی بس له هراته کندهار او فلانکوچ له دایکندي هرات ته روان و چې سره ټکر شول.
د پيښې لامل تراوسه معلوم نه دی.
د روان کال په اسد میاشته کې د اسلام قلعه- هرات ترمنځ له ایرانه د ایستل شویو کډوالو یو بس له یوې لارۍ سره ټکر شو چې له ۷۰ ډېر کسان په کې مړه شول.
د زعفرانو د ګل لسم ملي جشن په هرات کې ولمانځل شو
د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال وزیر مولوي صدراعظم عثماني د شنبې په ورځ په جشن کې وویل چې سږ کال په افغانستان کې په ۱۲۰۰۰ هکتاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي.
د وزارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې، عثماني زیاته کړې چې ۴۱ ټنه زعفران تولید شوي دي، چې د تیرو کلونو په پرتله زیاتوالی ښیي.
له بلې خوا، د افغانستان د زعفرانو اتحادیې مشر حاجي ابراهیم عادل وايي چې تر اوسه پورې د زعفرانو په سکتور کې ۷۲ شرکتونه جوړ شوي او د دې محصول صادرات بهر ته دوام لري.
هغه وویل چې اتحادیه پلان لري چې په دې سکتور کې لس ملیونه ډالر پانګونه وکړي او ۸۰۰۰۰ کسانو ته دندې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، افغان زعفران په نړۍ کې غوره کیفیت لري.
ایراني چارواکي : شاوخوا ۲۵۰۰ ایراني لارۍ دافغانستان په بندرنو کې بندې پاته دي
د ایران صدا وسیما دولتي رسنۍ د دوغارون په پوله کې د سرحدي چارواکو له قوله ویلي چې دا لارۍ له نهو ترڅوارلس شپې کیږي چې ایران ته د ننوتلو په تمه دي.
د ایران سرحدي چارواکو ویلي چې د ایراني لاریو دریدل د طالبانو حکومت لخوا د لګول شويو محدودیتونو له امله دي.
خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
ایراني چارواکي وايي ، دوی اوس مهال یو پلان پلي کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره د یوې ایراني لارۍ په بدل کې یوې افغان لارۍ ته د ننوتلو اجازه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د تړل کیدو له امله، د طالبانو حکومت او افغان سوداګر هڅه کوي چې د بدیل په توګه له ایران او منځنۍ آسیا هیوادونو څخه کار واخلي.
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ پیل شو
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ پنځم فصل د شنبې په ورځ په کابل کې پیل شو.
د فوټبال دفدراسیون اعلامیې وویل چې د ټورنمنټ په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شوې.
په لومړۍ لوبه کېچې د استقلال کابل او ابو مسلم فراه ترمنځ ترسره شوه، ابو مسلم فراه ۵-۰ وګټله.
په دویمه لوبه کې، خراسان فاریاب ، د جوانان پیروزی کابل ته ۲-۱ماتې ورکړه.
دا سیالي چې د ۱۰ غوره ټیمونو په منځ کې ترسره کیږي ، تیر کال یې اتلولي ابومسلم فراه ټیم ګټلې وه.
اریانا افغان هوايي شرکت درې الوتکې چارتر کوي
اریانا افغان هوايي شرکت وايي ډیر ژر به ۳ الوتکې چارتر و پیري.
ذبیح الله مجاهد د طالبانو د حکومت ویاند په خپله ایکسپاڼه کې د اریانا شرکت د چارواکو له قوله د اخبر خپور کړی دی او وايي چې دغه ځانګړې چارتر الوتکې د صادراتو په لیږد کې د اسانتیاو لپاره رانیول کیږي.
د اریانا د شرکت رئیس ملا بخت الرحمن شرافت ويلي چې دغه الوتکې به بوینګ یا ایربس ډوله وي او بیه به یې د ۲۵ تر۳۵ ملیون ډالر وي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او سوداګرو د پاکستان لور ته د سوداګري لارو له تړل کیدو وروسته هوايي انتقالاتو او دمنځنۍ اسیا او ایران بدیلو تجارتي لارو ته مخه کړې ده.
په بریتانیا کې یوه افغان اعتراف وکړ چې پر یوې ماشومې یې جنسي تېری کړی
یوه افغان تبعه، پرون (جمعه) د بریتانیا په یوه محکمه کې اعتراف وکړ چې پر یوې دوولس کلنې نجلۍ یې جنسیي تېری کړی دی.
احمد ملاخېل اقرار وکړ چې د جولای په میاشت کې یې د بریتانیا د انګلستان په مرکزي ښار ننیټن کې دا جرم کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ملاخېل تر دې وړاندې په دې اړه تور رد کړی و، خو پرون یې خپله ادعا بېرته واخیسته.
ملاخېل محکمې ته له یوه بل کس سره، چې محمد کبیر نومېږي او له ده سره د جرم په ترسره کولو کې مرسته کړې وه، حاضر شو.
محمد کبیر هم پخوا په دې قضیه کې لاس لرل رد کړي وو.
د دوی بله محاکمه به د جنورۍ په ۱۲ مه وي.
په بریتانیا او نورو اروپايي هیوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو له لوري پر له پسې جرمونه سبب شوي چې ګڼ هیوادونه په ځانګړي ډول افغانانو ته د پناه ورکولو شرایط سخت کړي.
پاکستان وايي، د طالبانو حکومت د لارو د بندېدو مسوول دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د طالبانو حکومت د دوو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ د لارو د نه پرانیستل کېدو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ځنډ مسوول دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، د جمعې په ورځ په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې وویل چې اسلاماباد د کابل له لوري د ټي ټي پي په شمول د وسله والو ډلو د دوامدار ملاتړ له امله له افغانستان سره خپلې لارې بندې کړي دي.
هغه زیاته کړه: "د پولې د پرانیستلو د ځنډ پړه د افغان طالبانو پر غاړه ده. همداراز، د ټاپي او کاسا زر په څېر پروژې هم د همدې ملاتړ له امله اغېزمنې شوې دي."
وروسته له دې چې طالبانو په کابل او پکتیکا کې د پاکستان د بریدونو په ځواب کې د اکتوبر په ۱۲مه، د پاکستان د پوځ پر ګڼو سرحدي پوستو بریدونه وکړل، پاکستان د تورخم او چمن په شمول له افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې بندې کړې.
د لارو د بندېدو له کبله د پاکستان حکومت په وروستیو کې د سوداګرو له زیاتېدونکي فشار سره مخامخ شوی دی.
پرون د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د خپل هیواد د سوداګرو په قول راپور ورکړ چې د تورخم د لارې د بندېدو له کبله په راولپنډۍ او اسلاماباد کې عمده پلورنکي له ژور مالي بحران سره مخامخ شوي دي.
د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، په دواړو ښارونو کې لسګونو سترو او متوسطو عمده سوداګرو د لسګونو میلیون روپیو پانګه له لاسه ورکړې ده. یو شمېر هغه تجربهلرونکي او شتمن تاجران، چې تر دې مخکې د ښار له بریالیو سوداګرو شمېرل کېدل، اوس ادعا کوي چې د میلیونرۍ له سطحې د ټولو پانګو د بایللو حد ته نژدې شوي دي.
هسپانیا د افغان ښځو د حقونو د درېیم نړیوال کنفرانس «زموږ غږ واورئ» کوربه توب کوي
د افغانستان د ښځو درېیم نړیوال کنفرانس چې «زموږ غږ واورئ» نومېږي، د ډسمبر په ۱۲مه نېټه د هسپانیا په مادرید کې جوړېږي.
دا مهمه ناسته د هسپانیا د بهرنيو چارو وزارت په کوربتوب او د اروپايي ټولنې او د افغانستان د ښځو د سازمان په همکارۍ جوړیږي.
د کنفرانس هدف د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې پر روانو کړکیچونو غور او د طالبانو تر حاکمیت لاندې د بشري حقونو د رالوېدلي وضعیت ارزول ښودل شوي دي.
اټکل کېږي چې نړیوال مشران، د بشري حقونو مدافعان او متخصصان به په دې غونډه کې ګډون وکړي، څو د عدالت، حساب ورکونې او د اغېزمنو عملي ګامونو لپاره یوه روښانه، کارنده نقشه جوړه کړي.