نن، د نومبر ۲۱مه، د تلویزیون نړیواله ورځ ده.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي د رسنیو په ملاتړ په ټینګار سره وايي، چې رسنۍ باید خپلې خپرونې د اسلامي پالیسیو او ارزښتونو پر بنسټ او افغاني کلتور سره سمې تنظیم کړي.
د افغانستان په یوه خصوصي ټلویزیون کې یوه ښځینه ویانده وه، وايي د ټلویزیوني خپرونې د ثبت او تولید پر مهال له ګڼ ستونزو او محدودیتونو سره مخ ده.
دې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل:
"کله چې سټډیو ته ننوځو او ټاکل شوې وي چې خپرونه ولرو، هغه سوالونه چې باید مطرح کړو، له خپله مېلمه یې پوښتلی نه شو، بله موضوع د ماسک کارونه او هغه محدودیتونه دي چې د خپرونې د ترسره کولو پر مهال وي او د وېرې له امله اکثرا زموږ ذهن ګډوډوي، چې د خپرونې پر مهال نه شو کولای ښه تمرکز ولرو، خپل هدف ورسوو او پروګرام وچلوو."
په افغانستان کې ځینې خبریالان چې د ټلویزیوني پروګرامونو لپاره محتواوې تولیدوي هم معلوماتو ته د لاسرسي له نشتوالي او د دوی په کار کې د طالبانو له لاسوهنو شکایت کوي.
د افغانستان د دوو ولایتونو خبریالانو چې نه یې غوښتل نومونه یې په راپور کې خپاره شي، ازادي راډیو ته وویل:
“مطبوعات افغانستان کې تر سخت سانسور او د طالبانو تر شدید کنټرول لاندې دي، ان هغه ادارې چې د رسنیو اړوند یې کار نه دی، د راپورونو خپرولو کې لاسوهنې کوي.”
“که وغواړو له یوې مېرمنې مرکه واخلو، باید هغه مېرمن کاملاً پوښل شوې او ماسک ولري، په داسې حال کې چې مخکې داسې نه و، له هغه وخته چې طالبان راغلي شرایط ښځو ته نور هم سخت شوي او ښځې ان دا جرات نه کوي چې ټولیزیونونو کې کار وکړي.”
په افغانستان کې د ځینو خصوصي تلویزیونونو مسوولین هم په دې اړه اندیښمن دي، او وايي چې محدودیتونو د تلویزیون په متونکو او د دوی په عایداتو کې هم کمښت راوستی دی.
شیرعلي، چې په هرات کې د یوه سیمه ییز تلویزیون مسوول دی، ازادي راډیو ته یې وویل:
"د سریالانو او فلمونو خپرول چې د ټلویزیونونو د نشراتو مهمه برخه یې جوړوله، بندېدل یې د دې لامل شول چې یو شمېر رسنۍ له فعالیته ولوېږي، موږ چې کومې خپرونې لرو، لېدونکو ته جذابه نه دي او د لیدونکو شمېر شدیدا کم شوی دی او هغو سوداګریزو شرکتونو چې اکثرا اعلانونه یې راکول، اوس یې ټلویزیونونو ته کم ورکوي چې سیمه ییز ټلویزیونونه اکثریت یې اعلانونه نه لري."
د رسنیو او خبریالانو ځینې ملاتړي سازمانونه هم دا ستونزې تاییدوي.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) مرستیال بصیر احمد دانشیار ازادي راډیو ته وویل:
"د اوسني حاکمیت لخوا د افغانستان پر ټلویزویونونو ډېر محدودیتونه لګول شوي دي، له دې ډلې هغه محدودنکي فرمانونه چې د ذیروح تصویرونو د خپرولو په اړه دي، جدي ستونزې دي، او په تصویري رسنیو کې د اوسني حکومت د چارواکو نه حاضرېدل نورې ننګونې دي، موږ هیله من یو چې اوسنی حکومت په خپلو محدودونکو فرمانونو بیا غور وکړي."
خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب الله غفران وايي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی او تر اوسه دوی په افغانستان کې ۱۸۰ رسنیو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.
ده که څه هم د رسنیو د محدودیتونو د نیوکې په ځواب کې څه ونه ویل، خو له ازادي راډیو سره یې خبرو کې ټینګار وکړ چې رسنۍ باید د اسلامي ارزښتونو او د خلکو له کلتور سره سم خپرونې وکړي:
"د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دې لپاره چې په هېواد کې د رسنیو د ملاتړ سکټوري ادرس بلل کېږي، هڅه کوي چې د هېواد د اطلاع رسونې په برخه کې مستعمرې او ګټورې هڅه ولري، رسنۍ باید د هغو پالیسو په اساس چې وخت پر وخت ورسره شریکېږي او د افغانستان د خلکو اسلامي او کلتوري ارزښتونو ته پام فعالیت وکړي."
په افغانستان کې د رسنیو، په ځانګړې توګه د ټلویزیوني شبکو د وضعیت په اړه اندیښنې په داسې حال کې دي چې نن د نومبر ۲۱مه د ټلویزیون نړیواله ورځ ده.
ملګرو ملتونو په دې مناسبت په خپله ویب پاڼه لیکلي چې سره له دې چې مختلفو پلټ فارمونو کې د غږیزې او تصویري منځپانګې په مصرف کې بدلون او د ټکنالوژۍ دوامداره تکامل موجود دی، ټلویزیون د اړیکو یوه مهمه وسیله پاتې شوې ده.
دې سازمان ویلي چې تلویزیون لا هم د ویډیو مصرف ترټولو لویه سرچینه پاتې ده.
د ملګرو ملتونو په ټکو، په داسې حال کې چې د ټلویزیون صفحې اندازه بدله شوې او خلک په بېلابېلو پلټ فارمونو کې محتوا تولیدوي، لېږدوي، خپروي او مصرفوي، د نړۍ په کچه د تلویزیون لرونکو کورنیو شمیر هم مخ په زیاتیدو دی.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې د خپرونو د راڅرګندیدونکو او دودیزو بڼو ترمنځ تعامل ته په پام سره، تلویزیون زموږ په ټولنو کې د مهمو مسلو په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره یو ښه فرصت وړاندې کوي.
کوم تلویزیونونه چې نن یې مونږ پېژنو، په ۱۹۰۰ میلادي لسیزې کې د علمي ازمایښتونو د ټولګې د لومړنیو تجربو په توګه پیل شوي وو.
هغه نوښتګر چې د ټلویزیون مفکوره تجربه کړې وه هڅه یې کوله چې څنګه د هوا له لارې متحرک انځورونه انتقال کړي، لکه څنګه چې راډیو غږ لیږدوي.
خو د رسنیو، په ځانګړې ډول د تلویزیون او تصویري شبکو د دې اړتیا او اهمیت په پام کې نیولو سربېره، د طالبانو حکومت پر افغانستان له څلورو کلونو واکمنۍ راهیسې، د رسنیو په خپرونو په ځانګړې ډول د تلویزیوني شبکو په وړاندې سخت محدودیتونه لګولي دي.
یو له دغو محدودیتونو په تلویزیونونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرولو بندیز دی، چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د قانون پر بنسټ د افغانستان په نږدې ۲۵ ولایتونو کې عملي شوی دی.
په تلویزیونونو کې د سیاسي پروګرامونو بندیز، د موسیقۍ خپرولو بندیز، د ښځینه ویاندویانو په جامو محدودیتونه، او د راپورونو او پروګرامونو په چمتو کولو کې لاسوهنه هغه نور محدودیتونه دي چې د طالبانو حکومت په تیرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې لګولي دي.
د دې محدودیتونو په پلي کیدو او د مالي ستونزو سره مخ کیدو له امله د ټلویزیونونو په ګډون ډیری رسنیو خپرونې بندې کړې او خپلې دروازې یې د خپلو کارکونکو پر وړاندې تړلې دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مخکې ویلي وو چې د افغانستان د تېر جمهوري حکومت پرمهال، په افغانستان کې ۵۴۷ بېلابېلو رسنیو فعالیت کاوه، چې شاوخوا ۱۲ زره کسان یې په کار ګمارلي وو، چې لږترلږه دوه زره یې ښځې وې.
له دې سره د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د شمېرو له مخې، اوس د رسنیو شمیر ۲۹۶ ته او د کارکوونکو شمیر یې ۴۲۵۷ ته راټیټ شوی، چې له دې شمېر یوازې ۵۵۷ یې ښځې دي.