د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۸

د طالبانو یو جګپوړی پلاوی هند ته تللی


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکیچنو اړیکو په ترڅ کې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نن د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نوي ډیلي ته ورسید.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه بیان کې وویل چې عزیزي به د هند د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیرانو په شمول له یو شمیر چارواکو سره وګوري او همدراز به له هندي سوداګرو او پانګوالو سره غونډې وکړي.

په بیان کې ویل شوي چې خبرې اترې به د اقتصادي همکارۍ پر زیاتوالي، د سوداګریزو اړیکو پر اسانتیا، د ګډې پانګونې د فرصتونو پر رامینځته کولو او په سیمه ییزو ټرانزیټ لارو کې د افغانستان د رول پر پیاوړتیا متمرکزې وي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي چې د دې سفر په ترڅ کې به د چابهار بندر د ظرفیتونو د زیاتیدو او په افغانستان کې د هند د پانګونې په تړاو هم خبرې وشی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویل چې دا سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ او پانګونې د پیاوړتیا لپاره خورا مهم دی.

د طالبانو د پلاوي سفر په داسې حال کې ترسره کیدونکی دی چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي. د پاکستان ټولې سرحدي لارې له شاوخوا پنځو اونیو راهیسې تړل شوې دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه ولاړه ده.

تر دې مخکې، د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان سوداګرو ته ویلي و چې له پاکستان څخه د درملو واردول ودروي او د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې چارې ومومي.

دا د یوې میاشتې په ترڅ کې د طالبانو دوهم جګپوړی پلاوی دی چې هند ته ځي. تر دې مخکې د دوی د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته تللی و.

XS
SM
MD
LG