د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۴

بینیټ: د رسنیو په اړه د طالبانو اقدامات خپلواک فکر غلی کوي


ریچارد بینیټ
ریچارد بینیټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، افغانستان د حافظې، هویت او راتلونکي لپاره د امکاناتو له اوږدمهالې ځپنې سره مخامخ دی.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، د طالبانو له لوري پر رسنیو او افغان خبریالانو لګول شوې محدودیتونه، د خپلواک فکر او هغې فضاوې د له منځه وړلو لپاره د پراخې هڅې یوه برخه ده، چې د ده په وینا افغانان پکې وکولای شي پوښتنې وکړي، تصور او یا هیله ولري.

ریچارد بینت د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۱مه «د افغانستان د مطبوعاتو ازادۍ» سمپوزیم ته په انلاین وینا کې زیاته کړه:

"دغه اقدامات د دې پراخې هڅې برخه ده چې خپلواک فکر غلی کړي او هغه فضاوې له منځه یوسي چې افغانان پکې پوښتنې کولی شي، تخیل او یا هیله ولري. ټولیز اغېز یې ژور دی او یوازې هغه ازادۍ نه اغېزمنوي چې مخکې مې یادې کړې. بلکې افغانستان د حافظې، هویت او د راتلونکي د امکاناتو له اوږدمهالې ځپنې سره مخ دی."

نوموړي د جلاوطنو رسنیو او افغان خبریالانو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ، که خبریالان د خپلواکو راپورونو لپاره قوي اراده ولري خو اړینو امکاناتو ته لاسرسی و نه لري، د افغانستان د روان وضعیت د درک لپاره به د نړۍ توان سخت کم شي.

دغه ناسته د نومبر په ۲۱مه د جرمني په برلین کې د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان (امسو) له خوا جوړه شوې وه.

په ژنو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندیشه، په دې ناسته کې په خپله وینا کې وویل، خپلواک ژورنالیزم حقیقت د نړۍ تر غوږونو رسوي.

هغه د جلاوطنه رسنیو پر اهمیت په ټینګار سره زیاته کړه چې دغه رسنۍ د افغانستان د اوسني وضعیت ۷۰ سلنه خپلواک پوښښ برابروي او نړیوال ملاتړ ترې د بشري حقونو د ژمنتیا واقعي معیار دی.

د افغانستان د مطبوعاتو ازادۍ په دې ناسته کې د بیان د ازادۍ وضعیت، د افغانستان د رسنیو شرایط، په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان خبریالانو حالت، د جلاوطنو رسنیو فعالیتونه او نور اړوند موضوعات وڅېړل شول.

د دغه سازمان رسنیو سره د اړیکو کمیټې رییس ظاهر چراغ د دې غونډې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زمونږ غوښتنه د رسنیو د برخې له څېړونکو، کارپوهانو او د یو شمېر سازمانونو او بنسټونو له استازیو څخه دا وه چې د افغانستان اوسني رسنیز نظام ته جدي پام وکړي. همدارنګه موږ له ګډونوالو او د رسنیو له ملاتړ­کوونکو سازمانونو وغوښتل چې له هغو افغان خبریالانو سره چې په ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې په ناوړه حالت کې ژوند کوي، همکاري وشي او د پناه غوښتنې کیسونوته ته یې په لنډ وخت کې رسیدنه وشي."

طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې پر رسنیو او رسنیزو فعالانو سخت محدودیتونه لګولي دي.

سره له دې چې دوی تل وایي، د رسنیو او خبریالانو ازادي د «ملي ګټو، اسلامي شریعت او افغاني کلتور» په چوکاټ کې خوندي ده، خو د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان موندنې ښيي چې په تېرو څلورو کلونو کې رسنۍ د طالبانو له لوري د سرغړونو او تاوتریخوالي له ۵۵۰ ډیرو مواردو سره مخ شوي اودغه شان د کار په وړاندې یې له ۲۵ ډېر محدودوونکي فرمانونه هم ورکړل شوي دي.

د بې پولي خبریالانو سازمان د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې، افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو په منځ کې ۱۷۵ ځای لري.

XS
SM
MD
LG