د دغه خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزي جمعه د نومبر ۲۱ مه ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې په دې سره به سږ، د ځنغوزيو سوداګري ښه وي او د هوايی دهلیزونو له لارې به چین ته صادر شي:
" د دې لپاره تدابیر نیول شوي دي، اریانا او کام ایر سره خبرې روانې دي، ځکه یوازنی او ډیر مارکیټ یې چې دی هغه چین کې دی، او زه په دې باور یم چې د تیر کال په پرتله باندې هم حاصل زیات دي او هم به سوداګري زیات وي. "
که څه هم نوموړي ونه ویل چې سږکال به د افغانستان د ځنغوزيو حاصلات په اټکلیز ډول څومره وي خو د د دغه هیواد د وچې میوې د صادراتو ټولنه وايي، ممکن سږني حاصلات یې تر ۳۵ زره ټنو پورې ورسېږي.
چین ته د هوايي دهلیز له لارې د افغانستان د ځنغوزیو د صادرولو په اړه له هوايي شرکتونو سره خبرې راونې دي.
د دغه ټولنې ویاند خالد احمد رحماني ازادي راډیو ته وویل"د کومو ارقامو له مخې چې خپاره شوي یوازې له خوست ولایت څخه شل زره ټنه حاصلات تر لاسه کېږي، دقیق ارقام نشته خو که همداسې نور ولایتونه پکتیا او ختيځ کې لغمان او نورې سیمې ورسره حساب کړو نو تر ۳۵ زره ټنو پورې حاصلات به ترلاسه شي."
تیر کال له خوست راټول شوي حاصلات ۱۵ زره ټنه وو او د یو کلیو ځنغوزیو بیه هم د افغانستان په بازرونو کې ۱۹۰۰ افغانۍ ښودل شوې وه.
ښاغلی رحماني ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې له ځمکنیو، د بندر عباس او نور بندرونو له لارې به هم د افغانستان ځنغوزي او نوره وچه میوه هند او د سیمې او نړۍ نورو هیوادونو ته صادر شي.
په ورته وخت کې د ځنغوزیو یو شمیر سوداګر هم وايي سږ کال حاصلات او نرخونه دواړه ښه دي.
یو سوداګر یې حاجي حبیب ازادي راډیو ته وویل"ځنغوزي شته، سږ کال یې فصل ښه دی، چین ته هم ځي او هندوستان ته هم ځي، نرخونه یې هم ښه دي، تر اوسه ډیر نه دي راښکته شوي، تقریباً یو کلیو، ۲۵ تر ۲۷ او ۲۸ ډالرو پورې دي."
دا هیلي داسې مهال دي چې تیر کال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او هم سوداګرو په دې اړه شکایتونه درلودل.
دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې ځنغوزیو ته لازم بازار نشته او باید د هوا له لارې یې د صادراتو امکانات برابر شي.
د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د نوامبر د څلورمې په غونډه کې د اریانا افغان هوايي شرکت ته لارښوونه شوې وه چې له دې وروسته به فی کیلو صادراتي سوداګریز توکي په یوه ډالر او فی کیلو وارداتي سوداګریز توکي په اتیا سینټه انتقالوي.
افغان سوداګر وايي چې په هېواد کې دننه د ځنغوزیو بازار ښه نه دی او باید د هوا له لارې یې د صادراتو امکان برابر شي.
په دې اړه د دغه معاونیت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارتونو ته ویل شوي دي چې د اریانا شرکت لپاره خپلو فیسونو کې ۹۰ سلنه تخفیف ومني او اریانا افغان هوايي شرکت ته هم لارښوونه شوې چې یوه کارګو یا باروړونکې الوتکه وپیري.
ځنغوزي د افغانستان مشهوره غرنۍ وچه میوه ده چې د میزان میاشتې په ورستیو کې یې راټولولو پلېږي.
دا میوه مخکې پاکستان او د د واګه بندر له لارې هند ته صادرېده چې اوس پاکستان سره د ټولو سوداګریزو لارو تر تړل کېدو او مخکې له هغې د هند او پاکستان تر منځ د واګه بندر د تړل کېدو له امله اوس هغه هیواد نه ځي.
مخکې داسې ادعاوې هم موجودې وې چې پاکستان د افغانستان ځنغوزي پروسس او بسته بندي کوي او په خپل نوم یې نورو هیوادونو ته صادروي.
د افغانستان ځنغوزيو د تېر جمهوري نظام پر مهال بهر د لوړې کچې صادراتو له امله نړیوال شهرت خپل کړی و.
مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۷ لمریز کال د لړم په ۱۵مه نېټه چین ته د ځنغوزیو د صادراتو لپاره رسماً د یو هوايي دهلیز پرانېسته وکړه او هغه مهال یې اعلان وکړ چې د لړم په ۱۵مه به هرکال د ځنغوزیو د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.
هغه مهال د ۲۵ کیلو ګرامه ځنغوزیو بیه ۵۰ زره افغانۍ وه.
خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د هوایي دهلېزونو په بندېدو او له افغانستان سره د اکثرو په ځانګړي ډول اروپایي هېوادونو مستقمو اړیکو پرې کېدو نه یوازې د ځنغوزیو پر صادراتو بلکې په ګڼو نورو اقتصادي چارو هم سیوری وغوړولو.