د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۹

د طب او ستوماتولوجۍ له پوهنځیو د زرګونو نارینه وو له ازموینې سره هممهاله د محرومو نجونو غبرګون


د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ازموینو ملي ادارې په کابل کې د معالوجي طب او ستوماتولوجي له ۹ زره فارغانو څخه د ۱۴۰۴ کال ازموینه واخیسته.

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د ازموینو ملې ادارې له لوري یو وار بیا د ستوماتولوجي او معالوجي طب له نارینه زده کوونکو څخه د ایګزیټ ازموینې اخیستلو له زده کړو د محرومو نجونو غبرګونونه راپارولي دي.

د ازموینو ملي ادارې ویلي چې پرون د نومبر په ۱۴ مه یې د طب پوهنځي له ۹ زره ۳۷۷ فارغانو څخه یې چې د زده کړو او ستاژ دوره یې بشپړه کړې وه د ۱۴۰۴ کال د ایګزیټ ازموینه واخیسته.

د دې ادارې مرستیال رحیم الله حقاني د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو ټلویزیون ته ویلي د ایګزیټ له ازموینې وتلي کسانو ته به د تخصص او عملي کارونو په برخه کې فرصتونه ورکړل شي.

خو نوموړي د ښځینه ډاکترانو او هغوی ته د د زده کړو د فرصتونو د برابرولو یادونه نه ده کړې.

په همدې حال له روغتیايي زده کړو یو شمېر محرومې نجونې وايي دوی هم غواړي چې د ایګزیټ په ازموینه کې تر بریالیتوب وروسته په عملي ډول خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.

د بلخ ولایت د طب پوهنځي پخواني محصلې نجلا ازادي راډيو ته وویل:

"که پوهنتونونه نه وای بند نو ما هیله لرله چې یوه ورځ خپلې زده کړې پای ته ورسوم او د ایګزیټ په ازموینه کې له بریالیتوب وروسته خدمت وکړم، ما په دې برخه کې د تخصص خوبونه لیدل خو هغسې ونه شول او دا هر څه راته د یو خیال په توګه پاتې شول."

د ایګزیټ ازموینه د طب پوهنځي له فارغو محصلینو هغه مهال اخیستل کیږي چې دوی په دولتي روغتونونو کې د عملي کار یا ستاژ دوره بشپړه کړې وي او د زده کړو سند یې د لوړ زده کړو د وزارت له لوري تایید شوی وي.

په دې ازموینه کې تر بریالیتوب وروسته ګډون کوونکو ته په ټولنه کې د کار او فعالیت اجازه ورکول کیږي.

طالبانو په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د نجونو له حضور پرته دغه ازموینه اخیستې ده.

په همدې حال کې یو شمېر میرمنې وايي دوی په خپلو سیمو کې د ښځینه روغتیا پالانو د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ اوسېدونکې واحدې ازادي راډيو ته وویل:

" ما خون ریزې درلوده، ماشوم مې هم درلود، زه ویریدم چې څه شوي نه وي، بیا روغتون ته لاړم خو هلته ښځینه ډاکتره نه وه او ما نه شول کولای خپله ستونزه له نارینه ډآکتر سره شریکه کم، بیرته کور ته لاړم."

د فاریاب ولایت اوسېدونکې امنه هم ورته شکایت وکړو.

"زما دوه لوڼې ناروغانې دي، زه خپله هم ناروغه یم خو دلته په روغتون کې ښځینه روغتیا پالانې نشته."

د ښځو د حقونو فعالانې وايي د نجونو په زده کړو په ځانګړي ډول روغتیايي زده کړو دوامداره محدودیت د افغانستان د راتلونکې لپاره د اندېښنې وړ دی.

له ډلې یې رقیه ساعي ازادي راډيو ته وویل:

"په ټولو برخو کې د نجونو زده کړې مهمې دي، خو د طب په برخه کې ډېرې اړینې دي، په داسې یو هیواد کې چې ښځې یې ‌ډېرې حساس دي او دوی نه غواړي چې د نارینه له لوري یې درملنه وشي نو که د طب په برخه کې د ښځو په زده کړو بندیز دوامداره شي دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده."

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت له مخې یې د ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي خو له ۲۰۲۱ کال وروسته یې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د هر ډول عصري زده کړو دروازې تړلي دي.

طالبانو د دغه محدودیتونو په لړ کې تېر کال له نجونو د طبی زده کړو کولو حق هم واخیست.

سربېره پر دې، پر ښځو یې سخت ټولنیز محدودیتونه لګولي، لکه په ډېریو دولتي او نادولتي ادارو کې له کاره د دوی راګرخول.

نږدې لس ورځې مخکې ملالۍ بنسټ په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي ښايي په راتلونکې یوه لسیزه کې افغانستان ټولې ښځینه ډاکترانې او قابله ګانې له لاسه ورکړي.

دغه بنسټ ټینګار کړی وو چې دا جنسیتي اپارتاید دی او باید محکوم شي.

XS
SM
MD
LG